Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکفرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان

قیمت

وړيا

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
د کارموندني مرکز France Travail کې یې نوم لیکنه کړې وي

دا چېرته دی ؟

د فرانس تخوی (France Travail) په همکارۍ دنده یا روزنه موندل

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un mois

دا څه دي ؟

فرانس تخوی France Travail په فرانسه کې د عامه کارموندنې خدمت دی.

فرانس تخوی France Travail کولی شي ستاسو سره په لاندې مواردو کې مرسته وکړي:

  • د کار، روزنې یا په یو شرکت کې د یو ستاج یا عملي کار موندل
  • هغه دنده ومومئ چې تاسې ورسره لیولتیا لرئ، د کار بازار سره په تطابق کې
  • خپله سي وي CV ولیکئ او فرانسوي شرکتونو ته د کار موندنې لپاره غوښتنلیکونه واستوئ.
مهمه یادونه: د 2024 کال د جنوري 1 نیټې راهیسې، Pôle Emploi د فرانس تخوی France Travail شو.

د فرانس تخوی France Travail لخوا وړاندیز شوي دندې او روزنې په ویبپاڼه کې شتون لري: www.francetravail.fr

د فرانس تخوی France Travail مشاورین همدارنګه کولی شي تاسو سره په شخصي ډول او ستاسو د اړتیاو سره سم مرسته وکړي.

د فرانس ټرایل مشاورین به ستاسو سره په شخصي ډول او ستاسې د تعریف شویو اړتیاو سره سم د لومړۍ لیدنې او ملاقات پر مهال په اداره کې ستاسو د شخصي ګمارنې لاسرسي پروژې (PPAE) په چوکاټ کې ملاتړ وکړي.

سربیره پردې، د Emploi Store ویب پاڼه او زما وړاندیزونه اپلیکیشن l’application Mes Offres له لارې هم تاسې کولی شئ مشورې ترلاسه کړئ او په خپل لټون کې ترینه ګټه او مرسته ترلاسه کړئ.

یادونه: که تاسې لږ تر لږه د 6 میاشتو لپاره د فرانس تخوی (France Travail) سره راجستر شوي یاست او ستاسو د کار لپاره د موټر چلولو جواز اړین وي، تاسو کولی شئ د فرانس تخوی France Travail څخه د روزنې او ازموینې لپاره د مالي مرستې غوښتنه وکړئ.
> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه "د خپل موټر چلولو جواز لپاره د پیسو ورکولو لپاره د فرانس تخوی څخه مرسته ترلاسه کړئ"

څنګه یې وکړو ؟

تاسو به په دې Réfugiés.info پاڼه کې ټول هغه معلومات ومومئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ، ترڅو تاسې وکولی شئ د فرانس تخوی France Travail سره ځان ثبت او راجستر کړئ.

کله چې ستاسو نوم لیکنه بشپړه شي، فرانس تخوی France Travail به تاسو ته ستاسې د ټاکل شوي مشاور نوم او بریښنالیک آدرس درواستوي.

ستاسو مشاور ستاسې د وضعیت په اړه معلومات لري او ستاسو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره شتون لري، ستاسې په لټون کې له تاسې سره مرسته کوي او ستاسې د مسلکي اهدافو پراساس روزنه وړاندیز کوي.

د فرانس تخوی ویب پاڼې کې د راجستر کولو وروسته، تاسو کولی شئ خپله سي وي CV ( د کوریکولم ویټا) په خپل شخصي ځای کې "زما د مهارتونو پروفایل او زما سي وي CV" کې جوړه کړئ.

فرانس تخوی France Travail تاسو ته وړیا ویډیو وړاندیز کوي ترڅو ستاسو د سي وي CV په جوړولو کې مرسته وکړي. تاسو کولی شئ دا دلته وګورئ، خپل شخصي ځای سره د وصل کیدو له لاري.

تاسو کولی شئ د هغه دندې لپاره چې تاسو یې په لټه کې یاست د موټویشن یا پوښښ لیک هم ولیکئ. په دې لیک کې تاسو باید خپله کارې سابقه، مهارتونه، تجربه او د کار کولو لپاره ستاسو علاقمندې تشریح کړي.

یوځل چې آنلاین ستاسو CV او پوښ لیک ثبت شي نو هغه شرکتونو چې د ګمارلو په لټه کې وي هغوی ته به ښکاره شي. همدارنګه کله چې تاسو د کومې دندې لپاره تقاضا کوئ، نو ستاسو سې وي او لیک به په ویب پانه کې همیشه ثبت وي.

مهمه یادونه: په فرانسه کې، د سي وي CV لیکنې او د پوښښ لیک لپاره په عمومي توګه یوازې یو مخ (A4) کارول کيږي. ښه خبره داده چې ستاسو سي وي او لیک تر 2 مخونوڅخه زیات نه وي.

دا لازمي ندي چې خپل عکس، خپل عمر یا د زیږون نیټه، مدني حالت یا ستاسو د ماشومانو شمیر په CV کې ذکر شي. یوازي په هغه صورت چې د کارګمارونکي یا صاحب د کار لخوا د دغه ډول معلوماتوغوښتنه شوي وي.

د فرانس تخوی France Travail ویبپا ڼه یا ستاسو شخصي ځای کې ("زما دندې لټون" "Ma recherche d'offres" برخې) څخه په استفادې، تاسې د خپلو ټاکلو مشخصاتو اوعلاقې وړ بخشونو کې چې ستاسې لپاره مهم دي د دندې شته فرصتونه په لاندې ډول موندلای شئ :

  • ښار،
  • ستاسو د زده کړې کچه،
  • د تړون نوعیت (انتریم، نیم وخت، بشپړه وخت تړونونه)،
  • د فعالیت ساحه،
  • د دندې یا شغل نوم.
مهمه یادونه: تاسو کولی شئ خپل لټون له شته ټولو مشخصاتو سره ثبت کړئ، کله چې د کارمندنې په ویب پاڼه کې د دندې کوم نوی وړاندیزچې ستاسو له معیارونو سره سمون خوري او نشر ته سپارل کیږې نو تاسو ته به د بریښنالیک له لارې خبردرکول کیږي. په دې سره تاسو کولی شئ چې ژر تر ژره د وړاندیزونو څخه خبر شئ چې ممکن ستاسو د علاقې وړ وي او شته فرصت د دندې ته ژر تر ژره خپله غوښتنه ورکړئ.

یوځل چې تاسو یو وړاندیز ومومئ چې ستاسو سره مناسب او د علاقې وړمو وي، نو د تقاضا کولو لپاره تاسې 2 امکانات لری چې خپله غوښتنه وکړئ:

  • خپله سي وي او پوښښ یا انګیزه لیک ورکړ شوې بریښنالیک ته واستوئ
  • یا هم خپله CV او پوښښ لیک د هغه چا سره چې د پولي امپولا د استخدام په صفحه کې یې د دندې وړاندیز نشر ته سپارلی شریک کړئ.
مهمه یادونه: په یاد ولرئ چې په خپل بریښنالیک او پوښښ یا انګیزه لیک کې د "وړاندیز حواله" شامله کړئ.

سپارښتنه کیږي چې د هر وړاندیز لپاره خپل پوښښ یا انګیزه لیک په جداګانه ډول تنظیم کړئ، په داسې شکل چې د دندې له نوعیت سره سم خپل مهارتونه چې د ورکړشوې پوست لپار لازمي وي په سر کې ذکر کړئ.

او ورپسې څه وکړو؟

کله چې تاسوغوښتنلیک یا دندې لپاره تقاضا وکړئ ، تاسو کولی شئ د خپل کاندید په ساحه کې د هغې پرمختګ تعقیب کړئ، ترڅو معلومه کړئ چې شرکت یا اړونده اداري تاسې ته ځواب درکړئ.

شرکتونه کولی شي له تاسو سره مستقیم د بریښنالیک یا تلیفون له لارې اړیکه ونیسي.

که چیرې یو ګمارونکی تاسو ته د مرکې وړاندیز وکړي، تاسو کولی شئ په فرانس تخوی France Travail کې له خپل مشاور سره اړیکه ونیسئ ترڅو د مرکې لپاره هغه تاسې چمتو اوپه دې اړه له تاسو سره مرسته وکړي او یا هم د مرکې لپاره د ځان چمتو کولو لپاره آنلاین مشورې دلته ومومئ، که ورته اړتیا لرئ.

په یاد ولرئ چې تاسې باید د هرې نوې تجربې ترلاسه کولو ورسته (کار، رضاکارانه، روزنه، او نور)، نوي معلومات په خپل کاغذي سي وي CV او ستاسې د فرانس تخوی France Travail شخصي ځای یا حساب کې تازه کړئ.

د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
andressa bittencourtandressa bittencourtاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
omar kokachomar kokachد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
ok.dudula@gmail.comok.dudula@gmail.comد صفحي پورته برخه
adadد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه