د سوداګرۍ نقل او حرکت په هدف مرسته ترلاسه کړئ
سره د la Plateforme de services Mobilité سره
دا څه شی دی؟
د مارچز ډی بورګوګن (د مونټ بارډ ولسوالۍ) ځایی ماموریت د خوځښت خدماتو پلیټ فارم ستاسو په نقل او حرکت کې په مرسته کولو سره ستاسو مسلکي پروژې اسانه کوي.
ځایی ماموریت بشري او مادي سرچینې چمتو کوي ترڅو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې په نقل او حرکت کې له ستونزو سره مخ وي. دا خدمات د ځینې شرایطو لاندې د لاسرسي وړ دي.
دا د چا لپاره دی؟
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
21 - Côte-d'Or
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
21 - Côte-d'Or
ولې دا په زړه پورې ده؟
په کم او ټیټ نرخ کې د نقلیه وسایطو لکه (موټر، سکوټر، بایسکل...) کرایه کول
موټر:
10 یورو کلنی غړیتوب
کرایه په اونۍ کې 30 یورو
د 500 یورو زیرمه یا ضمانت
سکوټر:
10 یورو کلنی غړیتوب
کرایه په اونۍ کې 10 یورو
د هیلمټ لپاره 75 یورو جمع کول
د 300 یورو زیرمه یا ضمانت
بايسکل:
10 یورو کلنی غړیتوب
5 یورو کرایه په اونۍ کې
د 50 یورو زیرمه یا ضمانت
د ترافیکي قوانینو کوډ او موټر چلولو جواز یا لایسنس ترلاسه کولو لپاره ملاتړ
- د ډیجیټل موټر چلولو سمیلیټر یا تخمین کوونکی
- د ترافیکي قوانینو کوډ د زده کړي لپاره ملاتړ
د موټر چلولو جواز یا لایسنس ترلاسه کولو لپاره مالي مرسته او کوچني قرضونه
- د کوچني کریډیټ یا قرض په اړه مرسته او معلومات
- د پروسې په اړه مشوره
- د مالي مرستې غوښتني لپاره د دوسي په تنظیم او ترتیب کې مرسته
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د خوځښت خدماتو پلیټ فارم ته لاړشئ Rendez-vous à la Plateforme de services Mobilité
د Mobilité ادارې له یوه مشاور سره په 0670567262 شمیرې یا د بریښنالیک له لارې د ملاقات وخت واخلئ:
mobilitemarchesdebourgogne@milobfc.fr