Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره له Horizons Occitanie سره

Association Régionale des Missions Locales Occitanie
د.........لخوا وړاندیز شويAssociation Régionale des Missions Locales Occitanie

په نښه شوي خلک

خلکبې وطنه کسان, پناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, فرانسوي اتباع
د فرانسوي ژبې کچهA1

قیمت

وړيا

د محلي ماموریت Mission Locale لخوا ملاتړ ترلاسه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un an

دا څه دي ؟

د هورازون اوکستانې Horizons Occitanie پروژه د محلې ماموریتونو د سیمه ایزې ټولنې لخوا په ځانګړي توګه د ځوان کډوالو او پناه غوښتونکو سره د مرستې او ملاتړ لپاره رامینځته شوې.

د محلې ماموریت 26 مرکزونه چې د اوکستاني Occitanie سیمه کې شتون لرې، د 16 څخه تر 25 کلونو عمر لرونکو ټولو هغو ځوانانو سره چې په ښوونځي کې ندي، د هغوی په فعالیتونو لکه د دندې موندلو، روزنه، کور پیداکولو، مالي مرستو او روغتیايي مرستو کې ملاتړ کوي.

د اوکستاني Occitanie سیمه ایز ماموریتونه د کډوال او پناه غوښتونکو سره په ښه توګه ملاتړکولو کې تخصص لري.

که تاسو د 16 او 25 کلونو ترمنځ عمر ولرئ، محلي ماموریت مرکز کولی شي تاسو سره مرسته او ملاتړ وکړي.

نو تاسو ته نږدې د محلې ماموریت مرکز سره اړیکه نیودل مه هیروئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

ځایی او محلې ماموریت کولی شي تاسو سره د روزنې ، دندې او ستاج په موندلو کې مرسته وکړي ... تاسو به د مسلکي ادغام او شمولیت یو مشاور ولرئ څوک چې به ستاسو د مسلکې مسیر په اوږدو کې تر اخیره له تاسو سره همکار وې.

له تاسو سره د مرستي لپاره به هلته کسان وې چې له تاسو سره به د CV په لیکلو، د کارمندنې لپاره لیک، د کار په دفتر (پولی امپلوا) کې ثبت نام کولو، آنلاین اجراات او دکار غوښتنه، او داسې نورو اجراآتو کې مرسته کوي.

محلي ماموریت کولی شي تاسو سره ستاسو د اداري پروسیژرونو کې مرسته وکړي، تاسو سره د موټر چلولو(B) جواز ترلاسه کولو یا د روزنې يو پرګرام تمویل کې مرسته وکړي. همدارنګه له تاسو سره د درملنې او روغتیایې حقونو ته د لاس رسي په اړه کولی شي مرسته وکړي. دا مرکز به تاسو ته په فرانسه کې ستاسو د حقونو او ستاسو مسؤولیتنو په اړه معلومات در کوي او همدارنګه کلتوري او تفریحي فعالیتونو ته په لاسرسي کې به له تاسو سره مرسته وکړي ...

ستاسو مشاور به تاسو ته غوږ نیسي او تاسو به اړونده سازمانونو اوادارو ته معرفي کوي چې ستاسو له حالت او وضعیت سره سمون ولري. سربیره پردې، یو روان شناس په هر محلي ماموریت کې شتون لري او تاسو کولی شئ په وړیا ډول د مشورې لپاره ورشئ او ورسره وګورئ.

څنګه یې وکړو ؟

محلي ماموریت کولی شي تاسو ته معلومات د تلیفون له لارې یا د شخصې حضورلرلوسره، پرته له دې چې د ملاقات وخت ولرئ، درکړي.

د لاندې نقشې په مرسته تاسو کولی شئ خپل کور ته ترټولو نږدې مرکز ومومئ.

ښه پوهیدل: تاسو کولی شئ د محلې ماموریتونو سیمه ایزې اتحادیې ویب پاڼې ته هم لاړ شئ او لارښود یې وکاروئ: دلته کلک کړئ ویب پا ڼه

د خپلې منطقې محلي ماموریت څخه تاسو ته تر ټولو د ڼږدې مرکز په اړه معلومات ترلاسه کړئ ترڅو و کولی شئ له یو مشاور سره وګورئ.

د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
nalothmannalothmanد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
nounouد صفحي پورته برخه
aman expertaman expertد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
utilisateur_61623907utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
noornoorد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
arml occitaniearml occitanieایډیټر او کره کتونکی