په ټولنیز استوګنځي کې د اوسیدني زمینه او ملاتړ کیدل
سره د ALOTRA سره
دا څه شی دی؟
الوټرا (ALOTRA) د مهاجرو د خودمختارۍ او دندې په لور د انفرادي ملاتړ مرستي وړاندیز کوي، چې (د "ACTIVAER" په نوم هم یادیږي) او د دې ټولنې ټولنیزو استوګنځیو کې د اوسیدو امکانات هم برابروي.
د شریکانو او همکارو اړخونو لکه (د SIAO له لارې) لارښوونې تعقیب کولو وروسته، د قانوني اسنادو لرونکو کډوالو نوماندانو استقبال کوو او قبولو يي، او هغوی زموږ ټولنیزو استوګنځیو ته راجع کیږي او د یو کال لپاره د انفرادي ټولنیز ملاتړ څخه ګټه پورته کوي.
پدې خدماتو کې د ورځني ژوند په دندو کې د اړتیا په صورت کې د هغوی ملاتړ کول شامل دي، لکه (د کور ساتنه، اداري پروسیژرونه او اجراآت، طبي خدماتو ته راجع کول، د دندې لټون، اوداسي نور). ځینې کړنې په ګډه ترسره کیدی شي (د مثال په توګه: د مالیې اعلان، د ښه ژوند او هوسایني ورکشاپ ، او داسي نور).
دا د چا لپاره دی؟
د HLM ، DALO او CCP سره دوسیه لرل
12 میاشتې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
13 - Bouches-du-Rhône
د HLM ، DALO او CCP سره دوسیه لرل
12 میاشتې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
13 - Bouches-du-Rhône
ولې دا په زړه پورې ده؟
انفرادي ملاتړ
دا پروګرام او مرسته تاسو ته اجازه درکوي په خپلو پروسیژرونو کې د ملاتړ ترلاسه کړئ، لکه (د هستوګنې موندل، د دندې لټون کې، اوداسي نور) او په فرانسه کې په خپلواک ډول د خپل ژوند رزمره چاري ترسره کوولوکې ښه اساس ولرئ.
هره ورځ غونډي ترسره کیږي
په غونډو او ناستو کې برخه اخیستل د ملاقت وخت لرو او پرته د ملاقت وخت لرو ترسره کیدای شي. د دوشنبي څخه تر جمعې پوري د سهار له 9 بجو څخه د ماسپښین تر 4 بجو او پنجشنبه د ماښام تر 7 بجو پورې، د اوسیدونکو کسانو تراړتیاو پورې اړه لري.
د تلیفون ، بریښنالیک او یا هم ټولنیزو شبکو له لارې اړیکې د ورځني ارتباطاتو د اسانولو لپاره رامینځته شوي.
نوټ: په میاشت کې یوځل د کورڅخه لیدنه د ملاتړ کوونکي مسوؤل کس په شتون کې تنظیمیږي.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د ټولنیز کارمند سره یوځای خپله غوښتنه او دوسیه تکمیل کړئ
تاسو باید د یو ټولنیز کارمند سره لیدنه وکړئ څوک چې کولی شي د کډوال سره یو ځای د SIAO غوښتنه یا دوسیه د ACTIVAER د برنامي لپاره چمتو کړي.
دا غوښتنه به د SIAO کمیټې (میاشتنۍ) ناستي ته ځي او دوسیه به د ACTIVAER مسوؤل کس لخوا تایید شي، څوک چې د اړوند ټولنیز استوګنځي مدیر سره یو ځای نوماند کس د داخلې دمخه مرکې لپاره رابولي او مرکه ورسره ترسره کوي.
یوځل چې غوښتنلیک تایید شي، نوماند کس به وکولی شي د استوګنې ځای کې شامل شي او خپل د ACTIVAER ملاتړ پیل کړي.