Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, فرانسوي اتباع

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

د رواني پاملرنې مرکز ته لاسرسی موندل

...میاشي کیږي چې نوي شوي 5 місяців тому

دا څه دي ؟

د رواني روغتیا مرکزونه (CMP) د پاملرنې مرکزونه دي چیرې چې تاسو ددې امکان لری چې له روانشناسانو، عقلي او عصبي ډاکټرانو او ټولنیزو کارمندانو سره وړیا مشورې وکړي او طبي مرستې ترلاسه کړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ په کورکې هم طبي مرستې او د نرسانو خدمات ترلاسه کړئ.

پاملرنه او صحي خدمات په بشپړ ډول د صحي بیمې لخوا پوښښ کیږې.

مهمه یادونه: د لویانو (د 16 کلونو) څخه شروع د هغوی لپاره CMP شتون لري او د ماشومانو لپاره هم د CMP مرکزونه شتون لري.

د CPM مرکزونه د هرچا لپاره خلاص دي. د کوم ډاکټر لخوا معرفي کیدو ته اړتیا نشته.

څنګه یې وکړو ؟

د CMP طبي مرکزونو هیڅ ملي لارښود یا فهرست شتون نلري.

د دې لپاره چې پوهه شئ چې کوم مرکز ته لاړ شئ، نو تاسو باید د انټرنیټ له لارې هغه مرکز چې تاسو ته نږدې دی پیدا کړی، د لټون په خانه کې باید ولیکئ "د رواني روغتیا مرکز (“centre médico-psychologique) او ورسره تاسو ته د نږدې ښار نوم".

د مثال په توګه ، که تاسو دجون ښار سره نږدې ژوند کوئ ، تاسو باید د ګوګل په لټون کې ولیکئ: " سینټر میډیکو پسکولوجیک ډیجون " "centre médico psychologique dijon"

هغه لومړې تلیفون شمیرې ته زنګ ووهئ چې د لټون په نتیجه کې یې پیدا کړئ .

مهمه یادونه: په ټلیفون کې به د مرکز سکرټریټ له تاسو څخه ستاسو د اوسیدو ښارنوم غوښتنه وکړي او که اړتیا وي تاسو به بل مرکز ته ولیږدوئ.
مهمه یادونه: د CMP (وړیا) مرکز به تاسو ته د اونۍ په کارې ورځو کې په رسمې ساعتونو کې د ملاقات او لیدنې وختونه وړاندیز کړي (د مثال په توګه د سهار د 9 بجو او د مازدیګر 5 بجو په منځ کې).

که تاسو په نورو ساعتونو کې د ملاقات وخت غواړئ، نو تاسو باید د خصوصي تاسیساتو سره اړیکه ونیسئ چې د هغوی خدمات وړیا نه دي.

هغه CMP مرکز ته زنګ ووهئ چې تاسو ته درکړل شوي دي.

تاسو ته به د لومړې ملاقات او لیدنې وخت درکړشي.

مهمه یادونه: معمولا، د لومړۍ لیدنې په جریان کې به تاسو د یوې نرسې سره کتنه ولری.

په لومړي لیدنه کې تاسو باید له ځان سره لاندې اسناد ولری:

  • ستاسو د بیمې کارت (کارت ویتال) یا د روغتیا بیمې حقونو سند ،

که تاسو د د بیمې کارت نلرئ ، تاسو کولی شئ د بیمې د کارت د ترلاسه کولو لپاره په لاندې لینک کلیک کولو سره معلومات او په اجراآتو يې ځان خبر کړئ:

"څنګه خپل د بیمې کارت ترلاسه کړئ".

  • ستاسو د اوسیدو اجازه یا کارت (تتخ دسیجور) ،
  • ستاسو د روغتیا بیمې کارت ، که تاسو یو لرئ.

لومړۍ مرکه (1 ساعت) وخت نیسي او هدف یې دا دی چې:

  • په سکرتريت یا استقبالیه کې خپل شخصي معلومات ثبتول ،
  • ستاسو د اړتیاو په اړه معلومات ورکول چې کومو مرستو او ملاتړ ته ضرورت لری.

ورسته به نرس تاسو ته د یوې یا ډیرو لیدنو وړاندیز وکړي:

  • د رواني او عقلي امراضو ډاکټرسره لیدنه، په ځانګړي توګه که تاسو درمل استفاده کوی ،
  • یو ټولنیز کارکوونکی یا یو متخصص ښوونکی سره لیدنه ،
  • د نورو طبې خدماتو مثالونه: د بیان معالج ، رواني متراپی معالج ، ځینې CMPمرکزونه د هیپنوسیس او آرامۍ ناستو وړاندیز هم کوي ...

او ورپسې څه وکړو؟

مهمه یادونه: تاسو کولی شئ د CMP له خدماتو څخه هرڅومره چې اړتیا لرئ ګټه پورته کړئ.

د CMP مرکز طبي متخصصین او کارکونکي کولی شي پدې توګه تاسو د اوږدې مودې لپاره تعقیب کړي او له تاسو سره مرسته وکړي.

د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
fatma bouhejbafatma bouhejbaاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
mariammariamد صفحي پورته برخه
omar kokachomar kokachد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
utilisateur_61623907utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
etienne develayetienne develayد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
aman expertaman expertد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه