Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکفرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان

قیمت

وړيا

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
بانکي حساب لرل

دا چېرته دی ؟

کاف CAF ته د خپلو سرچینو او عایدو درې میاشتنۍ خبر ورکړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 місяці тому

دا څه دي ؟

که تاسو RSA (فعال پیوستون عاید)، AAH (معلول بالغ الاؤنس یا مالي کومک) یا یا د فعالیت اضافي مرسته (prime d’activité) ترلاسه کوي، تاسو باید په هرو 3 میاشتو کې خپلې سرچینې د کورنیو تخصیصي صندوق CAF (Caisse d'Allocations Familiales) ته اعلان کړئ.

دې طرزالعمل یا کړني ته د " سرچینو درې میاشتنۍ اعلانول " ویل کیږي. یو جدول باید د هرې میاشتې لپاره چې غوښتل شوي وي، د ترلاسه شوي پیسو سره بشپړ شي (معاش، د بیکارۍ ګټې، او نور). دا کار د کاف CAF ادارې ته اجازه ورکوي چې هغه مالي تخصیص یا مالي مرستي محاسبه کړي چې په راتلونکو 3 میاشتو کې تاسو ته درکول کیږي.

یادونه: هغه پیسې چې تاسو یې ترلاسه کوئ د "ګټې" یا "مرسته" یا "تخصیص" په نوم یادیږي. هغه څوک چې د کاف CAF څخه مرستې ترلاسه کوي د "ګټه اخیستونکي" په نوم یادیږي.
مهمه یادونه: که تاسو APL (د کور په کرایه کې مرسته)، د کورنۍ تخصیص ، AEEH (د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره د زده کړې تخصیص) یا PAJE (د ځوانو ماشومانو لپاره د استوګنې ګټه) ترلاسه کوی، نو تاسې مکلفه نه یاست چې د خپلو سرچینو خبر په هرو درېو میاشتو کې کاف ته ورکړی.

> دا هم ولولئ: د Réfugiés.info پاڼه کې " ځان له کاف سره ثبت یا راجستر کړئ او له CAF څخه د مرستې غوښتنه وکړئ "

څنګه یې وکړو ؟

په هرو 3 میاشتو کې، CAF تاسو ته یو بریښنالیک یا لیک لیږي ترڅو تاسو ته خبر درکړي چې تاسو باید خپلې سرچینې اعلان کړئ. په ګرځنده اپلیکیشن کې یو پیغام هم څرګندیږي.

یادونه: ډیکلریشن یا اعلامول د اعلان شوي مودې څخه وروسته د بلې میاشتې څخه شتون لري.
بېلګه: د مارچ-اپریل-می میاشتو لپاره د اعلان لپاره، اعلامیه یا د سرچینو د معلوماتو خبر ورکول د جون څخه شتون لري.

د خبر ورکولو یا اعلامولو وروستۍ نیټه ممکن د مرستې ترلاسه کونکي پورې اړه ولري، ولې محتاط اوسئ چې له ټاکلي نیټې څخه تجاوز ونه کړئ (یعني له ټاکل شوي نیټې څخه ورسته خبر ورکول)، که نه نو ستاسې د مالي مرستې د تادیې بندیدو خطر لرئ. تاسو باید د خپلو سرچینو اعلام او معلومات په ټاکلي موده او نيټه ترسره کړئ.

تاسو د اعلان کولو لپاره 3 اختیارونه لرئ:

یادونه: د سرچینو اعلان په انټرنیټ (CAF سایټ یا اپلیکیشن) کې بشپړ کول اسانه دي او هیڅ ځنډ شتون نلري (ستاسو معلومات سمدلاسه راځي، پداسې حال کې چې د پوست له لارې دا وخت نیسي او تادیه ځنډوي).

د دریو کالمونو سره یو جدول شتون لري چې باید بشپړ شي (د هرې میاشتې لپاره یو کالم غوښتل شوی).

تاسو باید ولیکئ، ستاسو د وضعیت پورې اړه لري:

  • ستاسو د معاش دقیق مقدار ،
    دا ستاسو د معاش د سلیپ ټولنیز خالص مقدار (MNS) دی (د پاڼې په پای کې)، هغه میاشت چې تاسو یې ترلاسه کړی (که تاسو په اپریل کې د مارچ میاشتې معاش ترلاسه کړی، په اپریل کې یې اعلان کړئ). د ټولو عایداتو یا سرچینو لپاره، تاسو باید د MNS راپور ورکړئ که چیرې اشاره وشي. که MNS ستاسو د معاش په سلیپ کې نه وي ښودل شوی، تاسو باید "د ترلاسه شوي خالص مقدار" اعلان کړئ.
  • که تاسو پخپله کار کوئ، د هرې میاشتې ناخالص ګټه په پام کې نیول کیږي او باید ولیکل شي (بیا په ناخالص عاید کې کمښت ستاسې د فعالیت سره سم ترسره کیږي)
  • ستاسو د بیکارۍ ګټې چې د فرانس تخوی (France Travail) لخوا تادیه شوي وي (پخوانۍ پولي امپولا Pôle Emploi)
  • ستاسو د ماشومانو لپاره د ماشوم ملاتړ مرسته،
  • په "نورو سرچینو" کې، تاسو باید خپل د روزنې تخصیص اضافه کړئ که تاسو په روزنه کې یاست، ستاسو د ستاج یا انٹرنشپ له لارې ترلاسه شوي مالي مرسته، د رخصتۍ یا د تړون پای بونس، د ورځني ټولنیز امنیت تخصیص که تاسو کار کوئ او تاسو په روزنه کې یاست. د زیږون رخصتۍ
مهمه یادونه: همدارنګه په یاد ولرئ چې د هغو خلکو سرچینې اعلان کړئ چې ستاسو سره ژوند کوي: میړه، ښځه، ماشومان.
مګر دا اړینه نده چې هغه څه ولیکئ چې تاسو یې د کاف CAF ادارې څخه ترلاسه کوئ.
که تاسو پدې موده کې هیڅ شی نه وي ترلاسه کړی، د پاڼې په پای کې "هیڅ سرچینې" په نښه کړئ.

ستاسو د اعلان ثبتولو وروسته، تاسو به د تایید بریښنالیک ترلاسه کړئ.

او ورپسې څه وکړو؟

د هغو منابعو پر بنسټ چې تاسو یې کاف ته اعلان کړی، کاف CAF به تاسو ته د هغه تخصیص یا مالي مرستي مقدار په اړه معلومات درکړي چې تاسو به یې د راتلونکو 3 میاشتو لپاره ترلاسه کوئ.

که تاسو په خپله اعلامیه کې تېروتنه کړې وي، تاسو باید سمدلاسه CAF ته خبر ورکړئ.

  • که چیرې تېروتنه د شخصي ژوند (جوړې، ماشومان، کور، او داسې نور) یا مسلکي ژوند (نوي دنده، د قرارداد پای، او نور) پورې اړه ولري: تاسو باید په CAF.fr کې خپل شخصي ځای سره وصل شئ، او " په ډیکلریشن کې بدلون" “Déclarer un changement” برخې ته لاړ شئ.
  • که تېروتنه د سرچینو په اړه وي: تاسو باید په CAF.fr کې خپل شخصي ځای یا حساب سره وصل شئ، او د "زما CAF سره اړیکه نیول" “Contacter ma CAF” برخې ته لاړ شئ، او یو بریښنالیک واستوئ.

که تاسو غوره کوئ چې مستقیم د CAF ادارې ته لاړ شئ، دا هم ممکنه ده چې د ملاقات وخت ونیسئ. د خپل CAF پته او د اړیکو توضیحاتو موندلو لپاره، د CAF.fr ویب پاڼې ته لاړ شئ، په پورتنۍ ښي خوا کې "زما CAF" باندې کلیک وکړئ او خپل پوستی کوډ ولیکئ (د بیلګې په توګه، 5 عددونه : 95500) بیا په "تایید" کلیک وکړئ. تاسو به د خپلې څانګې CAF پاڼې ته راجع کړای شی. دوی ټول مختلف دي. په عموم کې، تاسو کولی شئ "موږ سره اړیکه ونیسئ" یا "د استقبال نقطې" باندې کلیک وکړئ.

مهمه یادونه: کاف CAF د نورو ادارو سره ستاسې په اړه شته معلوماتو ته لاسرسی لري، د بیلګې په توګه د ماليي اداره. که تاسو مختلف معلومات اعلان کړئ یا تاسو غلطي کړې وي، تاسو باید CAF ته هم راپور ورکړئ. که CAF تاسو ته ستاسو د وضعیت لپاره ډیرې پیسې واستوي ("زیاته تادیه")، کاف ممکن له تاسې څخه اضافي پیسو د بیرته ورکولو غوښتنه وکړي. مګر محتاط اوسئ، که تاسو د یوې تېروتنې راپور نه ورکوئ، دا ممکن "درغلۍ" وګڼل شي. او کیدای شي چې مجازات شئ.

که تاسو د پای نیټې له پای ته رسیدو دمخه خپله اعلامیه او معلومات ورنکړئ، ستاسو د مرستې تادیه ممکن ودرول شي.

کاف بیا تادیه د درې میاشتنۍ اعلامې او معلوماتو له رسیدلو وروسته میاشت کې دوباره پیل کوي.

که ستاسو شخصي وضعیت بدل شي (واده، د ماشوم زیږون، کورنۍ ته د نوي کس راتګ، کډه کول، طلاق، او داسې نور)، تاسو باید CAF ته خبر ورکړئ.

که ستاسو مسلکي وضعیت بدل شي (ستاسو یا ستاسې د میړه یا میرمن نوې دنده، د کار قرارداد پای، ستاج یا روزنې که شاملیدل، او داسې نور)، تاسو باید دا راپور هم ورکړئ.

خپل شخصي ځای ته د ننوتلو لپاره درې میاشتنۍ اعلامیې ته انتظار مه کوئ یا تاسو ته نږدې CAF ادارې ته لاړ شئ. هر څه په دې لینک کې تشریح شوي .

د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
nawal ghandournawal ghandourد صفحي پورته برخه
youyouد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
alexisalexisد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه