د DAHO یا DALO غوښتنه وکړئ

د DAHO یا DALO غوښتنه وکړئ

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)10 nov. 2022

دا څه شی دی؟

د DAHO او DALO غوښتنې د هستوګنې (DAHO) یا کور (DALO) غوښتنه کولو طرزالعملونه دي که ستاسو لومړنۍ غوښتنې بریالۍ نه وي . دا د "بیاشکایت یا اپیل" کولو طریقه ده، دا د وړاندیز کولو لپاره د دویم چانس ترلاسه کولو لپاره یوه کړنلاره ده.

دا هو DAHO د "مخالف هستوګنې ته د لاسرسي حق" معنی لري. دا تاسو ته اجازه درکوي چې ستاسو د استوګنې غوښتنې کې د لومړیتوب په توګه وګڼل شي.

دا طریقه ستاسو سره علاقه لري که:

  • ستاسو د ټولنیز کور غوښتنه او کور ترلاسه کول په عمومي ډول ډیر وخت اخلي (وخت ممکن د څانګې پورې اړه ولري. د مثال په توګه: د پاریس لپاره د 6 کلونو څخه ډیر انتظار معمولي یا عادي ګڼل کیږي، پداسې حال کې چې دا د سټراسبورګ لپاره 2 کاله دی )
  • تاسو په سړک یا بهر اوسیږئ: بې کوره او بې اوسیدني ځای (SDF)،
  • تاسو د یو نا اعلان شوي اوسیدونکي سره اوسیږئ،
  • تاسو په ټولنیز هوټل کې ځای پر ځای شوي یاست،
  • تاسو په ټولنیز بنسټونو لکه (CADA، HUDA، CPH، CHRS، CHU، او نور) کې د 6 میاشتو څخه ډیر وخت لپاره ځای پر ځای شوي یاست.
  • تاسو د 10 کلونو څخه ډیر وخت لپاره په غیر معیاري کور کې یاست،
  • تاسو په داسې ځای کې ژوند کوئ چیرې چې ډیری خلک شتون لري (مثال: په 25m2 کې 5 خلک).

دا حق د DALO ("مخالف کور ته د لاسرسي حق") څخه توپیر لري، کوم چې د هغو خلکو لپاره د کور غوښتنه کوي چې ځینې شرایط یې پوره کړې وي (د سرچینو یا عاید په ګډون).

یادونه: هغه خلک چې په ټولنیز بنسټ کې له 6 میاشتو څخه ډیر وخت نه ژوند کوي هغوی په "اضطراري حالت" کې قرار لرونکي کسان ګڼل کیږي او کولی شي د DALO لپاره غوښتنه وکړي.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله

څنګه وکړو؟

1

وګورئ چې ایا ستاسو وضعیت او شرایط تاسو ته اجازه درکوي چې د DAHO یا DALO لپاره غوښتنه وکړئ

د DAHO د استوګنې لپاره د غوښتنلیک شرایط:

  • تاسو دمخه د هستوګنې لپاره غوښتنه کړې ده (د ځوان کارګرانو استوګنځای یا لیلیه، د مهاجرینو کارګرانو لپاره استوګنځای یا لیلیه، د میندو مرکز، او داسې نور) مګر تاسو د خپل وضعیت سره مناسب وړاندیز ندی ترلاسه کړی.
  • تاسو په کوڅه ویده یاست، تاسو بې کوره یاست (بې کوره)
  • تاسو 115 ته زنګ ووهئ (عاجل سرپناه)
  • تاسو د یو نا اعلان شوي اوسیدونکي سره اوسیږئ
  • تاسو په ټولنیز هوټل کې ځای په ځای شوي یاست

د DALO استوګنې لپاره د غوښتنلیک شرایط:

  • تاسو دمخه د ټولنیز استوګنځای یا کور لپاره یو یا څو غوښتنې کړې دي مګر تاسو د "غیر معمولي اوږدې" مودې (د څو کلونو انتظار) په اوږدو کې ستاسو د وضعیت سره سم کوم وړاندیز یا هیڅ ځواب ندی ترلاسه کړی.
  • > په فرانسه کې د غیر معمولي اوږد ځنډ لیست وګورئ .
    > د نورو سیمو لپاره، د دې Cerfa فورمې وروستۍ پاڼې وګورئ.
  • تاسو په خپل نوم کور یا استوګنځای نلرئ (تاسو د ملګري سره یا د استوګني به یو مرکز کې ژوند کوئ)
  • تاسو نشئ کولی پخپله د استوګنې ځای ومومئ (په کافی اندازه لوی، د اوبو او بریښنا سره، روغتیا ته خطر څخه پرته) او چې داسي ځای وي چې ستاسو د وضعیت سره سمون ولري، لکه (معیوبیت، ماشومان) لرل
  • تاسو د استوګنې یو معتبر جواز (تتخ دی سیجور) لرئ
  • تاسو د اعتدال کرایې د ورکولو لپاره کافي سرچینې لرئ (تنخواه، تخصیصونه، او نور)

یادونه: د DAHO یا DALO غوښتنې کولو لپاره، د ټولنیز کارکونکي یا اتحادیې څخه د مرستې غوښتنه کول مه هیروی.

2

د غوښتنلیک فورمه ډکه کړئ او واستوئ

د DAHO د استوګنې یا کور غوښتنې دوسې چمتو کولو لپاره لاندې مراحل طی کول لازمي دي:

  • د Cerfa فورمه n°15037*01 ډکه کول
  • مخکې له دې چې تاسو پروسه پیل کړئ، موږ تاسو ته لارښوونه کوو چې دا سند ولولئ ترڅو ستاسو سره مرسته او مالومات ترلاسه کړئ.
  • په فورمه کې غوښتل شوي ټول اسناد اضافه کړئ (جملې چې د اسنادو "اضافه کول..." "Joignez..." سره پیل کیږي).

د DALO د کور غوښتنلیک فایل چمتو کولو لپاره:

  • د Cerfa فورمه n°15036*01 ډکه کړئ
  • مخکې له دې چې تا پروسه پیل کړئ، موږ تاسو ته لارښوونه کوو چې دا سند ولولئ ترڅو ستاسو سره مرسته وکړي.
  • په فورمه کې غوښتل شوي ټول اسناد اضافه کړئ (جملې چې د اسنادو د "اضافي کول..." سره پیل کیږي).
3

ځواب ته انتظار وکړئ

د منځګړیتوب کمیسیون باید خپله پریکړه چې د سیمې پورې اړه لرې، له 6 اونیو څخه تر ۳ میاشتو پورې ورکړي.

4

ځواب ته انتظار وکړئ

د منځګړیتوب کمیسیون باید تاسو ته د خپلې پریکړې څخه د 6 اونیو څخه تر 3 میاشتو پورې خبر کړي، د سیمې پورې اړه لري.

یادونه: په یاد ولرئ چې پدې موده کې خپل بریښنالیک په منظمه توګه ګورئ: تاسو به د پوست دفتر څخه د رسید تصدیق ترلاسه کړئ، د منځګړیتوب کمیسیون څخه د دوسې شمیرې سره د رسید اعتراف، د اضافي مالوماتو غوښتنه کولو لپاره یو لیک که دوسیه بشپړ نه وي او یو لیک د منځګړیتوب د کمیسیون د پریکړې سره.

او وروسته؟

تاسو د کمیسیون څخه مثبته پریکړه ترلاسه کړې

ستاسو وضعیت د لومړیتوب په توګه پیژندل شوي : ستاسو د شرایطو سره سم کور باید ستاسو د مثبت پریکړې وروسته د 6 اونیو څخه تر 3 میاشتو پورې تاسو ته وړاندیز شي. که تاسو وړاندیز رد کړئ، نو تاسو به نور لومړیتوب و نلرئ.

که چیرې په کور کې د ځای لپاره انتظار په غیر معمولي ډول اوږد وي، تاسو کولی شئ اداري محکمې ته شکایت وکړئ. د استیناف د پیل نیټه په پریکړه کې ښودل شوې.

یادونه: دا هم ممکنه ده چې د پریفي یا والي د وړاندیز په وړاندې اداري محکمې ته اپیل یا شکایت وکړي.

تاسو د کمیسیون څخه منفي یا رد پریکړه ترلاسه کړې

ستاسو وضعیت د لومړیتوب په توګه نده پیژندل شوی : تاسو به بیړني استوګنځي ته لاسرسی ونلرئ. کمیسیون باید تاسو ته د خپل انکار یا رد د دلیلونو څخه خبر کړي ترڅو تاسو ته تشریح کړي چې ولې یې تاسو رد کړې یاست.

یادونه: دا اړینه ده چې وګورو چې ایا په پریکړه کې دا اشاره شوې چې "د اوسیدو ځای درکول لپاره لومړیتوب" درکړ شوی او نه "استوګني". داسې پیښیږي چې د DALO غوښتنې په جریان کې، کمیسیون د کور پر ځای د اوسیدني ځای وړاندیز کوي. په دې حالت کې، تاسو باید ژر تر ژره اپیل یا شکایت وکړئ. د یوې ټولنې، ټولنیز کارکونکي، یا حتی د عامه لیکوال څخه د مرستې ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ چي له تاسو سره ستاسو په کړنو کې مرسته وکړي.

د استیناف غوښتنه وکړئ

  • تاسو کولی شئ د خپلې غوښتنې د ردولو سره د مقابلې لپاره " اپیل" "recours gracieux" وکړئ. کمیسیون ته د امکان تر حده د ډیری ملاتړي اسنادو سره یو لاسلیک شوی لیک واستوئ، ترڅو دا ستاسو دوسیه بیا وڅیړي.
  • تاسو کولی شئ اداري محکمې ته " استیناف" یا د بیا کتني غوښتنه وکړئ
    - د استوګنې یا کور وړاندیز ننګول، که دا ستاسو د وضعیت لپاره مناسب نه وي
    - د پریکړې سره نه منل په هغه صورت کې که چیرې تاسو مثبت ځواب ترلاسه کړی وي، ولي د استوګنخای یا کور لپاره انتظار په غیر معمولي ډول اوږد وي. نو تاسو د استیناف د پیل نیټې څخه 4 میاشتې لرئ چې په پریکړه کې یې ذکر شوی.

یادونه: د استیناف د وړاندې کولو لپاره، دا اړینه نده چې وکیل وګمارل شي.
مګر دا تل مشوره ورکول کیږي چې د ټولنیز کارکونکي یا اتحادیې څخه مرسته وغواړئ.
د خپلې څانګې د اداري محکمې د اړیکو توضیحاتو ترلاسه کولو لپاره، دلته کلیک وکړئ .

اداري محکمه دوه میاشتې وخت لري چې پریکړه وکړي. قاضي کولی شي د کور جوړولو وزارت مکلف کړي چې تاسو ته کور درکړي که چیرې هغه ومومي چې تاسو د لومړیتوب په لست کې یاست او کور ته د لاس رسي په اولیت کې یاست او دا چې تاسو لا تر اوسه ستاسو د اړتیاو سره سم کور نه دی ترلاسه کړی. .

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
202 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Comité de la Démarche Accessible

Comité de la Démarche Accessible