د کار کولو دمخه او د کار په جریان کې د یو ښوونکي لخوا ملاتړ او مرسته کیدل
سره د le programme "Coup 2 Mains" سره

د کار کولو دمخه او د کار په جریان کې د یو ښوونکي لخوا ملاتړ او مرسته کیدل

سره 
د le programme "Coup 2 Mains" سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)28 avr. 2022

دا څه شی دی؟

دا د اګمارني یا استخدام په برخه کې د یوه مسلکي کوچ یا ټرینر لخوا انفرادي او عمومي ملاتړ دی.

دا "لارښوونکی یا ټرینر" د نوماندانو سره د کار په لور پرمختګ کې مرسته کوي، او د نوي دندې له پیل وروسته له دوی سره خپلې مرستې ته دوام ورکوي. "ټریننګ" کولی شي له 6 اونیو څخه تر 6 میاشتو پورې دوام وکړي او د یوې روښانه پروژې لکه (استخدام، کار او زده کړه (الترنانس) روزنه، انټرنشپ یا ستاج) پورې اړه لري.

دا د ټولو هغو کسانو لپاره خلاص دی چې د دندې په لټه کې دي، که هغوی کوم ډیپلوم یا تعلیمي کچه ولري یا نه او د هر عمر کسان کولای شي چې پدې پروګرام کې برخه واخلي.

یادونه: پدې برنامه کې د شاملیدو لپاره ، خورا مهم معیارونه په فعاله توګه د کار په لټه کې او هڅول دي.

لازمې مرحلي :

• اړیکه ټینګول: ستاسو اړتیاوې، ستاسو پروژې څه دي؟

• د داوطلب او نوماند ترمنځ همکاري رامنځته کول (د مسلکي پروژې، شخصي رابطې او جغرافيائی موقعیت پورې اړه لري)

• د ټریننګ پیلول او د لومړۍ غونډې تنظیمول)

• د اړوندو اسنادو شریکول

• د دوه همکارو غړو چې یوځای کار کوي په منظم ډول تعقیبول

• د ستونزو په وخت کې هغوی سره خبرې اترې کول او منځګړیتوب

• د کاندید، مسلکي او د لا کراوات سولیدیر ټیم ترمنځ د ملاقات تنظیمول او د ملاتړ پایلي شریکول.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
موده

له 6 اونیو څخه تر 6 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
موده

له 6 اونیو څخه تر 6 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ولې دا په زړه پورې ده؟

شخصي مشورې

ستاسو د اړتیاو او مسلکي پروژې سره سم به تاسو د انفرادي او شخصي ملاتړ څخه ګټه پورته کوئ.

ښوونکی یا ټرینر ستاسو پوښتنو ته د ځواب ویلو او مشورې ورکولو لپاره شتون لري.

د مسلکي نړۍ کوډونه زده کړئ

د مسلکي روزونکي په برکت تاسو کولی شئ په فرانسه کې د شرکتونو د قوانینو او تنظیمي چارو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

دا به تاسو سره مرسته وکړي چې په خپلو راتلونکو دندو لپاره ځان چمتو کړی او آرامۍ احساس وکړئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه له کراوات سولیدیر (La Cravate Solidaire) سره اړیکه ونیسئ

  • د تلیفون له لارې: 0652742905

یا

  • د بریښنالیک له لارې: mentorat@lacravatesolidaire.or

موږ به ستاسو د غوره ملاتړ په موخه ستاسو د اړتیاو په اړه خبرې اترې او معلومات ترلاسه کړو او ددې لپاره به تاسو ته کافي وخت درکړو د ملاقات له لارې.

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
0 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

La Cravate Solidaire - Paris