Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Agir 22

AGIR Envergure 22
د.........لخوا وړاندیز شويAGIR Envergure 22

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهزیات نه زیات 24 میاشت

دا چېرته دی ؟

په Côtes-d'Armor کې دنده او استوګنځای موندل

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 mois

دا څه دي ؟

اجیر (AGIR) په فرانسه کې د مهاجرینو لپاره د کور او کارموندنې لپاره د ملاتړ پروګرام دی .

د AGIR پروګرام له تاسې سره په فرانسه کې ستاسې د ادغام پروسې او ستاسې په طرزالعملونو او پروسیجرونو کې مرسته کوي.

تاسې به په لاندې مواردو کې ملاتړ ترلاسه کړئ:

  • ستاسې او ستاسې ماشومانو لپاره اداري طرزالعملونه ترسره کول
  • د استوګنې موندل
  • د فرانسوي زده کړې یا د یو شغل زده کولو په موخه د روزنې موندل
  • د کار موندنې مرکز او محلي ماموریتونو ادراې سره په ګډه د یو کار یا ستاج موندل
  • د ورځني ژوند ستونزو ته د حل لارې موندل (د ماشوم پاملرنه، روغتیا، نقل او حرکت).
یادونه: د AGIR ملاتړ اعظمي 24 میاشتې دوام کوي او د یو تړون په لاسلیک کولو سره رسمي بڼه خپلوي اوتاسې باید تړون ته ژمن پاتي شئ. تاسو په هرو 2 میاشتو کې غونډې لرئ او ستاسو د ملاتړ په جریان کې به ډله ایز ورکشاپونه تنظیمیږي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو کولی شئ پوښتنې وپوښتئ او د اداري طرزالعملونو او پروسیجرونو کې د مرستې غوښتنه وکړئ: د کور اړوند مرسته، مالیه، د موټر چلولو جواز، بانکي حساب، د هویت اسناد، د استوګنې کارت، او داسې نور.

  • ستاسې په مسلکي لارښود او کار پیدا کولو کې ملاتړ کیدل،
  • د کار موندنې مرکز Pôle Emploi او محلي ماموریتونو سره په ګډه خپله مسلکي پروژه جوړه ول او دنده یا روزنه موندل (فرانس کار France Travail)،
  • په فرانسوي ژبه کې د پرمختګ لپاره د روزنې یو مرکز یا اتحادې موندل او ځان ثبتول،
  • د کار موندنې او د مسلکي ادغام بنسټونو پیژندل او په اړه یې ځان خبرول، لکه، د کار موندنې مرکز Pôle Emploi، محلي ماموریتونو (Missions locales)، AFPA، GRETA، او داسې نور.
  • د استوګنې په موندلو کې مرسته ترلاسه کول
  • د استوګنې موندلو وروسته، په هغې کې د میشت کیدو او طرزالعملونو کې مرسته کیدل
  • د کور اړوند چارو کې مرسته او ملاتړ کیدل ترڅو تاسې په خپله وکولای شئ په خپلواکه توګه یې ترسره کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د دې پروګرام څخه ګټه پورته کولو لپاره، تاسو باید:

  • د نړیوال خوندیتوب ګټه اخیستونکی اوسئ، پدې معنی چې تاسې په فرانسه کې د کډوال وضعیت ترلاسه کړئ او قانوني اسناد لرئ (لوی یا کوچنی چې عمر یې له 16 کلونو څخه پورته وي)
  • له دوو کلونو څخه کم وخت کیږي چې نړیوال خوندیتوب یا قبولي یې ترلاسه کړي وي
  • د CIR (د جمهوریت د ادغام تړون) یې لاسلیک کړی وي
  • په کوت د ارمور Côtes-d'Armor کې اوسیږي او هلته ژوند کوي (یو ثابته پته ولري).
یادونه: ستاسې د کورنۍ غړي (میړه یا میرمن، کوچني ماشومان، والدین) حتی که هغوی کډوال هم نه وي، کولی شي ستاسو سره د پروګرام څخه ګټه پورته کړي.

که تاسو د AGIR پروګرام څخه د ګټې اخیستنې لپاره اړین شرایط پوره کړی (1 برخه وګورئ)، نو تاسې به په مستقیمه توګه د اوفي ادارې OFII لخوا پروګرام ته ورمعرفي شئ.

د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
agir 22agir 22ایډیټر او کره کتونکی
marc enverguremarc envergureایډیټر او کره کتونکی
niknameniknameد صفحي پورته برخه
mohamed sayed shokrimohamed sayed shokriد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
gracegraceد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه