مهم معلومات
د .....................سره HOPE - Hébergement Orientation Parcours vers l'Emploi
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
کار او کور ته لاسرسی
دا څه دي ؟
هوپ HOPE د کډوالو لپاره د کارموندنې او د ځان بسیاینې پروګرام دی.
دا یوه روزنیزه دوره ده چې په بېلابېلو برخو کې ترسره کیږي:
- د کار لپاره د فرانسوي زده کړه : 400 ساعته روزنه (330 ساعته په Afpa مرکز کې او 70 ساعته په یوه شرکت کې ستاج یا عملي کار کول) بیا د ژبې مهارتونو ډیپلوم (DCL) ترسره کول.
- مسلکي روزنه : د مسلکيتوب قرارداد یا لنډمهاله مسلکي ودې قرارداد (CDPI).
- یو تصدیق یا سرټفیکیشن : د مسلکي وړتیا سند (CCP) یا مسلکي ډیپلوم
- د رزونې په ټوله موده کې هر اړخیز ملاتړ (کور، روغتیا، حقوق، وګړیتوب).
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د مسلکي کسانو لپاره د فرانسوي ژبې کورسونه (400 ساعته).
ستاسې د فرانسوي ژبې کچه به ورسته د مسلکي فرانسوي DCL (د ژبې وړتیا ډیپلوم) په ترسره کولو له لارې تصدیق او تایید شي.
تاسې به د پروګرام په ټوله موده کې د استوګنې ځای ولری. د روزنې په اوږدو کې ټولنیز ملاتړ به تاسې ته اجازه درکړي چې د روزنې په پای کې خپلواک کور ته لاسرسی ومومئ.
تاسې به په هغه مسلکونو او کسبونو کې وروزل شئ په کومو کې چې کارکونکو ته ضرورت دی. د روزنې په پای کې ممکن تاسې ته د کار وړاندیزونه وشي او کار ومومئ.
تاسې ته به د روزنې په جریان کې پیسې درکول کیږي.
څنګه یې وکړو ؟
- د شیر (بورجز) Cher (Bourges) لپاره: Conseilformation18@afpa.fr
- د اندر ای لوار (تور) Indre-Et-Loire (Tours) لپاره: Conseilformation37@afpa.fr
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
14 مرسته کونکي فعالیت کوي