Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, فرانسوي اتباع

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

د کوید COVID-19 په وړاندې واکسین وکړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 6 mois

دا څه دي ؟

د کوید 19 وبا سره او د هغې له وجي رامنځته شویو قویداتو او خڼدونو سره د مبارزې کولو اصلي لاره واکسین کول دي. د 5 کلنو ماشومانو څخه شروع ټول کول کولای شي چې په وړیا ډول واکسین شي او لاس رسۍ ورته ولري.

واکسین تاسو اوهمدارنګه ستاسو عزیزان د COVID-19 په مقابل کې ساتي او حفاظت کوي. د واکسین په کولو سره به تاسو په ناروغۍ د اخته کیدو ډیر لږ احتمال ولرئ او که تاسو یې لرئ، نو تاسو به لږ ناروغ شئ.

مهمه یادونه: واکسین کول تاسو ته اجازه درکوي چې «دروغتیا جواز» "pass sanitaire" ترلاسه کړئ او د 2022 کال د جنوري 24 نیټي حخه «پاس واکسینال» "pass vaccinal" ترلاسه کړئ.
د ریفیوجي.انفو په پاڼه د «خپل د روغتیا جواز یا پاس ترلاسه کول» او یا «خپل د واکسین جواز یا پاس ترلاسه کول» فایل ولولئ:
voir les fiches Réfugiés.info : "Obtenir son pass sanitaire" / "Obtenir son pass vaccinal"

په فرانسه کې فعلا د کوید COVID-19 مختلف واکسینونه شتون لري (چې عبارت دی له : فایزر - بیو ټیک ، ماډرنه، آسترازینیکا او جانسن او جانسن). دا ټول واکسینونه د کوویډ - 19 ویروس په وړاندې اغیزمن دی. واکسین ستاسو د عمر او ستاسو د روغتیا وضعیت سره سم وړاندیز کیږي:

  • د 12 څخه تر 29 کلونو پورې عمر لرونکي کسان کولی شي یوازې د فایزر - بایو ټیک واکسین وکړئ او لاس رسۍ ورته ولري،
  • د 30 څخه تر 54 کلنو پورې کسان کولی شي فایزر - بیو ټیک یا ماډرنا غوره کړي ،
  • د 55 کلو یا پورته عمر لرونکي کسان کولی شي په فرانسه کې د موجودو ټولو واکسینونو څخه ګټه پورته کړي (فایزر - بیو ټیک ، ماډرنه ، آسترازینیکا او جانسن او جانسن).
مهمه یادونه: تاسو کولی شئ په لاندې لنک کلیک کولو سره یو ارزونه ترسره کړئ ترڅو معلومه کړئ چې کوم واکسین ستاسو لپاره مناسب دی. که تاسو د واکسین په اړه کومې پوښتنې لرئ نو د خپل ډاکټر سره د لیدنې لپاره وخت ونیسئ.
(faire une simulation en cliquant ici)

د واکسین کیدو لپاره، تاسو باید د واکسیناسیون مرکز، ستاسو شخصي ډاکټر سره یا درملتون کې وخت واخلئ. د واکسین مرکزونه په ټول فرانسه کې خلاص دي. تاسو کولی شئ هر ځای او د اونۍ په ټولو ورځو کې هر وخت چې وغواړئ د یوه کمپیوټر یا یوه تلیفون په مرسته د واکسین کولو لپاره وخت واخلئ.

په نورمال ډول، دوه ډوزه واکسین باید د څو هفتو په توپیر سره ولګیږي. یوازي د جانسن واکسین یو ډوز یا یو انجکشن لګولکیږي کله چې کوم کس دمخه COVID-19 درلودلی یا تیره کړي یي.

د څو میاشتو په تیریدو سره د واکسین اغیزه او تاثیر کمیږي. له همدې امله اوس د اضافي ډوز سپارښتنه کیږي. د نومبرمیاشتي له 27 راهیسې اضافي واکسین (dose de rappel) د ټولو هغوکسانو لپاره خلاص او دلاس رسي وړدی چې د وروستي انجیکشن له لګولو څخه یې پنځه میاشتي تیرې شوی او یا د کوید COVID-19 مریضي یې تیره کړې وي.

ښه پوهیدل: د واکسین په اړه د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د واکسین په اړه د معلوماتو او خدماتو ویب پاڼي ته مراجعه وکړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د واکسین کولو لپاره، تاسو کولی شئ په لاندې ډول وخت واخلئ:

  • آنلاین، په مستقیم ډول د وخت یا ملاقات اخیستنې په پلټ فارمونو له لارې لکه دوکتولب (Doctolib) یا د سایټ له لارې www.sante.fr . www.sante.fr. تاسو ته نږدې د واکسین مرکز ته لارښونه کوي او تاسو ته اجازه درکوي چې مربوطه مرکزلپاره د وقف شوي آنلاین پلیټ فارم ته لاسرسی ومومئ اوپکي وخت واخلئ.
    >> موږ به په راتلونکي مرحله کې تشریح کړو چې څنګه د ډکتولیب له لارې وخت واخلئ.
  • د تلیفون له لارې: لاندې عمومي شمیرې ته چې په ټول هیواد کې د لاس رسي وړ ده، وړیا زنګ و وهئ: 0800009110
  • (هره ورځ د سهار له 6 بجو څخه تر 10 بجو پورې د لاسرسي وړده). کله چې زنګ وهئ، نو تاسو باید خپل پوستي کوډ داخل کړئ، ترڅو په اتوماتيک ډول تاسو ته نږدې مرکز سره اړیکه ونیسئ.
  • په فزیکې او حضورې ډول، ستاسو د حاضر شوي معالج سره نږدې کیدو سره ، ستاسو مسلکي معالج ، ستاسو درملتون ، ستاسو نرس یا قابله د لیدو لپاره.

موږ به دلته په آنلاین بڼه د دکتولیب پلټ فارم له لارې د واکسین کولو لپاره د وخت اخیستلو طرزالعمل په تفصیل سره تشریح کړو.

  • لومړی، د دکتولیب ویب پا ڼې ته یا اپلیکیشن ته لاړ شئ: www.doctolib.fr
  • خپل حساب ته ننوځئ.
    > که تاسو لاهم حساب نلرئ ، تاسو کولی شئ زموږ د ریفیجي.انفو صحفې ته مراجعه وکړئ، او دغه معلوماتي فایل ولولئ " د دکتولیب له لارې له ډاکټر سره د وخت اخیستل" "Prendre un rendez-vous médical sur Doctolib".
  • په اصلي صفحه کې د لټون په خانه کې لومړی د "COVID-19 واکسین" "Vaccination COVID-19" ولیکئ بیا خپل ښار مشخص کړئ.
  • بیا تاسو باید په ګوته کړئ چې د کومې کټګورۍ په کسانو پورې پورې اړه لرئ ( خپل عمر په نښه کړئ او داچې تاسو دمخه کوید COVID-19 ناروغې تیره کړې او که نه)
  • بیا به تاسو د واکسیناسون مراکزو د مختلفو ځا یونو یو لیست ومومئ چیرې چې تاسو کولی شئ تاسو ته نږدې مرکز یا ځای کې واکسین ترسره کړئ. د مطلوب ځای د نوم لاندې "د ملاقات وخت ونیسئ" « Prendre rendez-vous » بټن باندې کلیک وکړئ.
مهمه یادونه: تاسو کولی شئ (د لټون بار یا خاني لاندې) خپلې پایلې فلټر کړئ، پشمول د:
- په سایټ کې د شته ژبو ویل،
- د واکسین کولو فرصت یا وخت "په راتلونکو دریو ورځو کې" "dans les trois prochains jours" په ګوته کولو سره که تاسو غواړئ ژر تر ژره د واکسین کولو ځای او وخت ومومئ.
  • بیا ستاسو د ملاقات لپاره دلایل په ګوته کړئ که غوښتنه یې وشوه (د مثال په توګه: د واکسین لومړی انجیکشن یا ډوز) او په نهایت کې هغه ورځ او وخت غوره کړئ چې ستاسو لپاره مناسب وي. ډیری وختونه، د واکسین دوهم انجیکشن یا ډوز کولو لپاره به د دوهم ملاقات وختونه هم تاسوته وړاندیز شي.
مهمه یادونه: که چیرې تاسو د واکسین کولو لپاره وخت پیدا نکړئ، نو بیرته د پایلو لیست ته راستانه شئ او د واکسین کولو کوم بل مرکز پیدا کولو هڅه وکړئ.
  • ستاسو د غوښتنې نهایی کولو لپاره، "د چا لپاره تاسو دا ټاکنه ترسره کوئ" «Pour qui prenez-vous ce rendez-vous» خانې لاندې په "زه" « moi » بټن باندې کلیک وکړئ بیا "د ملاقات تایید" «Confirmer le rendez-vous» باندې کلیک وکړئ.

مبارک شه، تاسو د واکسین کولو لپاره د وخت اخیستل په بریا سره ترسرکړل!

د واکسین کولو په ورځ، تاسو باید د ځان سره د هویت سند او د ویټال
یا بیمې کارت یا خپل تکمیلې روغتیا او پيوستون (C2S) سند له ځان سره د واکسین مرکز ته یوسئ (ترڅو وکولی شئ خپله د ټولنیز امنیت شمیره ورکړئ).

مهمه یادونه: کوچنيان یا زیرې سنان باید د واکسین پرمهال د دوی د والیدینو څخه د یوه ویټل یا بیمي کارت یا د دوی د والدینړ دیوه د صحي خدماتو یو سند چې دهغوی ټولنیز امنیت شمیره پکې ذکر شوې وي له ځان سره ولري (د مثال په توګه C2S سند). دوی باید د مور او پلار اجازه هم له ځان سره ولري (د کوچنيانو د واکسین په اړه د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ دې وییب پاڼيته مراجعه وکړئ).

په سایټ یا مرکز کې به له تاسو څخه یو څو پوښتنې وشي او همدارنګه له تاسوڅخه به د یوه پوښتنلیک بشپړل کولو غوښتنه هم وشي.

واکسین د صحي کارمند لخوا ترسره کیږي. عموما، هغه تاسو ته په اوږه کې انجیکشن یا د واکسین پیچکارې درکوي. ډاډه اوسئ، واکسین لګول درد نه کوي او ډیر وخت هم نه اخلي.

د واکسین لګولو وروسته، له تاسو څخه به وغوښتل شي چې هلته احتیاطا د 15 دقیقې لپاره پاتې شئ، مخکې لدې چې کور ته لاړشئ.

او ورپسې څه وکړو؟

د واکسین لګولو څخه وروسته د یوې یا دوه ورځو لپاره، کیدای شي چې لاندې عوارض یا نښې نښانې ولرئ:

- د واکسین په ځای کې سوروالۍ،

- سر درد،

- لږ بخار،

- په غړو یا عضلو کې درد، په ځانګړي توګه په مټ کې چیرې چې تاسو واکسین لګولی یي.

مهمه یادونه: دا خورا عام او نورمال عکس العملونه دي، کوم چې د واکسین کولو وروسته تر دوه ورځو زیات دوام نه کوي.

تر څو ډیر تکلیف نه شئ، نو لاندې تدابیر په پام کې ونیسئ:

- آرام وکړئ،

- اوبه وڅښئ.

که تاسو واقعیا بد احساس کوئ، نو خپل ډاکټر سره اړیکه ونیسئ، په ځانګړي توګه د لوړ بخار په حالت کې که چیرته (د تودوخې درجه تر 39 ° C پورته شي)

که تاسو دمخه COVID-19 نه وې تیره کړي او که مو د جانسن واکسین نه وی کړی، نو تاسو اړتیا لرئ چې دوهم ډوزواکسین هم ولګوئ.

تاسو باید په عادي ډول دوه انجیکشنونه یا واکسینونه په یو ټاکلي ځای کې ولګوي. په هرصورت، که دا ستاسو لپاره امکان ونلري نو تاسو کولی شئ خپل دوهم انجیکشن یا ډوز له لومړي څخه په مختلف مرکز کې ولګوئ.

  • تاسو باید له هغه مرکز سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو لومړي انجکشن یا واکسین کړی ترڅو په ورته مرکز کې د دوهم ډوز لپاره اخیستل شوي ناسته یا د ملاقات وخت لغوه کړئ.
  • اوپه نوي مرکز کې د دوهم انجیکشن لپاره د وخت اخیستلو په موخه تاسو کولی شئ، د مثال په توګه، د دکتولیب په صفحه هغه وختونه غوره کړئ چې یوازې دوهم ډوز یا انجکشن ته وقف شوي. د دې کار ترسره کولو لپاره، تاسو باید د پورته زکر شوي دوهمې مرحلې پروسه ترسره کړئ. کله چې خپله کټګورۍ غوره کړئ، نو تاسو باید "تاسو یوازې دوهم انجکشن لګول غواړئ" "Vous souhaitez réserver uniquement une deuxième injection" اپشن غوره کړئ بیا خپل واکسین په ګوته کړئ.

د واکسین د دوه ډوزونو څخه څو میاشتې وروسته، د واکسین اغیزمنتوب او تاثیر کمیږي. له همدې امله اوس د بوسټر یا اضافي ډوز سپارښتنه کیږي :

  • د 2021 کال د نومبرمیاشتي له 27 راهیسې د اضافي یا بوسټړ واکسین کول د 18 کلنو څخه پورته کسانو لپاره چې د ورستي واکسین لګولو یې درې میاشتي تیرې شوی او یا یې کوید COVID-19 مریضي تیره کړي وي خلاص او د لاس رسي وړ دی.
  • د 2022 کال د جنوري له 24 د بوسټر یا تقویت کونکي ډوز لګول د 12 څخه تر 17 کلنو ماشومانو لپاره هم د لاس رسي وړ دي.

د واکسین د هر ډوز په لګولو سره تاسو ته د واکسین کیدو سند درکول کیږي. په دې سند کې د ورکړل شوي وروستي انجیکشن یا واکسین نیټه، د واکسین نوم او ایا واکسین بشپړ دی که نه.

کله چې ستاسو واکسین بشپړ شي، نو تاسو به د "روغتیا پاس" ترلاسه کړئ. دا دې ثبوت دی چې تاسو واکسین شوي یاست. تاسو کولی شئ دا د کاغذ په شکل وړاندې کړئ (دا سند تاسو ته د واکسین کیدو په وخت کې درکول کیږي) او یاهم د TousAntiCovidد اپلیکیشن له لارې په ډیجیټل شکل کي درکول کیږي.

د روغتیا پاس په توسط تاسو کولای شی چې په اوړي کې په ازادانه او بشپړ خوندیتوب سره په اروپا کې سفر وکړئ. په فرانسه کې به ددې پاس په توسط تاسو ددې جوګه یاست چې ځانګړيو ځایونو ته لاسرسی ولري چیرې چې د خلکو لوی شمیر راټولویږي او ګڼه کوڼه وي.

مهمه يادونه : د جنوري میاشتي د 24 نیټي څخه پاس واکسینال (pass vaccinal) د روغتیا پاس (pass sanitaire) په ځای په ډیری ځایونو کې استفاده کیږي.
د ریفیوجي.انفو په پاڼه د «پاس واکسینال ترلاسه کړئ» په نامه فایل ولولئ.
>> Voir la fiche Réfugiés.info : "obtenir le pass vaccinal

د 2022 کال د جنوري له 24 نیټي راهیسې د تقویه کونکي یا بوسټر واکسین د وروستي انجیکشن یا د COVID-19 ناروغۍ له تیرولو څخه درې میاشتې وروسته د 12 کالو او تر هغه پورته عمر لرونکو ټولو کسانو لپاره خلاص دی.

د تقویه کونکي واکسین لګول ستاسو د صحي جواز (پاس سانیتیر) د اعتبار لپاره ډیر اړین دي :

  • د 2022 کال د جنوري میاشتي له 15 څخه روغتیایی پاس به د وروستي ډوز یا انجیکشن څخه اوه (7) میاشتې وروسته د 18 کالو څخه پورته ټولو کسانو لپاره د اضافي یا بوسټر ډوز د نه ترسره کولو په صورت کې باطل شي.
  • د 2022 کال د فبروري له 15 څخه د واکسین د سرټفکیټ د اعتبار موده به د تقویه کونکي ډوز د نه لګولو په صورت کې 4 میاشتي وي پرځای د 7 میاشتو.

واکسین د کرونا په مرض د اخته کیدو د عوارضو شدت کموي مګرپه ناروغۍ د اخته کیدو مخه نه نیسي. له همدې امله تاسو باید د مثبتې ازموینې په حالت کې د کرونا تست مثبتې نتیجي لرونکي شخص سره د تماس په حالت کې یا د نښو او علایمو لرلو په حالت کې ځان جلا کولو او انزوا کي ساتلو ته ادامه ورکړئ. همدارنګه موږ باید د د کرونا له کبله رامینځته شویو قوانینو پلي کولو ته دوام ورکړو او ماسک واغوندو، حتی واکسین شوي کسان هم باید دا ټول قوانین مراعت کړي.

د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
fatma bouhejbafatma bouhejbaاډمین
nournourاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
utilisateur_61623907utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
aman expertaman expertد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
utilisateur_72712685utilisateur_72712685ایډیټر او کره کتونکی
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه