په Les Sables-d'Olonne کې فرانسوي ژبه زده کول
له رضاکارانو سره د فرانسوي ژبې ډلهییز یا انفرادي کورسونه. د ورځني ژوند اړوند لغتونه او حالتونه. د فرانسوي ژبې د رسمي ازموینو او مدني ازموینې لپاره چمتووالی، فعالیتونه او له نوېو خلکو سره لیدنې
لټون - Réfugiés.info
République
Française
Réfugiés.info
په فرانسه کې د کډوالو لپاره معلومات
زموږ د 1328 ځايي برنامو او طرزالعملونو فایلونو له منځه لټون وکړئ.
له رضاکارانو سره د فرانسوي ژبې ډلهییز یا انفرادي کورسونه. د ورځني ژوند اړوند لغتونه او حالتونه. د فرانسوي ژبې د رسمي ازموینو او مدني ازموینې لپاره چمتووالی، فعالیتونه او له نوېو خلکو سره لیدنې
د مسلکي فرانسوي ژبې کورسونه، د هغو مسلکونو پېژندنه چې کارکوونکو ته اړتیا لري، او داسې ملاتړ چې تاسو خپلواک شئ او کار یا مسلکي روزنیز کورس ومومئ
Saint-Dié-des-Vosges ښار کې د مسلکي فرانسوي ژبې کورسونه، څو په اسانۍ کار ومومئ. د ټاکل شوي مسلک له اړتیاوو سره سم د لغتونو زده کول، په کاري شرایطو کې ژبه تمرین کول او د DCL ازموینې لپاره چمتووالی نیول
په Autun ښار کې د فرانسوي ژبې کورسونه، څو د کار موندلو په برخه کې مرسته وکړي. د مسلکي لغتونو زده کړه، د اسانه اړیکو نیولو لپاره د تیاتر تمرین، د Frello پلاتفورم کارول او له شرکتونو سره بلدتیا
په نورماندي (Normandie) سیمه کې د مسلکي فرانسوي ژبې درسونه او انفرادي ملاتړ، څو په فرانسوي ژبه کې پرمختګ وکړئ او په داسې مسلک کې کار ومومئ چې کارکوونکو ته اړتیا لري
په Amiens ښار کې د مسلکي فرانسوي ژبې کورسونه، څو په کارځای کې په ښه توګه اړیکې ونیسئ، اسناد درک کړئ او لا خپلواک شئ. د کاري ژوندلیک (CV) په جوړولو، د کار په لټون او د شرکتونو په موندلو کې مرسته
په Flers ښار کې د مسلکي فرانسوي ژبې کورسونه، د کار لټون او له شرکتونو سره لیدنې. د خپلو مهارتونو ارزښت څرګندول او په مسلکي ژوند کې په اسانۍ ادغام
په Flers یا Aigle کې هره ورځ فرانسوي ژبه زده کړئ. د خبرو کولو او لیکلو مهارتونه ښه کول، په سمیه کې د نقل او حرکت وړتیا ترلاسه کول، د واقعي حالاتونو تجربه کول او تفریحي سفرونه کول
په مولوز (Mulhouse) کې اوسیدونکو کډوالو ځوانانو لپاره ملاتړ، څو د روزنې یا کار موندلو کې ورسره مرسته وشي. د سپورټ او نورو فعالیتونو ترسره کولو امکان فرصت هم شتون لري
د هغو بهرنیو وګړو لپاره د ملاتړ پروګرام چې غواړي فرانسوي ژبه زده کړي او د Rhône په سیمه کې کار ومومي. د کاري نړۍ پېژندنه، له شرکتونو سره لیدنې او د اړتیاوو سره سمې مشورې...
د اوکرایني وګړو لپاره ملاتړ: د اقامت اسناد، اداري چارې، د استوګنې حق، استوګنځی، روزنه او کار. په هره اوونۍ کې دوه ځله د مخکېني ملاقات له مخې د مراجعینو هرکلی کېږي
په پاریس کې حقوقي او هر اړخیزه مرسته، د اداري چارو په ترسره کولو کې لارښوونه، او د کار، کور، روغتیا، د فرانسوي ژبې زده کړې او نورو عامه خدماتو ته د لاسرسي لپاره د مناسبو ادارو پېژندنه
په Épinal ښار کې د کډوالو او د فرعي خوندیتوب لرونکو کسانو لپاره د فرانسوي ژبې وړیا روزنه، څو د ورځني ژوند او کار لپاره په فرانسوي ژبه کې پرمختګ وکړي
د فرانسوي ژبې کورسونه، د TCF ازموینې لپاره چمتووالی، تخنیکي مهارتونه، د مسلکي پروژې لپاره ملاتړ، او د شخصي خدمتونو یا پاکارۍ په برخو کې له ګمارونکو شرکتونو سره لیدنې
پاکې او مناسبې جامې واغوندئ، څو یوې لیدنې ته ولاړ شئ، د کار ځای څخه لیدنه وکړئ یا کار ته لاړ شئ. د شرکتونو د جامو د اغوستلو د اصولو په اړه مشورې ترلاسه کړئ، څو د راحتۍ او پر ځان د باور احساس وکړی
د فرانسوي ژبې کورسونه، د DELF B1 ازموینې ته چمتووالی، ورزشي فعالیتونه، د بېلابېلو مسلکونو پېژندنه، د کمپیوټر کارول، د مسلکي راتلونکي د پلان جوړولو او د ټولنیزو چارو د ترسره کولو لپاره مرسته
په شربورګ ان کونتین (Cherbourg-en-Cotentin) کې د فرانسوي ژبې کورسونه، څو په اسانۍ سره مسلکي روزنیز کورس یا کار ومومئ. د مسلکي راتلونکي لپاره د پلان جوړول، له شرکتونو سره لیدنې او ستاژونه
د عملي ژوند له لارې په ژبه کې د پرمختګ لپاره د فرانسوي ژبې وړیا روزنه. د ټولنیز او مسلکي ادغام لپاره ملاتړ ترلاسه کول او په مارسی (Marseille) کې د 13مې سیمې د خوراکي توکو بانک کې رضاکارانه کار کول
د موټر چلولو د جواز د ترلاسه کولو لپاره د ترافیکي قوانینو اړوند لغتونه او ځانګړي اصطلاحات. په سن نازېر (Saint-Nazaire) ښار کې د موټر چلولو د ښوونکو او د فرانسوي ژبې ښوونکي سره د فرانسوي ژبې کورسونه
د Frello پلاتفورم له لارې په انټرنېټ کې د فرانسوي ژبې زده کړه. د سمارټ فون او ټابلیټ د کارولو لپاره مشورې او لارښوونې، څو وکولای شئ ډیجیټلي وسایل په خپلواکه توګه وکاروئ
د Haut-Rhin د CIDFF ژبنی پلاتفورم د هغو کسانو د فرانسوي ژبې کچه ارزوي چې په ژبه کې ستونزې لري، مناسبو کورسونو ته یې لارښوونه کوي او د مسلکي ادغام له کارکوونکو سره معلومات شریکوي او ملاتړ یې کوي
د امیندوارۍ پرمهال د فرانسوي ژبې زده کولو او د روغتیا پاملرنې متخصصینو سره په ملاقاتونو کې خپلواک کیدو لپاره ورکشاپونه
د فرانسوي ژبې ورکشاپونه ترڅو زده کړي چې څنګه په کار کې ځان خوندي کړي، د بیړني حالت په صورت کې چا ته خبر ورکړي، او څنګه له ډاکټرانو سره اړیکه ونیسي
د فرانسوي ژبې مسلکي کورسونه، نظري او عملي روزنه ترڅو د طبي-ټولنیزو خدماتو کارمند شئ او په روغتون یا طبي او ټولنیزو خدماتو کې کار وکړئ، لکه افپاد Ehpad، خپلواک استوګنځایونه