د ویډیوګانو له لارې فرانسوي ژبه زده کول
Do You Speak Grand Est د ګرانډ ایسټ Grand Est سیمې د اوسیدونکو لپاره یو وړیا پلیټ فارم دی چې دوی ته اجازه ورکوي چې د ورځني او مسلکي حالتونو په اړه د ویډیوګانو له لارې فرانسوي ژبه زده کړي
République
Française
Réfugiés.info
په فرانسه کې د کډوالو لپاره معلومات
زموږ د 1042 ځايي برنامو او طرزالعملونو فایلونو له منځه لټون وکړئ.
Do You Speak Grand Est د ګرانډ ایسټ Grand Est سیمې د اوسیدونکو لپاره یو وړیا پلیټ فارم دی چې دوی ته اجازه ورکوي چې د ورځني او مسلکي حالتونو په اړه د ویډیوګانو له لارې فرانسوي ژبه زده کړي
دا د 16کلونو او پورته عمر لرونکو ځوانانو لپاره د رضاکارانه فرصتونو موندلو لپار ویبپاڼه ده، چې د طبیعت، پیوستون، سپورت او کلتور په څیر موضوعاتو تمرکز کوي، ترڅو نورو سره مرسته وکړي او ګټور احساس وکړي
په اونۍ کې 2 ورځې د فرانسوي ژبې کورسونه، او همدارنګه د لاندې برخو لپاره ملاتړ: د کار موندل او مسلکي ادغام، د فرانسوي کلتور پېژندنه، د خپلو حقونو په اړه معلومات ترلاسه کول، د اداري چارو ترسره کول
د 12 تبعید شوو کسانو لپاره د کار موندلو او خپلواکۍ ته د رسېدو پروګرام: ټولنیز ملاتړ او لارښوونه، د فرانسوي ژبې کورسونه، مسلکي روزنه، د کار موندلو لپاره مرسته او مشورې
یو پیاوړی او بشپړ پروګرام چې پکې شامل دي: د کار لپاره د فرانسوي ژبې کورسونه، د ډیجیټلي مهارتونو ورکشاپونه،شخصي مشورې، انفرادي ملاتړ او دوامداره تعقیب، ترڅو تاسو وکولای شئ یوه روزنه یا کار پیدا کړئ
د ملاتړ یو شخصي پروګرام چې ستاسو سره د روزنې، ورکشاپونو، او ستاسو د مهارتونو سره سم د دندې موندلو کې د مرستې له لارې ستاسو مسلکي ادغام کې مرسته کوي
د فرانسوي ژبې کورسونه له A1.1 څخه تر B2 کچې پورې، ترڅو په ورځني ژوند او کار کې خپلواک شئ. همدارنګه د DELF (د فرانسوي ژبې ډیپلوم) ازموینې لپاره چمتووالی
په اپلېکېشن کې د ثبت کیدو او تمرینونو ترسره کولو لپاره مشورې او د کمپیوټر کارولو په برخه کې ملاتړ
د والدینو او د هغوی د ماشومانو لپاره د فرانسوي ژبې کورسونه ترڅو په ورځني ژوند کې په ښه توګه خبرې وکړئ او ښه اړیکه ونیسئ
د فرانسوي ژبې کورسونه، د کار او ورځني ژوند اړوند لغتونه، د فرانسوي ټولنې او شرکتونو د کار کولو د طریقې پېژندنه، او د کار موندلو او په ټولنه او مسلکي ژوند کې د اسانه ادغام لپاره مشورې
د مسلکي پلان جوړولو، سي وي CV جوړولو، او د دندې لټون او موندلو لپاره انفرادي ملاتړ او ډله ایز ورکشاپونه
د اشخاصو پاملرنې په برخه کې وړیا، تادیه شوې روزنه او د کار موندلو کې مرسته. د زړو او عمر خوړلو کسانو لپاره د پاملرنې چمتو کوونکی، په کور کې دمرستې کارکوونکی، یا د ژوند ملاتړ مرستیال کیدل
فرانسوي ژبې کورسونه: الفبا، لوستل، لیکل او خبرې اترې، د DELF ازموینې لپاره چمتووالی، کلتوري فعالیتونه
په فرانسه کې د زده کړې پیل یا بیا پیل کولو لپاره د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیرل ترسره کول
د اسنادو او اداري چارو د ترسره کولو لپاره مرسته او مشورې، خپلو حقونو ته د لاسرسي لپاره حقوقي معلومات او لارښوونې، ستاسو د وضعیت مطابق د مناسبې زدهکړې یا روزنې د موندلو لپاره مشورې...
په Strasbourg کې د فرانسوي ژبې او ډیجیټلي مهارتونو 150ساعته روزنه، ترڅو په ورځني ژوند کې خپلواک او مستقل شئ
په لیل Lille کې د 150 ساعته روزنیز پروګرام د فرانسوي ژبې او ډیجیټلي مهارتونو (کمپیوټر او سمارټ فون) لپاره، ترڅو په ورځني ژوند کې خپلواک شئ
د ښځو لپاره د تفریح، فرانسوي تمرین، د خپل کلتور شریکولو او باور بیرته ترلاسه کولو لپاره غونډې، فعالیتونه او تفریحي سفرونه
په فرانسه کې د مېشتېدو او خپلو حقونو ته د لاسرسي لپاره شخصي مرسته او مشورې: د اسنادو او دوسیو په برابرولو او ډکولو کې مرسته (د استوګنې اجازه، کاف، کور، روغتیا، مالیات او نور)
د فرانسوي ژبې کورسونه ترڅو په شفاهي او لیکلي ډول پرمختګ وکړئ، په اداري چارو کې د مرستې ملاتړ، او د فعالیتونو ترسره کولو او له نوو کسانو سره د لیدنې امکان
په اونۍ کې د نیمې ورځې ډله ییزه غونډه او د باثباته کار موندلو او ساتلو په اړه انفرادي مشورې، د شرکتونو سره مستقیمې ناستې، سي وي CV جوړول
د پوهنتون ډیپلوم (DU) ترسره کول، ترڅو په فرانسوي ژبه کې پرمختګ وکړئ او په فرانسه کې زدهکړې پیل یا بیا پیل کړئ
په موبایل ټیلیفون کې یو اپلېکېشن چې پکې د اسنادو، روغتیا، استوګنې، د فرانسوي ژبې کورسونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه پتې او معلومات موجود دي
د هغو کسانو لپاره چې ښوونځي ته تللي وي یا هېڅ ښوونیزه تجربه ونه لري، د پاریس Paris (۱۳مه ناحیه) کې د اکتوبر څخه تر جون پورې، په اونۍ کې درې ماښامونه، د رضاکارانو له خوا د فرانسوي ژبې کورسونه