مهم معلومات
د .....................سره ETAPE
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د ټولنیزو لوبو له لارې نوي خلکو سره لیدنه کول
دا څه دي ؟
د څو ملیتونو او هر عمر نوي خلکو سره د لیدو په موخه په ګروپي ډول ترسره کیدونکي ټولنیزې لوبې.
هدف دا دی چې خوند واخلئ، یو بل ملاتړ وکړئ او په فرانسوي ژبه کې پرمختګ وکړئ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- ښه پوهیدل او په شفاهي توګه اړیکه نیول
- نوي لغتونه زده کړئ او د ژبې لیکلو کې پرمختک وکړئ
- په خپل ورځني ژوند کې ډیر خپلواک شئ.
د ټولنیزو لوبو څخه له لارې تاسو کولی شئ د نورو خلکو سره لیدنه او اړیکه ونیسئ، مختلف تلفظونه واورئ، یو بل سره مرسته وکړئ ...
شریک کړئ، ښه وخت ولرئ، آرام وکړئ، نوې لوبې ومومئ ...
څنګه یې وکړو ؟
د ورکشاپونو د نیټې موندلو لپاره، موږ ته په وټسپ (WhatsApp) د 0764331678 شمیرې له لارې یو پیغام واستوئ یا موږ ته په associationetape@outlook.fr بریښنالیک ولیکئ.
په میاشت کې دوه ځله د شنبې په ورځ د ماسپښین له 4 بجو څخه تر 6 بجو پورې، د لیدنې ځای: د پاریس 14مه ناحیه د مهاجرینو کور (la Maison des réfugiés).
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي