مهم معلومات
د .....................سره Compétences clés - Jeunes 16-25 ans

د.........لخوا وړاندیز شويCentre d'Études, de Formation et d'Insertion par la Langue
په نښه شوي خلک
خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2
ځانګړي خلکځوانان
قیمت
وړيا
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
د ژمنې مودهپه دقیق ډول 4 میاشت
د ګډون کچهلږ تر لږه 3 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه
شرایط
د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
CIR یې لاسلیک کړی او د اوفي کورسونه یې بشپړ کړې وي
دا چېرته دی ؟
فرانسوي زده کړئ او خپلواک شئ
د 16 څخه تر 25 کلنو ځوانانو لپاره 4 میاشتنی روزنیز کورس، ترڅو په فرانسوي ژبه ښې خبرې او اړیکه ونیسی، په ورځني ژوند کې خپلواک شئ، او مسلکي ژوند ته چمتو شئ.
روزنه په پاریس کې تنظیم شوې او لاندې مطالب وړاندیز کوي:
- فرانسوي کورسونه
- د ریاضی کورسونه
- د کمپیوټر کورسونه،
- د ځای-وخت (espace-temps) پیژندنې کورسونه (په یو پلان، یوې جنتري پوهیدل، او نور)
- د کار نړۍ په اړه یو معرفي پریزنټشن او معلومات.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- په فرانسوي کې ښه اړیکه نیول (په شفاهي او لیکلي توګه)
- د لوستلو او لیکلو مهارت ترلاسه کول.
د ریاضیاتو، د ځای-وخت تعقیب او معلوماتي ټکنالوجۍ (کمپیوټر او انټرنیټ) له لارې د ورځني ژوند کړنې ساده کول:
- لګښتونه محاسبه کول او بودیجه اداره کول
- نقشه کارول او د ملاقات لپاره لارښوونې موندل
- په انټرنیټ کې اداري طرزالعملونه ترسره کول ...
- پوه شئ چې څنګه د روزنې یا کار په لټه کې شئ (مرحلې، لغتونه او مهم اسناد)
- د ځینو مسلکونه په اړه زده کړه.
څنګه یې وکړو ؟
- د تلیفون له لارې : 0140386776 یا 0780901920
- د بریښنالیک له لارې : armelle.petitclerc@cefil.org
د آرمیل پتیتکلیرک Armelle PETITCLERC (همغږي کوونکي) څخه د راتلونکو روزنیزو کورسونو نیټې او د نوم لیکنې یا راجستریشن غوښتنه وکړئ.
د پاڼې سر
12 مرسته کونکي فعالیت کوي











