Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره د De là-bas à ici سره

Agir Innover Mobiliser Essaimer
د.........لخوا وړاندیز شويAgir Innover Mobiliser Essaimer

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 6 میاشت

د اشپزۍ بخش کې روزنه او فرانسوي زده کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 ans

دا څه دي ؟

په پخلي پخولو یا اشپزۍ او همدارنګه په اړونده بخشونو کې روزنه پیل کړئ لکه (بیکري، نانواي، قصابې...)! دا روزنه د یوه کسب زده کړې، د فرانسوي ژبې ښه والي او په شرکت کې مسلکي اداغام او کار کول ته زمینه برابروي. دا ستاسو تخنیکي مهارتونو، او ژبې پوهې ته وده ورکوي او په ځان باور رامینځته کوي!

روزنه 6 میاشتې دوام کوي او په اردیش (Ardèche (07)) کې په Rosières کې ترسره کیږي. دا پروګرام د (Auvergne-Rhône-Alpes ) سیمې ټولو کډوالو لپاره خلاص دی.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

دا د روزنې 24 اونۍ روزنیز پروګرام دي:

  • د روزنې مرکزونو او شرکتونو کې د پخلي پخولو یا اشپزۍ او خواړو اړونده بخشونو په اړه معلومات موندل ،
  • د خپل ورځني فرانسوي او مسلکي فرانسوي ژبې کچه لوړه ول ،
  • کلتوري / سپورتي / سوداګرۍ / سوداګریز نندارې او کتني ترسره کول...

د خواړو پخولو یا اشپزی او د ریستورانت اړوند بخشونو کې خپله کارې تجربه او مسلکي مسیر رامینځته کړئ:

- د رستورانتونو او ټولنو لپاره د مسلکي اشپزۍ تاسیساتو کې عملي روزنه ،

- درې(3) دورې د ستاج (6 اونۍ) ،

- د دندې په لټون کې تخنیکونه زده کول.

  • د فرانسوي ژبې پیاوړتیا:

- ورځنۍ فرانسوي ،

- مسلکي فرانسوي چې (د پخلي یا اشپزۍ او خواړو په بخشونو کې کار ترې اخیستل کیږي).

  • د خپلې کچې او خپلې مسلکي پروژې مطابق تعلیمي سندونه ترلاسه کړئ:

- د DELF ډیپلوم ترسره کول - د هر چا تر کچې پورې اړه لري ،

- د HACCP تصدیق ،

- د ASR چمتو کول (د لارو خوندیتوب سند).

د روزنېز پروګرام پرمهال:

  • ټولنیز او اداري ملاتړ ،
  • د مسلکي پروژې تعقیب ،

نوټ: دزده کړو په موده کې هستوګنه یا د اوسیدو ځای د ټولني یا اسوسیشن لخوا چمتو کیږي.

د روزنې په پای کې:

  • د دنده په جریان کې او د دندې په لټون او پیل کې ملاتړ او مرسته، یا،
  • د وړتیا او مسلکي روزنې په لور ملاتړ.

څنګه یې وکړو ؟

د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ: جولیت پالیک (Juliette Pallec) - د شمولیت او ادغام ماموریت مسؤوله - د شرکت اړیکه: (jpallec@aime-emploi-formation.org) یا د تلیفون له لارې په دې شمیره 0631953704 تماس ونیسئ.

د راجسټر یا نوم لیکنې لپاره ستاسو د کارموندنې مرکز مشاور یا ستاسو د سیمیز ماموریت استازی باید د لاندې شمیرې په کارولو سره په روزنه کې ستاسو د شمولیت په موخه تماس او وړاندیز وکړي: 03_2002689F (CARIF-OREF شمیره)

غونډې ټول کال ترسره کیږي، نور معلومات زموږ په لاندې ویب پاڼه کې موندلای شئ :

https://aime-emploi-formation.org/de-la-bas-a-ici/

د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
youyouد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
fabro63fabro63د صفحي پورته برخه
mhd aweiss al doboushmhd aweiss al doboushد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
mariamariaد صفحي پورته برخه
aime-emploi formationaime-emploi formationایډیټر او کره کتونکی