Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره DIVIAMOBILITES

DIVIA
د.........لخوا وړاندیز شويDIVIA

په نښه شوي خلک

خلکبې وطنه کسان, پناه غوښتونکي, فرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان

دا چېرته دی ؟

د ډیجون په ښار کې د ترانسپورت کارول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 6 mois

دا څه دي ؟

د ډیجون میټروپولیټین سیمې بس او ټرام شبکه په بشپړ ډول د تماس اتوماتیک سیسټم سره مجهز ده. د سفر کولو کارت د یو ماشین له لارې چارج کیږي (بې تماسه کارت یا ټکټ) او هرکله چې تاسې په بس یا ټرم کې غواړئ سفر وکړئ نو تاسې باید تایید کونکي وسیلې مخې ته تیر کړئ، همدارنګه کله چې تاسو له یو بس یا ټرم څخه بل ته نقل کیږئ باید دوباره یې تایید کړئ. کله چې تاسو د اعتبار وړ کارت وړاندې یا د یاد ماشین مخ ته تیر کړئ نو یو شین چراغ یا رڼا کوي او دا په دې معنی د ه چې ستاسې کارت د اعتبار وړ دی او کولای شئ چې سفر وکړئ!

دیویاموبلیتي (DiviaMobilities) ټولو مسافرینو ته که هغه په منظمه توګه یا کله ناکله سفر کوي، ځوانان یا غیر ځوانان وي، تولو ته د دوی مالي سرچینو یا وضعیت سره سم د عضویت او مناسبو نرخونو وړاندیز کوي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د بشپړونکي نړیوال روغتیا پوښښ (CMU-C) څخه ګټه اخیستونکو، د وړیا تکمیلي روغتیا بیمه (CSS) یا دولتي طبي مرستې (AME) څخه ګټه اخیستونکو لپاره.

د میاشتې له لومړۍ ورځي څخه تر وروستۍ ورځې پورې اعتبار لري چې پدې کې د Divia ټرانسپورټ بس او ټرام ټولې شبکې له لارې سفر کول شامل دي.

اړین اسناد:

  • د لومړني روغتیا بیمې صندق (CPAM) ثبوت لرل
  • د CSS ګټه اخیستونکو لپاره: د کوټ دی اور (Côte d'Or) روغتیا بیمې ادارې څخه یو لیک لرل چې یادونه پکې شوې وي چې CSS بیمې سند وړیا ورکړل شوی دی.

بیه : 21 یورو هره میاشت

مهمه یاونه: ستاسې د کار خاوند ستاسې د ګډون 50 فیصد مصارفو د پوښښ مسؤولیت پر غاړه لري.

د کار غوښتونکو لپاره چې د بشپړونکي نړیوال روغتیا پوښښ (CMU-C) یا وړیا تکمیلي روغتیا بیمې (CSS) څخه ګټه پورته کوي.

د میاشتې له لومړۍ ورځې څخه تر وروستۍ ورځې پورې اعتبار لري، چې پدې کې د Divia ټرانسپورټ بس او ټرام ټولې شبکې له لارې سفر کول شامل دي.

اړین اسناد چې تاسې یې باید چتو کړئ :

  • د پناه غوښتونکو لپاره: د پناه غوښتني سند یا ریسپسي
  • د کار غوښتونکو لپاره: د 10 ورځو څخه کم د نوم لیکنې یا راجستریشن دورې سند چې د کار مندني مرکز Pôle Emploi لخوا صادر شوی وي
  • د سیمو سي CMU-C بیمې څخه ګټه اخیستونکو لپاره: ستاسې د اوسني حقونو د معلوماتو سره د CMU-C سند چې د CPAM لخوا صادر شوی وي
  • د سي ایس ایس CSS څخه ګټه اخیستونکو لپاره: د کوټ دی اور (Côte d'Or) روغتیا بیمې ادارې څخه یو لیک لرل چې یادونه پکې شوې وي چې د CSS سند وړیا ورکړل شوی دی.

بیه : 6 یورو هره میاشت

د 18 څخه تر 25 کلنو ځوانانو لپاره (په ډیجون کې زده کونکي، یا ځوان کارګران)، د CMU-C یا AME ګټه اخیستونکي، یا د 0 bis څخه تر 7 درجو پورې د سکالرشپ لرونکي زده کونکي، تر هغې ورځې پورې اعتبار لري چې دوی 26 کلن شي.

د میاشتې له لومړۍ څخه تر وروستۍ ورځې پورې اعتبار لري چې په ټول Divia ټرانسپورټ بس او ټرام شبکه کې سفر کول شامل دي.

د چمتو کولو برخې :

  • د هویت کارت (یا پاسپورټ)
  • د 0 bis څخه تر 7 درجو لپاره د سکالرشپ سند لرل یا د CMU-C سند چې د CPAM لخوا صادر شوی وي.

بیه : 15€ یورو هره میاشت

د 5 څخه تر 17 کلنو ځوانانو لپاره ، د ډیجون میټروپول اوسیدونکي دي چې د کورنۍ برخه (quotient familial) یې له € 900 څخه کمه ده. په استثنا یې توګه، د لیسې زده کونکو لپاره چې عمر یې 18 او تر هغه ډیر وي او په دوهم، لومړي یا وروستي ټولګي کې د ډیجون (Dijon) ښار په یوه اداره کې زده کړې کوي او د هغوی قانوني سرپرست د ډیجون ( Dijon) ښار اوسیدونکی وي.

د اړینو اسنادو چمتوکول :

  • د هویت کارت (پاسپورټ یا د کورنۍ کتابچه یا د استوګنې اجازه)
  • د ښوونځي سند یا په تعلمي کال کې د نوم لیکني ثبوت
  • د قانوني استازي د پتې ثبوت چې له 3 میاشتو څخه کم مودې کې صارد شوی وي
  • د CAF د تادیې سند (د کورنۍ برخه (quotient familial) له € 900 څخه کم وي) د روانې میاشتې یا تیرې میاشتې لپاره یا د تیرې مالیې د ورکړي سند او د CAF څخه د مرستي اخیستني میاشتنۍ بیان

نرخونه : 3 یورو هره میاشت یا په کال کې 31.50 یورو

د بشپړونکي نړیوال روغتیا پوښښ (CMU-C) ګټه اخیستونکو لپاره ، وړیا تکمیلي روغتیا بیمه (CSS) یا دولتي طبي مرستې (AME).

د 1 ساعت مودې 11 سفرونو ترسره کولو لپاره د اعتبار وړ دی چې پدې کې چې د Divia ټرانسپورټ اړوند بس او ټرام شبکه کې سفر کول شامل دي.

د اړینو اسنادو چمتوکول:

  • د سیمو سي CMU-C بیمې او AME دولتي طبي مرستې څخه ګټه اخیستونکو لپاره: د لومړني روغتیا بیمې صندق (CPAM) ثبوت لرل
  • د سي ایس ایس CSS څخه ګټه اخیستونکو لپاره: د کوټ دی اور (Côte d'Or) روغتیا بیمې ادارې څخه یو لیک لرل چې یادونه پکې شوې وي چې د CSS سند وړیا ورکړل شوی دی.

بیه : €7 یورو د 11 سفرونو لپاره

څنګه یې وکړو ؟

د خپل ټرانسپورټ کارت جوړولو او د موسم ټکټ غوره کولو لپاره، د Divia Mobilités ادارې، 16 Place Darcy، 21000 DIJON ته لاړ شئ.

مهمه یادونه: دوشنبه تر شنبې د سهار له 9:30 بجو څخه د ماښام تر 7 بجو پورې.

دا ممکنه ده چې ټول اسناد یو ټولنیز کارکونکي (ټولنیز کارکونکي، د استوګنې د مرکز مدیر، او نور) ته ورکړئ چې بیا یې ډیوا موبیلیټي (DiviMobilités) ادارې ته واستوي ترڅو د پوست له لارې کارت ترلاسه کړئ.

که تاسو مجبور یاست چې د یو ټکټ پیسې ورکړئ، نو لاندې لینکنو ته لاړ شئ:

د DiviaMobility اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ، په ډیجون ښار کې د ټولو خوځښتونو لپاره یوازینی اپلیکیشن: بس، ټرام، بایسکل او پارکینګ.

- د مختلف خدماتو او حالتونو په اړه ټول معلومات ومومئ: په خپل وخت سره د راتلونکو نقل او حرکت وسایلو وختونه معلومول، مهال ویشونه، د خپل مسیر اټکل کول ...

د ګوګل پلی سټور څخه ایپ ډاونلوډ کړئ

اپلیکیشن د اپل سټور څخه ډاونلوډ کړئ

د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

claudia mclaudia mاډمین
andressa bittencourtandressa bittencourtاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
youyouد صفحي پورته برخه
hichamhichamد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
utilisateur_72712685utilisateur_72712685ایډیټر او کره کتونکی
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
diviadiviaایډیټر او کره کتونکی
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه