Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکفرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

دا چېرته دی ؟

د یو سند ترلاسه کولو لپاره د تمبر فسکال (timbre fiscal) اخیستل

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 5 mois

دا څه دي ؟

د پیسو د ورکړي ټاپه (timbre fiscal) د اداري طرزالعملونو او اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د رسمي تادیي یا مالیاتو د ورکولو لپاره کارول کیږي . دا د تادیې د ثبوت په توګه کار کوي او د ځینې رسمي اسنادو د ترلاسه کولو لپاره اړین دي (د هویت سندونه، د اوږدې مودې ویزې، د استوګنې یا استوګنې اجازه، د کډوالو لپاره د سفر اسناد یا پاسپورت او نور).

په میټروپولین فرانسه کې، د مالیې ټاپه یوازې په " ډیمټریالیز " (= بریښنایی) بڼه پلورل کیږي. دوی آنلاین یا د تنباکو پلورنځي کې پیرود کیدی شي.

د فرانسي په بهرنیو څانګو کې، دوی لاهم د کاغذ په بڼه شتون لري.

مهمه یادونه: د پیرود نیټې څخه، پیرود شوی تمبر فسکال (timbre fiscal) د 12 میاشتو لپاره اعتبار لري. که نه نو، دا د پیرود نیټې څخه د 18 میاشتو لپاره تادیه کیدی شي.

څنګه یې وکړو ؟

د کورنیو چارو وزارت ویب پاڼې ته لاړ شئ چې په فرانسه کې بهرنیانو ته وقف شوي، په پاڼه کې د بریښنایی مالیې ټاپه اخیستلو لپاره (دلته په کلیک کولو سره).

د خپل مالیې ټاپه اخیستلو لپاره، تاسو به بیا اړتیا ولرئ:

  • په یورو کې هغه مقدار غوره کړئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ (د خپلو طرزالعملونو او اجراآتو ته په کتو ځان مطمئین کړئ چې د هغو لپار د څومره مقدار مالي ټکټ یا ټاپه ضروري ده چې واخلئ)
  • لنډیز وګورئ چې د "بهرنیانو لپاره د استوګني سند" لپاره د غوښتنې د یوې برخې په توګه اخیستل شوي د مالیي ټکټ (د پیسو) مقدار مشخص کوي.
  • خپل بریښنالیک آدرس دننه کړئ (د تادیې ثبوت به تاسو ته ولیږل شي)
  • خپل بریښنالیک آدرس د بیا دننه کولو سره تایید کړئ، بیا تادیه تایید کړئ.
  • د تادیې وسیله غوره کړئ (یوازې د بانک کارت: ویزه، ماسټر کارډ یا CB) د خپل بانک کارت سره سم سمبول باندې کلیک کولو سره خپل کارت انتځاب کړئ.
  • د خپل کریډیټ کارت معلومات دننه کړئ (د کارت شمیره، د ختمیدو نیټه او بصری کریپټوګرام چې ستاسو د کریډیټ کارت شاته د 3 عددونو سره مطابقت لري) په پای کې د کارت معلومات او پیسو ورکړه تایید کړئ.

د الکترونیکي مالیې ټاپه تاسو په دوه ډوله ترلاسه کوئ:

  • د PDF سند د کوډ سره چې ستاسو د تلیفون څخه مستقیم د اړوند ادارې لخوا سکین کیدی شي چې د مالیې ټاپه پیرود غوښتنه یې کړې.
  • یو ایس ایم ایس (یا د متن پیغام / ستاسو په تلیفون کې ترلاسه شوی پیغام) چې 16 عددي پیژندونکی شمیره لري. دا شمیره د اخیستل شوي ټاپي سره سمون لري. تاسو باید دا شمیره هغه کس یا ادارې ته ورکړئ چې ستاسو دوسیه او کار په مخ وړي.

تاسو کولی شئ د تنباکو پلورونکي پلورنځۍ ته هم لاړ شئ ترڅو خپله د مالیې ټاپه واخلئ. په یاد ولرئ چې له پلورونکي څخه پوښتنه وکړئ چې ایا هغه د مالیې ټاپو یا ټکټونو امکانات لري.

مهمه یادونه: محتاط اوسئ، د " جریمې ټاپه" "timbre amende" مه اخلئ: دا د تمبرفسکال څخه توپیر لري.

یوځل چې تاسو د تنباکو پلورنځي ته ورشئ، نو تاسو باید:

  • د ماليې ټاپې یا تمبر فسکال مقدار مشخص کړئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ.
  • د تادیې د طریقې په کارولو سره تادیه یا پیسې ورکړئ چې ستاسو لپاره مناسب وي (کریډیټ کارت، نغدي پیسي، او نور).
  • خپله د بریښنایی مالیې ټاپه تسلیم کړئ. په هغه سند کې چې پلورونکي به یې تاسو ته درکړي، باید په ځانګړې توګه دا معلومات ولري: د مالیې ټاپې شمیره، د ویزه کارت شمیره، مقدار او د پیرود نیټه. دا له لاسه مه ورکوئ! دا سند ستاسو د دوسیې لپاره اړین دی (ځکه چې دا ستاسو د مالیې ټاپه ده) او که چیرې یې تاسو استفاده نکړئ او غواړئ چې خپلې پیسې بیرته ترلاسه کړئ نو دا سند مهم دی چې درسره وي.

او ورپسې څه وکړو؟

د تېروتنې په صورت کې یا که تاسو په پای کې خپل بریښنایی مالیه ټاپه ونه کاروئ، تاسو کولی شئ د پیرود نیټې څخه د 18 میاشتو دننه د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړئ.

د بریښنایی مالیې ټاپه بیرته ورکولو غوښتنې کولو لپاره:

  • ویب پاڼې ته لاړ شئ https://timbres.impots.gouv.fr.
  • "د بریښنایی ټاپه د بیرته ورکولو غوښتنه"/" د پیسو د بیرته ستندیو ځای ته لاس رسی" ”accéder au remboursement” باندې کلیک وکړئ.

د "یو کارونکي" خانه چیک یا نښه کړئ.

  • که تاسو خپل ټاپه آنلاین اخیستی وي، "آنلاین" ټیک کړئ.
  • د اخیستل شوي"ټاپې نمبر" په برخه کې د مالیې ټاپې شمیرې سره مطابقت لرونکي 16 عددونه ولیکئ چې تاسو یې بیرته ستنیدل غواړئ. تاسو کولی شئ دا شمیره (یا پیژندونکی) د PDF سند یا د آنلاین تادیې پرمهال ترلاسه شوي SMS کې ومومئ.
  • د "معاملې حواله" لاین کې، د راکړې ورکړې د حوالې شمیره ولیکئ چې تاسو یې د تادیې په ثبوت کې موندلی شئ چې تاسو ته د بریښنالیک له لارې لیږل شوي کله چې تاسو د مالیې ټاپه آنلاین اخیستې. تاسو به دا ارقام د "معاملې حوالې" لاین کې په لاندې برخه کې ومومئ.
  • په "لټون" کلیک وکړئ. سایټ د تادیې لپاره د ټاپې لنډیز ښیې. معلومات وګورئ او په "تصدیق" کلیک وکړئ.
  • د "ملاتړي سند ډاونلوډ (PDF)" باندې کلیک کولو سره د ملاتړ سند ډاونلوډ کړئ. دا به د بیرته ستنیدو یا پیسو د غوښتني لپاره ستاسو د ادعا یا غوښتنې ثبوت په توګه کار وکړي.
  • یو څو ورځې انتظار وکړئ او خپل بانکي حساب وګورئ (هغه بانکي حساب وکاروئ چې د پاپي یا ټکټ د اخیستو لپاره کارول شوی).د پیسو بیرته ستنیدل باید تاسو ته په حساب کې څرګند شي.
مهمه یادونه: د پیسو بیرته ستنیدل هغه حساب ته د یو څو ورځو په جریان کې ورکول کیږي چې له هغه څخه پیسې د مالیې ټاپې یا تمبرفسکال لپاره ورکول شوې وي.

د تېروتنې په صورت کې یا که تاسو په پای کې خپل بریښنایی مالیه ټاپه ونه کاروئ، تاسو کولی شئ د پیرود نیټې څخه د 18 میاشتو دننه د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړئ.

مهمه یادونه: د تادیې لپاره ستاسو غوښتنه کولو لپاره، تاسو به RIB ته اړتیا ولرئ (د بانک د هویت بیان - سند چې ستاسو د بانکي حساب توضیحات پکې څرګندیږي) او همدارنګه د هویت سند.

په یاد ولرئ چې د سپما حسابونو (لکه livret A، livret Jeunes، او داسې نور) کې بیرته تادیه یا تعویض د پیسو نشي کیدی.

د بریښنایی مالیې ټاپه بیرته ورکولو غوښتنه کولو لپاره:

  • ویب پاڼې ته لاړ شئ https://timbres.impots.gouv.fr.
  • "د بریښنایی ټاپه د بیرته ورکولو غوښتنه"/"د پیسو بیرته غوښتنې ته لاسرسي" باندې کلیک وکړئ.
  • د "یو کارونکي" خانه نښه یا چیک کړئ.
  • که تاسو خپل ټاپه په تنباکو پلورونکي کې اخیستې وي، نو "د بریښنایی ټاپو صادرونکي یو مسلکي څخه" “auprès d’un professionnel délivrant des timbres électroniques” برخه نښانه کړئ.
  • د براوزر کړکۍ به تاسو ته خبر درکړي چې RIB او د هویت سند ته اړتیا ده. په "اوکی" کلیک کړئ.

لومړی ګام: د ټاپونو ځانګړتیاوې

  • د "ټاپه 1" “timbre 1” کرښه کې، 16 عددونو شمیره ولیکئ چې د مالي ټاپه شمیرې سره مطابقت لري چې تاسو یې بیرته د پیسو ستنیدل غواړئ. تاسو کولی شئ دا شمیره (یا پیژندونکی) د ټکټ په لنډیز کې ومومئ چې د هغه چا لخوا ورکړل شوی چې په تاسو یې ټاپه پلورلې.
  • د "ټاپي مقدار" “Montant du timbre” کرښه کې، د هغه مالیې ټاپه دننه کړئ چې تاسو یې تادیه کول غواړئ. تاسو کولی شئ د اخسیتل شوي ټکټ مقدار د ټکټ په لنډیز کې ومومئ چې د هغه چا لخوا درکړل شوي چې په تاسو یې ټاپه پلورلې.
  • د " پیسو د راکړې ورکړې زریعه " کرښه کې، د راکړې ورکړې شمیره یاد کړئ کوم چې تاسو د تادیې په ثبوت کې موندلی شئ د هغه چا لخوا چې په تاسو یې ټاپه پلورلې ("د راکړې ورکړې شمیره" کرښه).
  • که تاسو د پیسو د بیرته ستنیدو لپاره یوه بله مالیه ټاپه لرئ، په " یو ټکټ اضافه کړئ" خانه کلیک وکړئ او د بلې ټاپې پورې اړوند معلومات دننه کړئ.

2 ګام: ملاتړي اسناد

  • بیا سایټ له تاسو څخه غوښتنه کوي چې ملاتړي اسناد اپلوډ کړئ.
  • د "د غوښتونکي په نوم د بانکي حساب توضیحات" په لیکه کې، "یو فایل غوره کړئ" خانه کلیک وکړئ او ستاسو په کمپیوټر کې ستاسو د بانکي توضیحاتو سره مطابقت لرونکی فایل غوره کړئ (د بانک سند چې ستاسو د بانکي حساب شمیره لري).
  • د "پیژندنې سند" چیک کړئ. بیا ستاسو د پیژندنې سند سره ورته فایل اضافه کړئ کوم چې ستاسو په کمپیوټر کې دی.

3 ګام: د اړیکو توضیحات

  • غوښتل شوي مختلف معلومات ډک کړئ، یعنې ستاسو: تخلص / نوم / پته / پوستی کوډ / ښار / هیواد / د تلیفون شمیره / بریښنالیک (بریښنالیک پته) / د بریښنالیک تایید (خپل بریښنالیک پته بیا دننه کړئ).
  • په بشپړ ډول خپل IBAN داخلولو سره د خپل بانک توضیحات ډک کړئ (دا معلومات ستاسو په RIB کې دي) او د هغه کس نوم ولیکئ چې بانکي حساب ورسره تړاو لري.

4 ګام: لنډیز او تایید

  • سایټ ستاسو د تماس توضیحاتو سره لنډیز یا خلاصه تاسو ته وړاندې کوي، د ټاپي د تعویض کیدونکو پيسو په اړه معلومات او هغه اسناد چې تاسو چمتو کړي. معلومات چک او تایید کړئ.
  • که هرڅه سم وي، "زه اعلان کوم چې پورته ټول معلومات سم دي" بکس چیک او تایید کړئ.
  • له تاسو ممکن د امنیتي دلایلو په خاطر د کنټرول پوښتنه وپوښتل شي. نو تاسو باید د پوښتل شوي پوښتنې ځواب ورکړئ.
  • په نهایت کې ، "خپله غوښتنه واستوئ" باندې کلیک وکړئ. بیا به تاسو د بریښنالیک آدرس کې یو بریښنالیک ترلاسه کړئ چې ستاسو د غوښتني لنډیز پکې یاد شوی وي.
مهمه یادونه: د پیسو بیرته ستنیدنه په څو ورځو کې د بیرته ستنیدو غوښتنې په جریان کې داخل شوي RIB سره مطابقت لرونکي بانکي حساب ته لیږل کیږي.
د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
yassin bazzaziyassin bazzaziد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
gitorogitoroد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه