Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, فرانسوي اتباع

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

په دکتولب (Doctolib) کې له ډاکټر سره د لیدني وخت اخیستل

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 mois

دا څه دي ؟

ډوکتولب (Doctolib) یو وړیا آنلاین پلیټ فارم دی چې له تاسو سره د طبي لیدنو په اخیستنه کې مرسته کوي. دا پدې توګه ناروغان او د روغتیا پاملرنې متخصصین او ډاکټران سره په اړیکه کې کوي. تاسو کولی شئ په دې پلیټ فارم کې عمومي ډاکټران او متخصص ډاکټران ومومئ (د مثال په توګه د غاښونو یا د ښځینه ناروغیو ډاکټره (جیني کولوګ)).

مهمه یادونه: تاسو کولی شئ د تلیفون یا کمپیوټر په مرسته له هر ځایه چې وغواړی او د ورځې او اونۍ په هر وخت کې چې وغواړی وخت ونیسئ.

څنګه یې وکړو ؟

د اکونټ یا حساب پرانستلو لپاره د دوکتولب ویب پاڼي ته لاړشئ: www.doctolib.fr

بیا تاسو باید یواکونټ جوړ کړئ، د دې لپاره تاسو باید لاندې مراحل طی کړئ:

  • د پا ڼي په پورتنۍ ښیې برخه کې په "نښلول" « Se connecter » خانه کلیک وکړئ ،
  • د "نوی په ډوکتولب" « Nouveau sur Doctolib » خاني لاندې د "راجستر" « S’inscrire » په خانه باندې کلیک وکړئ او خپل د ټلیفون شمیره دننه کړئ.
مهمه یادونه: تاسو به د SMS له لاري یو کوډ ترلاسه کړئ (که تاسو د خپل ګرځنده تلیفون شمیره ورکړې وي) یا د روبوټیک غږ په واسطه (که تاسو د خپل د کورني ټلیفون شمیره مو ورکړې وي) د شمیرې د تایید لپاره یو کوډ ترلاسه کړئ چې ورکړل شوې شمیر ستاسو صحیح ده.
  • خپل بریښنالیک ورکړئ او رمز یا پاسورډ جوړ کړئ.
مهمه یادونه: د دې لپاره چې د ملاقات وخت هیر نکړئ، تاسو ته به د اخیستل شوي ملاقات د تصدیق کولو لپاره د SMS یا بریښنالیک له لارې اتوماتیک یادونه درولیږل شي. سربیره پردې، د ټاکلې نیټې نه دوه (2) ورځې دمخه به یو پیغام هم تاسو ته واستول شي.

د دې لپاره چې تاسو ښه و پیژندل شئ، اړینه ده چې د خپل ځان په اړه ضروري معلومات ثبت کړئ، لکه (لومړۍ نوم، وروستی نوم یا تخلص، د زیږون نیټه، پته).

د دې کار ترسره کولو لپاره تاسو باید خپل حساب یا اکونټ ته داخل شئ او په "ننوتل، زما د ملاقات وخت تنظیم کولو" «Se connecter gérer mes RDV» خانه باندې کلیک وکړئ او خپل اوکوڼت ته داخل شئ.

  • په خپل شخصي ځای کې: "زه لا دمخه د دکتو لب حساب لرم" «J’ai déjà un compte Doctolib» خانه کې خپل بریښنالیک یا خپله شمیره ولیکئ، بیا ستاسو رمز یا پاس ورډ.
  • یوځل چې تاسوخپل اکونټ ته ننوتلئ، په پورته ښیې خوا کې په خپل بریښنالیک کلیک وکړئ او بیا "زما حساب" «Mon compte» خانه بانې کلیک وکړئ.

تاسو به د صفحي پا لاندې برخه کې د " زما صحي پروفایل جوړ کړئ" «Créez mon profil patient» خانه ومومئ.

  • د نارینه یا ښځينه (Madame ou Monsieur) کې یوه خانه چیک یا انتخاب کړئ بیا خپل لومړی نوم، ورستۍ نوم یا تخلص، د زیږون نیټه، پته، د پوستې کوډ او د خپل ښار نوم ولیکئ.
  • د خپل شخصي معلوماتو د خوندي کولو لپاره "اضافه" « Ajouter » خانه باندې کلیک وکړئ.

د دکتولب له لارې دملاقات وخت اخیستل. تاسو باید اصلې صفحي ته بیرته راشئ (تاسو کولی شئ د دې کار لپاره دصفحي په چپه خوا کې په پورتنۍ حصه کې لوګو باندې کلیک وکړئ).

  • د خپل ډاکټر نوم یا د ډاکټر تخصص او بخش په ګوته کړئ چې تاسو یې په لټه کې یاست.
  • د ځای یا ښار نوم ولیکئ چې تاسو غواړئ د ملاقات لپاره لاړشئ.
  • په "لټون" «Recherchez» کلیک وکړئ.

دلته به تاسو د مختلفو ډاکټرانو او متخصصینو لیست ومومئ.

مهمه یادونه: تاسو کولی شئ د لټون پایلې د شته تاریخونو له مخې فلټر کړئ (د بیلګې په توګه، که د ملاقات وخت په ورته ورځ شتون ولري یا په راتلونکو دریو ورځو کې). د ډاکټر فیس (ایا ډاکټر د مقرر شوي فیس څخه اضافه پیسي اخلي او کنه، په دې معنی چې هغه له هغه نرخ نه چې د ټولنیز تامیین اداري لخوا مقرر شوی زیات فیس اخلي). لاندې ژبي شتون لري لکه (انګلیسي ، عربي ، روسی ، ترکي ...) او که چیرته تاسو د ویډیو له لارې مشوره کول غواړئ.
  • د ډاکټر د نوم لاندې چې تاسو غواړی ورسره وخت وټاکئ په دې خانه "د ملاقات وخت اخیستل" «Prendre rendez-vous» باندې کلیک وکړئ.
  • د مشورې ډول وټاکئ چې تاسو یې غواړئ (په حضوري ډول په دفتر کې یا د کمپیوټر یا تلیفون په واسطه د ویډیو له لاري)، له ډاکټر سره د لیدو دلیل ذکرکړئ که يې غوښتنه شوې وي، د ملاقات ورځ او وخت وټاکئ چې ستاسو لپاره مناسب وي.
  • د غوښتنې نهایی کولو لپاره، په لاندې "زه" «moi» خانه کلیک وکړئ "د چا لپاره تاسو دا لیدنه اخلئ " « Pour qui prenez-vous ce rendez-vous» بیا "د ملاقات تایید" «Confirmer le rendez-vous» باندې کلیک وکړئ.

مبارک شه، تاسو له ډاکټر سره د ملاقات وخت ونیول!

او ورپسې څه وکړو؟

که چیرته تاسو نه شئ کولای په خپل ټاکلې وخت ډاکټر ته د لیدنې لپاره ولاړ شئ ، نو ژر تر ژره یې لغوه کړئ او یا بل تاریخ ته خپله لیدنه تبدیل کړئ.

ددې کار تر سره کولو لپاره خپل حساب ته ننوځئ بیا په "زما لیدنو" «Confirmer le rendez-vous» خانه کلیک وکړئ او لکه څنګه چې تاسو غواړئ "د لیدنې وخت تبیدلول" « déplacer un rendez-vous» یا "ناسته لغوه کول" « annuler le rendez-vous» باندې کلیک وکړئ.

  • د لغوه کیدو په حالت کې، "ناسته لغوه کړئ" باندې کلیک وکړئ بیا "د منسوخی تصدیق" باندې کلیک وکړئ.
  • د لیدنې د وخت د تبدیلیدو په حالت کې، "د لیدنې وخت تبدیلول" «déplacer le rendez-vous» باندې کلیک وکړئ بیا په سایټ کې وړاندیز شوی نوی وخت وټاکئ.
مهمه یادونه: د ډاکټولب له لارې اخستل شوي وختونه د لیدنې له ټاکل شوي وخت څخه دمخه تر 4 ساعتونو پورې لغوه کیدلی شي. وروسته، تاسو به د تلیفون له لارې مستقیم د خپل ډاکټر سکریټریټ سره اړیکه ونیسئ ترڅو هغه خبر کړئ.

د دیکتولب انټرنټ پاڼې ته مراجعه کول مه هیروئ چيرې چې ډیرو پښتنوته ځوابونه ویل شوي.

د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
fatma bouhejbafatma bouhejbaاډمین
hugo stéphanhugo stéphanاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
fairouzfairouzد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
aman expertaman expertد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
marina bondarenkomarina bondarenkoد صفحي پورته برخه
fabro63fabro63د صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه