Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره AGIR 94

Groupe SOS Solidarités
د.........لخوا وړاندیز شويGroupe SOS Solidarités

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهزیات نه زیات 24 میاشت

دا چېرته دی ؟

د وال د مارن (Val-de-Marne) سیمه کې کار او استوګنځای ومومئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 4 jours

دا څه دي ؟

اجیر (AGIR) په فرانسه کې د کډوالو لپاره د کور او کارموندنې لپاره د ملاتړ پروګرام دی.

د AGIR برنامه تاسو سره په فرانسه کې ستاسو د ادغام پروسې او ستاسې په اداري پروسیجرونو یا طرزالعملونو کې مرسته کوي.

تاسې کولی شئ په لاندې چارو کې ملاتړ ترلاسه کړئ:

  • ستاسې او ستاسو ماشومانو اړوند اداري طرزالعملونه ترسره کول.
  • د استوګنې یا کور موندل.
  • د فرانسوي زده کړې یا یو کسب زده کولو لپاره روزنه موندل.
  • د فرانس تخوی یا پولي امپولا دفتر او محلي ماموریتونو سره په ګډه یو کار یا ستاج موندل.
  • د ورځني ژوند ستونزو ته د حل لارې موندل (د ماشوم پاملرنه، روغتیا، خوځښت).
یادونه: د AGIR ملاتړ اعظمي 24 میاشتې دوام کوي او د یو تړون په لاسلیک کولو سره رسمي بڼه پیدا کوي چې تاسې باید دې ته متعهد پاته شئ. تاسو په هرو 2 میاشتو کې غونډې لرئ او ستاسو د ملاتړ په جریان کې ډله ایز ورکشاپونه تنظیمیږي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو کولی شئ پوښتنې وپوښتئ او د اداري پروسیجرونو یا طرزالعملونو په ترسره کولو کې د مرستې غوښتنه وکړئ:

  • د ټولنیز کور، دالو (DALO) لپاره غوښتنلیک...
  • مالیات
  • دموټر چلولو جواز
  • د بانک حساب
  • د هویت اسناد (د اوسیدو اجازه یا تتخ دی سیجور، د سفر کولو جواز یا پاسپورت)
  • ستاسو په مسلکي لارښود کې ملاتړ کیدل.
  • خپله مسلکي پروژه جوړه ول او د فرانس تخوی (France Travail) یا Pôle Emploi او محلي ماموریتونو سره په ګډه دنده یا روزنه موندل.
  • په فرانسوي ژبه کې د پرمختګ لپاره د روزنې یو مرکز یا یوې اتحادی پیدا کول او نوم لیکنه کول.
  • د کارموندنې او مسلکي ادغام مالتړ لپاره جوړښتونه یا سازمانونه موندل: فرانس تخوی یا پولي امپولا Pôle Emploi، محلي ماموریتونه، AFPA، GRETA، او داسې نور.
  • د استوګنې په موندلو کې مرسته.
  • د استوګنې موندلو وروسته هلته ځای په ځای کیدل او پروسیجرونو یا طرزالعملونو ترسره کولو کې مرسته کیدل.
  • په کور کې د خپلواک کیدو کې ملاتړ.

څنګه یې وکړو ؟

د دې پروګرام څخه د ګټې اخیستنې لپاره، تاسو باید:

  • د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکی وی (لوی یا کوچنی چې عمر یې له 16 کلونو څخه ډیر وي).
  • له دوو کلونو څخه لږ وخت لپاره نړیوال خوندیتوب ترلاسه کړئ وي.
  • د جمهوري د ادغام تړون (CIR) مو لاسلیک کړی وي.
  • په وال دی مارن Val-de-Marne کې میشت وی.
یادونه: ستاسو په کورنۍ کې خلک (میړه یا میرمن، کوچني ماشومان، مور او پلار) حتی که دوی کډوال نه وي، کولی شي ستاسو سره د پروګرام څخه ګټه پورته کړي.

که تاسې د AGIR پروګرام څخه د ګټې اخیستنې لپاره اړین شرایط پوره کړئ (1 برخه وګورئ)، تاسو مستقیم د OFII لخوا پروګرام راجع یا معرفي کیدی شئ.

د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
agir94agir94ایډیټر او کره کتونکی
niknameniknameد صفحي پورته برخه
mohamed sayed shokrimohamed sayed shokriد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
madeleine cmadeleine cد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه