مهم معلومات
د .....................سره د AVEC برنامې سره
په نښه شوي خلک
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
په خپلو اجراآتو کې مرسته ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
د AVEC برنامه (د ګمارنې او شهروندې په لور ملاتړ) په ټولو پروسیژرونو او اجراآتو کې د کډوالو وضعیت لرونکي کسانو سره ملاتړ کوي لکه د هستوګنې پیداکوولو، روغتیا، کورنۍ، کار، فرانسوي، ترانسپورت...
تاسو باید د هوټ-ساون (Haute-Saône) څانګې کې ژوند کوی.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
تاسو غواړئ چې په اداري پروسیژرونو او اجراآتو کې له تاسو سره مرسته وشي او همدارنګه د هستوګنې، روغتیا، کورنۍ، تفریح، فرانسوي ژبې، د بودیجې مدیریت، کلتورې فعالیتونو ته لاسرسی او داسې نورو مواردو کې له تاسو سره مرسته وشي.
زموږ سره دا امکان لري!
موږتاسو ته ستاسو په کور یا بل کوم مناسب ځای کې د انفرادي ناستو وړاندیز کوو ترڅووکولای شو په هغو ستونزو کې چې تاسو ورسره مخ یاست مرسته وکړو.
ایا تاسو غواړئ د روزنې یا دندې پلان رامینځته کړئ ، د کارموندنې (Pôle-Emploi) په مرکز کې ځان ثبت یا خپل ثبت نام نوي کړئ ، خپله CV او تشویقې لیک جوړ کړئ ، یو ستاج پیداکړئ ، ستاسو په فزیکي یا آنلاین غوښتنلیکونو کې ملاتړ وشي، دنده ومومئ؟
زموږ سره دا امکانات شته!
د AVEC خدمت یا برنامه ستاسو د مسلکي ادغام د ودې په موخه د سیمې له مختلفو اطرافو سره کار او همکاري کوي.
ایا ته غواړی په بس یا اورګاډۍ کې ولاړ شئ؟ یوبا یسیکل واخلئ ؟ په برښنا سکوټر پانګوونې وکړئ؟ د ترافیک کوډ پاس کړئ؟ خپل د موټر چلولو بهرني جواز تبادله کړئ؟
مونږ دا امکانات لرو!
د AVEC برنامه له 2019 راهیسې د خوځښت موضوع باندې کار کوي. موږ په ځانګړي توګه ستاسو لپاره د "تحرک لارښود" رامینځته کړی.
څنګه یې وکړو ؟
له موږ سره په دې شمیره 07.86.47.93.39 یا د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ: mc.simard@orange.fr.
موږ د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 9 بجو څخه د مازدیګر تر 5 بجو پورې شتون لرو.
که تاسو دمخه په هوټ سیون کې ژوند کوئ ، نو د دې په اړه د خپل ټولنیز همکار ، ستاسو د کارموندنې مشاور ، ستاسو ټولنیز مالکین او حتی خپلوشناخته کسانو سره خبرې وکړئ.
تاسو کولی شئ د سیمې په بیلابیلو سایټونو کې مونږ ومومئ ، لکه:
LURE, VESOUL, HERICOURT, SAINT LOUP/SEMOUSE, GRAY, FRASNES le CHATEAU, etc.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي