خپل اصلي هیواد ته سفر کول

خپل اصلي هیواد ته سفر کول

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)6 juil. 2021

دا څه شی دی؟

په ټوله کې کله چې تاسو په یو هیواد کې په حیث د کډوال پیژندل شوې یاست او د مهاجرت اسناد لری نو تاسو اجازه نلرئ خپل اصلي هیواد ته سفر وکړي. نړیواله محافظت په دې اساس ورکول کیږي چې ستاسو په هیواد کې خطر شتون لري.

په عینې وخت کې که چیرته کوم جدې دلیل وجود ولري په هغه صورت کې تاسو کولای شی سفر وکړئ، (د مثال په توګه یو استثنایی او ډیر ضرورې دلیل یا حالت، لکه د کورنۍ د یو غړې مړینه یا ستاسو د کورنۍ کوم غړی ناروغي) په دغسې شرایطو کې کیدای شی تاسو د "خوندي سفر" "sauf-conduit" رسمي سند ترلاسه کړئ. دا یو سند دی چې تاسو ته اجازه درکوي چې خپل اصلي هیواد ته سفر وکړئ.

د دې سند د ترلاسه کولو لپاره تاسو باید غوښتنه باید دخپلي سیمي پریفکتورته واستوئ، ترڅو مربوطه پریفکتور او آفپرا OFPRA په ګډه سره د شته خطرونو او ریسک ارزونه وکړئ چې تاسو خپل اصلي هیواد ته د راستنیدو په حال کې ورسره مخ کیږی.

پام مو وی چې ستاسو د سفر په اړه د فرانسوي چارواکو نه خبرول ستاسو د مهاجرت حیثیت له لاسه ورکولو لامل کیدی شي.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

پرته له دې ناممکن دی
په فرانسه کې د اوسیدو سند
موقع

ټوله فرانسه

پرته له دې ناممکن دی
په فرانسه کې د اوسیدو سند

څنګه وکړو؟

1

یو جدې او قانع کونکی دلیل لرل

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

"خوندي سفر" "sauf-conduit" (دا هغه سند دی چې تاسو ته خپل اصلي هیواد ته د سفر کولو اجازه درکوي) په خورا نادرو او ځانګړیو مواردو کې ورکول کیږي.

نو تاسې بايد يو جدې او قانع کونکی دليل ولری تر څو ستاسو غوښتنه ومنل شي.

مثالونه: د کورنۍ د غړي جنازه، د کورنۍ ناروغه غړی، د اداري پروسیجرونو او اجراآتو ترسره کول، لکه (طلاق، میراث، او داسې نور).

2

له پریفکتور څخه د خوندي سفر (sauf-conduit) سند غوښتنه وکړئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

د خوندي سفراجازت لیک sauf-conduit سند غوښتنه باید د خپل اوسیدو ځای پریفکتور ته وکړئ. تاسو باید لومړی د پریفکتور د خدماتو څانګي سره اړیکه ونیسئ ترڅو د اړونده اجراآتو په اړه ځان خبرکړئ، لکه د تعقیب پروسې ومومئ (استقبال، د ملاقات وخت اخیستل، د اسنادو لیست چمتو کول او داسې نور).

ښه پوهیدل: د خوندي سفر اجازت سند ورکول د هر کس د قضیې او شرایطو په اساس او په جداګانه ډول ارزونه کیږي.

کوم اسناد باید پریفکتور ته واستول شي:

که تاسو له 18 نه زیات عمر لری نو تاسو باید لاندې اسناد چمتو کړئ:

- یو پوښښ لیک چې د سفر سند یا اجازت لیک غوښتنه او د پلان شوي سفر دلایل مشخص کوي. تاسو کولی شئ د سفر توجیه کولو لپاره لازم اسناد ضمیمه کړئ (د مړینې سند، د روغتون تصدیق لیکونه، او نور) ، ستاسو د الوتکې ټکټونو کاپي، د استوګنې ځایونه، او نور. تاسو کولی شئ ټرانزیټ هیوادونه مشخص کړئ چې دکمو څخه به تاسو د سفر په اوږدو کې تیریږئ.

- ستاسو د اوسیدو صلاحیت لرونکي جواز یا تتخ دی سیجور

- د کډوالو لپاره د سفر سند یا پاسپورټ.

- د پتې ثبوت (EDF رسيد، د ګرځنده تليفون بل، او داسې نور) يا د استوګنې سند چې د اسنادو له ختميدو دمخه د 3 مياشتو لپاره اعتبار لري.

- یو شخصي اقرار لیک په کوم کې چې به تاسو ددې اقرار کوی چې پریفکتور تاسو ته د خپل اصلي هیواد ته د بیرته ستنیدو په صورت کې د پیښودونکو خطرونو ارزونه کړي او خبرداری درکړی.

- 3 عدد د پیژندنې عکسونه (مخ او سر)

- د سند اخیستو لپاره د فیس ټکت Les timbres fiscaux .

که تاسو کوچنی یا زیریسن یاست، تاسو اړتیا لرئ چې لاندي اسناد چمتو کړئ:

- یو پوښښ لیک چې د سفرسند او جازت لیک غوښتنه او پلان شوي سفر دلایل مشخص کوي. تاسو کولی شئ د سفر توجیه کولو لپاره لازم اسناد باید ضمیمه کړئ (د مړینې سند، د روغتون تصدیق لیکونه ، او نور) ، ستاسو د الوتکې ټکټونو کاپي، د استوګنې ځایونه، او نور. تاسو کولی شئ د سفر په جریان کې ټرانزیټ هیوادونه مشخص کړئ.

- د دواړو والدینو د اوسیدو کارتونه یا تتخ دی سیجور.

- د ماشوم د کډوالی سفر سند یا پاسپورټ.

- د هویت کارتسند (TIR) یا د خوځښت سند (DCEM) که يې ولري.

- د پتې ثبوت (EDF رسيد، د ګرځنده تليفون بل، او داسې نور) يا د استوګنې سند چې د اسنادو له ختميدو دمخه د 3 مياشتو لپاره اعتبار لري.

- یو شخصي اقرار لیک په کوم کې چې به تاسو ددې اقرار کوی چې پریفکتور تاسو ته د خپل اصلي هیواد ته د بیرته ستنیدو په صورت کې د پیښودونکو خطرونو ارزونه کړي او خبرداری درکړی.

- د ماشوم وروستی د زیږون بشپړ سند.

- د آفپرا OFPRA اداري سند.

- 3 عدد د پیژندنې عکسونه (مخ او سر)

- د سند اخیستو لپاره د فیس ټکت Les timbres fiscaux .

3

د دوسې د څیړنې او ارزونې موده

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

ستاسو د اسنادو د سپارلو وروسته (د پوښښ لیک، د سفرکولو دلایلو په اړه اسناد، اقرار لیک، د سند اخیستنې فیس او د پیژندنې عکسونه). د پریفکتور لومړني خدماتو څانګه د اسنادو د ارزونې او څیړنې لپاره لیږ تر لیږه یوه میاشت وخت اخلي.

ښه پوهیدل: تاسو کولی شئ د خپلې دوسې د سپارلو پرمهال د پروسي د وخت محدودیت په اړه توضیحات وغواړئ.

4

خپل د سفر اجازت لیک راخیستل

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

که ستاسو غوښتنه تایید او منل شي، نو تاسو به وکولی شئ د خوندي سفر سند ترلاسه کولو لپاره د استوګنې کارت یا تتخ دی سیجور، TIR / DCEM او د سفر اسناد تبادله کړئ.

د دې کار ترسره کولو لپاره تاسو باید په شخصي ډول (کوچنی یا زیرسین باید له د دواړو والدینو سره یوځای) پریفکتور ته لاړشئ. نور توضیحات به تاسو ته د پریفکتور لخوا درکړل شي.

او وروسته؟

فرانسې ته ستاسو د راستنیدو په وخت

فرانسې ته ستاسو د راستنیدو په وخت، تاسو کولی شئ د خپل خوندي سفر کولو اجازت نامي (sauf-conduit) کاپي سره پریفکټور ته لاړ شئ ترڅوخپل د استوګنې جواز یا تتخ دی سیجور او نور تسلیم کړي اسناد بیرته ترلاسه کړئ.

که چیرې تاسو غواړئ خپل هیواد ته په دایمي ډول بیرته ستانه شئ

د مهاجرت یا کډوالۍ اسناد تاسو ته پدې دلیل درکړشوې دي چې ستاسو په اصلي هیواد کې خطر شتون لري. خپل هیواد ته بیرته ستنیدل ممکن پدې معنی وي چې وضعیت احتمالا بدل شوی او خطر نور شتون نلري.

که تاسو غواړئ خپل هیواد ته په دایمي ډول بیرته ستانه شئ، دا امکان لري. دغه ډول ستنیدل د (د فرانسې د ادغام اومهاجرو د چارو ادارې) OFII لخوا تنظیم کیږي: دغه ډول ستنیدل د "رضاکارانه راستنیدل" le "Retour volontaire" په نوم یادیږي.

ښه پوهیدل: د "رضاکارانه راستنیدو" په اړه نورو معلوماتو ه په لاندې لنک کې ومومئ، دلته کلیک کړې: دې پاڼې ته مراجعه وکړئ.

vous pouvez consulter cette page.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
25 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
CDA

Comité de la Démarche Accessible