Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, فرانسوي اتباع

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

په فرانسه کې طلاق اخیستل

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 5 mois

دا څه دي ؟

په فرانسه کې د طلاق څلور قسمونه شتون لري:

  • " بې تناقضه او اختلافه" طلاق، دا پدې معنی ده چې د طلاق قضیه محکمي یا قاضي ته راجع نه شي، او دواړه اړخونه په طلاق اخیستو رضایت ولري.
  • "متناقض" طلاقونه، دا پدې معنی ده چې د طلاق قضیه محکمي او قاضي ته راجع شي: د خطا یا تقصیر په اساس طلاق، د ازدواجي اړیکو د دایمي تغییر په اساس طلاق او د پریکړون د مبدا قبلولو په اساس طلاق.

لومړی اړین ګام د وکیل استخدام کول دي چې هغه ټول اړین ګامونه او اجراآت ترسره کړي. د وکیل پرته طلاق اخیستل امکان نلري، حتی په هغه صورت کې هم چي دواړه اړخونه رضایت ولري د طلاق په هکله.

په ټولو مواردو او قضیو د طلاق کې دواړه خاوند او میرمن باید خپل وکیل ولري.

د یوه وکیل دموندني لپاره تاسو کولی شئ په فرانسه کې د مدافع وکیلانو لارښود ته مراجعه وکړي چې د ملي بار کونسل په ویب پا ڼه کې یې موندلی شئ. تاسو کولای شئ د قانوني مرستې یا د وکیل د مصارفوغوښتنه هم وکړئ.
په Réfugiés.info کې د قانوني مرستي په اړه لاندي سرلیک کلیکولو سره نور معلومات هم ولولئ: "حقوقي مرستې ته لاسرسی"

دا ممکنه ده چې د فرانسې څخه خپل میړه یا میرمنې ته چې بهر په بل هیواد کې ژوند کوي طلاق ورکړئ. دا اړینه ده چې یو وکیل وګمارئ چې ستاسې سره مرسته وکړي، ځکه چې شرایط د هرهیواد له قوانیو سره سم توپیر کوي چیرته چې ستاسې میړه یا میرمن ژوند کوې.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، په بهر کې د طلاقونو لپاره: دا یوازې ممکنه ده چې د محکمې لخوا د یوې ځانګړې ازموینې وروسته (د اطاعت تصدیق کولو لپاره) د OFPRA سره ثبت کړئ.

یادونه: په هغه صورت کې چې طلاق له فرانسې نه بهر اخیستل شوی او پروسه یې هلته ترسره شوې وي: دغه ډول طلاقونه په افپرا (OFPRA) کې یوازې هغه وخت ثبت او راجسټر کیدایشي، چې د محکمې لخوا یې ځانګړې څیړنه ترسره شي، دا پدې معنی چې محکمه یې تثبت او تایید کړي.

یادونه: په فرانسه کې له میړه څخه چې په بهر کې اوسیږي طلاق اخیستل اسانه دي، په ځانګړې توګه که چیرې تاسې د تاوتریخوالي له خطر سره مخ یاست.

څنګه یې وکړو ؟

شرایط : که خاوند او میرمن د طلاق او د هغه ټولواړونده شرایطو سره موافق وي لکه (د ملکیت یا مال ویش، د مور او پلار واک، د اولاد نفقه، او مصارف یا د مصارف تعوض).

طرفین اړتیا نلري قاضي ته پیش شي. د طلاق تړون د وکیل او طرفینو لخوا ترتیب او ترسره کیږي. دا کافي ده چې د طلاق تړون د عدلي کارمند (notaire) ته تسلیم کړئ او هغه به تاسو ته د تسلیمۍ یو ثبوت درکړي.

شرایط : که دواړه لوري خاوند او میرمن له طلاق سره موافقه وکړي، مګر د طلاق په پایلو (د ملکیت یا مال تقسیم، د والدینو واک، او داسي نور) سره موافق نه وي.

نو دواړه لوري باید د کورنیوچارو ادارې قاضي یا د محکمې قاضي ته مراجعه وکړي. د طلاق دوسیه د خاوند یا میرمن د وکیل لخوا ثبت کيږي. قاضي کولی شي د طلاق د حکم نه مخکي د لنډمهاله اقداماتو امر وکړي یا غوښتنه رد کړي.

مهمه یادونه: د پروسې په جریان کې هر وخت طرفین کولی شي د دوه اړخیز رضایت سره د طلاق غوښتنه وکړي که چیرې دوی ګډې موافقې ته رسیدلي وي.

شرایط : طرفین کولی شي د طلاق غوښتنه وکړي که چیرې خاوند یا میرمن یې له واده سره د تړلي دندو او مسؤلیتونوڅخه جدي سرغړونه کړې وي ( د مثال په توګه: زنا، ظلم زیاتۍ ، سپکاوی، د واده شریک کور پریښودل، او داسې نور ).

طرفین باید د کورنیو چاروادارې قاضي یا د محکمې قاضي ته مراجعه وکړي. د طلاق دوسیه د طرفینو څخه دیوه وکیل له ثبت کيږې. قاضي کولی شي د طلاق د حکم څخه مخکي د لنډمهاله اقداماتو امر وکړي یا غوښتنه رد کړي.

مهمه یادونه: د پروسې په جریان کې هر وخت طرفین کولی شي د دوه اړخیز رضایت (که دوی یوې موافقې ته رسیدلي وي) یا د ازدواجي اړیکې دایمي تغیر لپاره یا د قطع کیدو اصول منلو لپاره غوښتنه وکړي.

شرایط : کله چې دواړه خاوند او میرمن لږترلږه د یو کال لپاره جلا ژوند کوي.

طرفین باید د کورنیوچارو قاضي یا قضایي محکمې ته مراجعه وکړي. د د طلاق دوسیه او غوښتنه د خاوند یا میرمن د وکیل لخوا ثبت کیږي. قاضي کولی شي د طلاق وحکم دمخه لنډمهاله اقداماتو امر وکړي یا غوښتنه رد کړي.

مهمه یادونه: د پروسې په جریان کې هر وخت طرفین کولی شي د دوه اړخیز رضایت (که دوی یوې ګډې موافقې ته رسیدلي وي) یا د جلا یا قطع رابطي کیدو اصول منلو سره د طلاق غوښتنه وکړي.

او ورپسې څه وکړو؟

مدافع وکیل لازمي پروسیژرونه او اجراآت ترسره کوي، په ځانګړي توګه د قاضي په وړاندې د اختلافي طلاق په شرایطو کې.

یوځل چې د طلاق حکم د قاضي لخوا اعلان شي او په محکمې کي تصدیق او ثبت شي، له هغي ورسته به په افپرا کې ثبت شي او پدې سره به د طلاق اخیري مرحله سرته ورسیږي او د طلاق تصدیق به وشی.

د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
omar kokachomar kokachد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
utilisateur_2134382utilisateur_2134382ایډیټر او کره کتونکی
hichamhichamد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه