خپله مورنۍ ژبه ماشومانو ته تدریسول
دا څه دي ؟
نورو ته د خپلې مورنۍ ژبې تدریس او ښوونې فرصت، همدارنګه د اړوند سیمو او هیوادونو کلتور، تاریخ او جغرافي په اړه زده کړه ورکول چیرې چې یاده ژبه ویل کیږي.
تاسو کولی شئ د ټولو ژبو وړاندیز وکړئ : هسپانوي، عربي، فارسي، روسی، پرتګالي، ترکي، اوکرایني ...
د ژبې د تدریس ټولګي په لومړني ښوونځي کې په لانې ادرس کې تنظیم شوي:
12th arrondissement، Reuilly-Diderot Metro Station (د میترو تم ځای : رويي دیدرو )
موخه دا ده چې د 6 او 11 کلونو ترمنځ ماشومان وهڅول شي چې د یوې بهرنۍ ژبې له لارې نړۍ سره لا زیاته اشنايي پيدا کړي.
ستاسې مسؤولتونه به په لاندې ډول وي:
- درسونه مخکې له مخکې چمتو کړئ او کومکي وسایل غوره کړئ (متنونه، ویډیوګانې، هنري پروژې، او نور)
- په هره اونۍ کې د 1:30 ساعت دوه ناستې باید تنظیم شي، د سه شنبې او جمعې ورځو کې د غرمې ورسته.
د هر ساعت په مقابل کې تاسې ته 15 یورو درکول کیږي.
> د Réfugiés.info پاڼه کې دا مطلب ولولئ: د متشبس وضعیت یا شخصي کاروبار پيل کولو جواز ترلاسه کول "devenir auto-entrepreneur"
دا ولي په زړه پورې دي ؟
که تاسې مخکې له دې په خپل هیواد یا فرانسه کې یاده ژبه تدریس او ښوونه ترسره کړې وي (د رضاکار یا مسلکي په توګه)، دا ستاسې د مهارتونو کارولو لپاره فرصت دی.
که تاسې هیڅکله د ښوونکي په توګه فعالیت نه وې ترسره کړئ، ولې ښوونه ستاسې مسلکې زده کړه او پروژه ده، نو تاسې کولای شئ چې ددې فرصت څخه په استفادې د تدریس یا ښوونې تمرین وکړئ او تجربه ترلاسه کړئ.
دا تجربه تاسې ته اجازه درکوي پیسې وګټئ او په خپله سي وي CV کې یې اضاف کړئ.
تاسو به د ماشومانو، نورو ښوونکو، د اتحادېی له غړيو سره ووینئ، او خپل کلتور شریک کړئ.
څنګه یې وکړو ؟
د خپل ځان او اړونده ژبې په اړه لنډ معلومات یا پریزنټشن سره یو بریښنالیک لاندې پتې ته واستوئ چې تاسو یې تدریس کول غواړئ:
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي