Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره PLIE-O

Centre Ressources IRIS 38 – Isère Relais IllettrismeS
د.........لخوا وړاندیز شويCentre Ressources IRIS 38 – Isère Relais IllettrismeS

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

د فرانسوې ژبې زده کړې یو پروګرام ومومئ چې ستاسو لپاره مناسب وي

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 6 mois

دا څه دي ؟

پلیو PLIE-O د ژبني معلوماتو، ارزونې او لارښود پلیټفارم دی. د دې پلیټ فارم هدف د مسلکي کسانو سره مرسته کول دي ترڅو هغوی وکولای شي د ټولنیز او مسلکي ادغام په پروسه کې شامل کسان د هغوی د ژبې له کچې او مهارتونو سره سم یو روزنیز پروګرام ته سوق او لارښوونه ورته وکړي.

  • دا برنامه د مهاجرینو، د اجتماعی محافظت یا کډوالۍ اسناد لرونکو، بې ځایه اشخاصو او پناه غوښتونکو لپاره چې فرانسه کې یې له 6 میاشتو څخه زیات وخت شوی وي او د ژبې زده کړې پروګرام ته اړتیا لري .
  • ستاسو د فرانسوي کچې ارزونه د یو ساعت مرکه په جریان کې ترسره کیږي. د دې ارزونې په تعقیب، د پلیو PLIEO مشاورین به تاسو ته ستاسو د کچې سره سم د ژبې روزنې کورس ته لارښوونه وکړي.
  • د مرکې لنډیز به تاسو ته درکړل شي او یوه تفصيلي نسخه به ستاسو د ثبت او راجستر مسلکی مسؤول شخص ته واستول شي.

دا برنامه د ګرنوبل الپس میتروپول (la Grenoble Alpes Métropole) لخوا رامنیځه ته شوي او پرمخ وړونکي برنامې RISING برخه ده.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو کولای شئ په فرانسوې ژبه کې د خپلې کچې ارزونه وکړئ ترڅو معلومه کړئ چې په کومه کچه د ژبې زده کړې یوې دورې ته اړتیا لرئ.

د مرکې خلاصه کولی شي د روزنیزپرګرام په لټون کې له تاسو سره مرسته وکړي.

ستاسو د فرانسوي کچې ارزونې سره به تاسو هغه کورس ته لارښوونه ترلاسه کړئ چې ستاسو له اړتیاو سره سمون ولري.

څنګه یې وکړو ؟

1. د ثبت او راجستر مسلکي شخص د بریښنالیک له لارې د کاندید یا ګټه اخیستونکي کس لپاره یوه ډکه شوې فرمه لیږي.

2- د PLIE-O پروژې مدیر بیرته د بریښنالیک له لارې لینک لیږي چې مسلکي مسؤول شخص ته اجازه ورکوي چې د مربوطه کاندید لپاره د ګوګل ڈائري له لارې په آنلاین بڼه په یو مشخص مرکز کې د ملاقات وخت واخلي. د مرکز انتخاب د شخص د اوسیدو د ځای مطابق ټاکل کیږي.

.3 د ناستې یا ملاقات په وخت کې، مربوطه کاندید د نږدې 1 ساعت لپاره د PLEE-O پروژې مدیر سره مشورتې مرکه ترسره کوي.

.4 د مرکې لنډیز مسلکي مسؤول شخص ته لیږل کیږي چې هغه به مربوطه کاندید ته بیا ورکړي.

5. مسؤول شخص او ګټه اخیستونکی په ګډه سره یو روزنیز پروګرام ټاکي او کولی شي د مرکې لنډیز روزنیز سازمان ته واستوي، ترڅو د دوی په غوښتنه کې ملاتړ او مرسته وکړي.

د نوم لیکنې او راجستر فورمې موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ. دا باید ستاسو د نوم لیکنې او راجستر کوونکي مسؤول لخوا دې پتې ته واستول شي: cri38.orientation@ireps-ara.org

  • ازابیل کرافت Isabelle KRAFT => بریښنالیک: isabelle.kraft@ireps-ara.org؛ تلیفون: 04 76 40 16 00

د عمومي استقبال مرکزونو پتي:

Espace Emploi Grenoble Echirolles :

47, Avenue Marie Reynoard – 38100 Grenoble

M.I.P.E. de la Rive Gauche du Drac :

(Maison des Initiatives de la Solidarité et de l’Emploi)

28, rue de la Liberté – 38600 Fontaine

Maison de l'Emploi Nord-Est Saint-Martin d'Hères

(Maison des Initiatives de la Solidarité et de l’Emploi) :

Bâtiment l'Intemporel - 20, rue Galilée - 38400 Saint-Martin d'Hères

د پاڼې سر

18 مرسته کونکي فعالیت کوي

claudia mclaudia mاډمین
andressa bittencourtandressa bittencourtاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
nounouد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
nastasianastasiaد صفحي پورته برخه
anjlanjlد صفحي پورته برخه
fabro63fabro63د صفحي پورته برخه
mohamad.mijbel@gmail.commohamad.mijbel@gmail.comد صفحي پورته برخه
hichamhichamد صفحي پورته برخه
anaanaد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
oleoleد صفحي پورته برخه
plieo adminplieo adminایډیټر او کره کتونکی
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه