Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره د La Fabrique NOMADE سره

La Fabrique NOMADE
د.........لخوا وړاندیز شويLa Fabrique NOMADE

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهلږ تر لږه 9 میاشت

دا چېرته دی ؟

خپله هنرې پیشه او شغل بیا پیل کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un an

دا څه دي ؟

لا فبریک نوماد (La Fabrique NOMADE) یوه ټولنه ده چې د مهاجرینو او کډوال هنرمندانو سره د دوی په مسلکي ادغام کې مرسته کوي.

موږ د هغو هنرمندانو لپاره تصدیق شوي روزنه وړاندې کوو چې په صنعتي هنرونو کې مهارتونه لري، لکه (خیاطي یا ګنډل، ګاڼي جوړول، ګولدوزي، مجسمې، سیرامیک، څرمن توکي، او نور).

زموږ په روزنه کې لاندې موارد شامل دي:

  • په ورکشاپ کې عملي روزنه: بنسټیز او تخنیکي ژوره زده کړې، د موادو، وسایلو او ماشینونو پوهه، د تولید او صنعت اړوند شرایطو کې روزنه،
  • د فرانسوي ژبې کورسونه : فرانسوي د ورځني ژوند او د مسلک لپاره ځانګړي کورسونه،
  • ټولنیز ملاتړ : د ټولنیزو خنډونو د لرې کولو لپاره د ټولنیز کارمند لخوا مرسرته او تعقیب، لکه (حقونه، کور، روغتیا، او نور) ته لاس رسی،
  • د مسلکي ادغام لپاره ملاتړ: د مسلکي پروژې جوړول، د مسلکي سکټور پیژندنه (د شرکت څخه لیدنې، په سکټور کې د مسلکیانو سره ناستې، او نور)، ټولنیز - مسلکي کوډونه، ډله ایز او انفرادي ملاتړ، او نور.
  • په شرکت کې ستاج یا انټرنشپ

یادونه: د راجستر او نوم لیکني لپاره، تاسو باید دمخه خپل اصلي هیواد کې د لاسي صنایعو مهارتونه ولرئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د 9 میاشتو روزنې په پای کې به هنرمندان یو سرتفکیټ یا رسمي سند ترلاسه کړي، که چیرې هغوی په روزنه کې د شته فعالیتونو څخه 80٪ مهارتونه په بریا سره ترسره کړي.

د روزنې په جریان کې به هنرمندان یا ګډونکونکي د فرانسوي ژبې کورسونو څخه ګټه پورته کوي، ټولنیز-مسلکي ملاتړ، د تولید او خلاقیت یوه دوره، او په یوه شرکت کې د ستاج ترسره کولو په اړه ملاتړ او مرسته ورسره کیږي، ترڅو دندې لاس رسی پیدا کړي.

مسلکي لیدنې ستاسو د مسلکي چاپیریال په اړه د پوهیدو او په فرانسه کې خپلې شبکې ته د ودې ورکولو په موخه تنظیم کیږي.

موږ د 24 میاشتو لپاره اضافي ملاتړ وړاندیز کوو ترڅو دوامداره او کیفیت لرونکي دندې ته ستاسو لاسرسی تضمین کړو.

څنګه یې وکړو ؟

د 2023 کال لپاره، روزنه د جون په میاشت کې پیل کیږي.

د راجستر یا نوم لیکنې لپاره، تاسو باید:

  • په هنرونو او لاسي صنایعو کې مسلکي تجربه لرل ( خیاطی یا د کالو ګڼدل، ګولدوزي، مجسمه سازي، قالین بافي)
  • په فرانسه کې د کار او استوګنې جواز ولرئ
  • په ایل دی فرانس سیمه Ile-de-France کې ژوند کول
  • د کار موندني مرکز Pôle Emploi سره راجستر او ثبت شوې یاست (د روزنې له پیل دمخه)
  • د فرانسوي کچې ته اړتیا نشته

یادونه: موږ د دندې لپاره روزنه نه ورکوو مګر موږ ستاسو مهارتونو ته ارزښت ورکوو او د فرانسوي شرکتونو توقعاتو سره یې برابرو.

موږ سره اړیکه ونیسئ او نوم لیکنه وکړئ:

  • بریښنالیک: insertion@lafabriquenomade.com
  • تلیفون: 0145857918
د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

hugo stéphanhugo stéphanاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
youyouد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
sitora abdullaevasitora abdullaevaد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
hichamhichamد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
rsrsایډیټر او کره کتونکی
nina lfnnina lfnد صفحي پورته برخه