د کوید ۱۹ (COVID-19) وبا په جریان کې بیرون وتل او نقل مکان کول
دا څه شی دی؟
اوس مهال په ټوله فرانسه (میتروپولیتین) کې ګرځبندیز ختم شوی.
له همدې امله دا نور اړین ندي چې د استثنایی سفر سند یا اجازت لیک سره سفر وکړئ.
په هرصورت، د ګرځبندیز ځانګړي تدابیر په ځینو بهرنیو سیمو (d'Outre-Mer) د فرانسي کې پلي کیږي
یادونه: د کورنیو چارو وزارت په رسمي ویب پاڼه کې نور معلومات ترلاسه کړئ.
دا د چا لپاره دی؟
ټوله فرانسه
ټوله فرانسه
څنګه وکړو؟
له کور نه د باندي وتو نه مخکې اثتثنايي اجازت لیک سند را ډاونلوډ کړئ
شب بندیز
که چیرته تاسو د شپې لخوا د شب بندیز په جریان کې د 9 بجو او د سهار 6 بجو په منځ کې بهر ته تګ راتګ کول غواړئ، نو مخکې له دې نه چې له کوره ووځئ، تاسو باید د نقل او حرکت اثتثنایې د اجازت سند په خپل مبایل کې په لاندې ادرس کلیک کولو سره راکته کړئ او یا هم پرنټ کړئ.
د کارځای ته او یا هم ښوونځۍ ته تلل
که چیرته ستاسو د دباندي وتل د ستاسو له کار یا ستاسو د ماشومانو له زدکړي سره تړلي یي، نو باید اضافی سند هم ډک کړي. نوموړی سند باید د لاندې ادارولخوا هم ډک او لاسلیک شي:
- د کارخاوند لخوا که چیرته وتل د کارپه خاطر يي.
- د ماشومانو د ښونځي لخوا که چیرته له کور نه وتل د هغوی د زدکړو په خاطر يي.
د کار په خاطر تګ راتګ لپاره اجازت لیک په لاندې لنک کلیک کولو سره را ډاونلوډ کړئ : cliquez ici.
د تعلیمې فعالیت په موخه تګ را تګ لپاره اجازت لیک په لاندې لنک کلیک کولو سره را ډاونلوډ کړئ: cliquez ici.
او وروسته؟
که شب بندیز مراعت نه کړئ، نو د کنټرول په حالت کې د جریمه کیدو امکان موجود دی.
د پولیسو لخوا دشپي بندیز په جریان کې د کنټرول په حالت کې تاسو باید اجازت لیک سند د ورقي یا د پي ډي ایف PDF په شکل کې پولیسو ته ښکاره کړې.
که چیرته پولیس پدې پو سي چې تاسو د باندي وتو کوم معقول دلیل نه لري، نو ددی احتمال شته چې تاسو 135 ایورو په اندازه جریمه کړي.
د ضررت نه بغیر د باندي مه وځئ