خپل د ادغام مسیر کې ملاتړ ترلاسه کړئ
سره د Plateforme talents migrants Mayenne سره
دا څه شی دی؟
د مهاجر د استعدادنو پلاتفورم (La Plateforme talents migrants) د سرچینو او مواردو یو مرکز دی چې کار یي د مهاجرینواو د ادغام په بخش کې د مربطو اړخونولکه د مسلکې کسانو، ټولنو او شرکتونو هرکلی کوي، او په مایین (Mayenne) سیمه کې د شته ادارو او خدماتو او حقونو ته دلاسرسي پورې اړوند ټولوپوښتنو په اړه معلومات او لارښونه کوي.
دا پلاټفورم له کډوالو سره د هغوی په اجراآتو کې مرسته کوې او دغوښتنې پر اساس د شخصي تعقیب خدمات واړندې کوي. او همدارنګه د اړتیا په وخت کې یو عمومي او د ژبي ارزونه هم ترسره کوي.
دا پلاټفورم همدارنګه د محلي فعالینو شبکه همغږي کوي او د اړونده اطرافو او سیمیزوشرکتونو سره په همغږي کې د نظارت او انعکاس ماموریتونه ترسره کوي.
دا د چا لپاره دی؟
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
53 - Mayenne
له 12 څخه تر 24 میاشتو پورې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
53 - Mayenne
له 12 څخه تر 24 میاشتو پورې
ولې دا په زړه پورې ده؟
حقونو ته د لاسرسي په اړه مشوره ترلاسه کړئ
ایا تاسو مهاجر یاست او خدماتو، حقونو ته د لاسرسي په اړه پوښتنې لرئ؟ موږ کولی شو تاسو ته معلومات درکړو او یا یوې مناسبې ادارې او اړونده شخص ته ستاسو لارښوونه وکړو.
ایا تاسو :
- د ادغام په بخش کې د (مسلکي یا رضاکار) په ډول فعالیت لرئ
- یو شرکت یاست
او تاسو په مایین سیمه کې د شته برنامو، خدماتو او حقونو ته د لاسرسی په اړه پوښتنې لرئ؟ موږ کولی شو تاسو ته معلومات درکړو او یا ستاسو لارښوونه یو مناسب شخص او اړونده ادارې ته وکړو.
د ټولنیز - مسلکي ملاتړ څخه ګټه پورته کړئ
ایا تاسو مهاجر یاست او تاسو د خپل ټولنیز او مسلکي شمولیت او ادغام په اجراآتو کې ملاتړ ته اړتیا لرئ؟ موږ کولی شو تاسو ته د شته برنامو په اړه معلومات درکړو، او همدارنګه محلي ملاتړ او منظمې ناستې برابرې کړو ترڅو تاسي وکولای شئ خپل مسیر او سابقه همغږی کړئ او خپل پرمختګ تعقیب کړئ او خپلې کړنې په ښه توګه سره ترسره کړئ.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
مونږ ته زنګ ووهئ!
د معلوماتو ترلاسه کولو، پوښتنې مطرح کولو او د ملاقات کولو لپاره لاندې شمارې ته زنګ ووهئ: 06.03.47.53.86 او یا د بریښنالیک له لارې له مونږ سره اړیکه ونیسئ: mayenne@ptm5372.fr
موږ ته بریښنالیک واستوئ
د معلوماتو ترلاسه کولو پوښتنې او ملاقات کولو لپاره په لاندې بریښنالیک له موږ سره اړیکه ونیسئ: mayenne@ptm5372.fr