یوه دنده پیدا کړی او یا د خپلی خوښی رشته کی روزنه ومومئ
سره د La permanence emploi / formation سره
دا څه شی دی؟
د کارموندنې/روزنې دفتر د هغو کډوالو لپاره د ښه راغلاست ځای دی چې غواړي د دوی په مسلکي ادغام کې ورسره مرسته او ملاتړ وشي.
د مسلکي ادغام په برخه کې د مشاور سره د لومړنۍ مرکې وروسته، د ملاتړ شوي د اړتیاوو او پروژې سره سم د یو کاري پلان وړاندیز کیږي.
انفرادي ملاتړ او ډله ایز ورکشاپونه د 6 میاشتو لپاره وړاندیز کیږي.
دا د چا لپاره دی؟
6 مياشتې
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
6 مياشتې
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
ولې دا په زړه پورې ده؟
خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره شخصي روزنه
د ټولنیز- مسلکي تشخیص له لارې د مسلکي ادغام مشاور به ستاسي د مسلکي پروژې په جوړولو او د هغې د ترلاسه کولو لپاره په مختلفو مرحلو کې له تاسي سره مل او ملاتړ کوي.
د 6 میاشتو لپاره ملاتړ
د 6 میاشتو لپاره به تاسي د یو انټرنشپ یا ستاج، روزنې یا کار موندلو کې ملاتړ کیږئ. تاسو کولی شئ په ورکشاپونو کې برخه واخلئ ترڅو د دندې لټون په اړه تخنیکونو زده کړه وکړئ، سي وي CV او پوښښ لیک ولیکئ او د کار مرکې لپاره ځان چمتو کړئ.
د فرانسوي ژبي کورسونه، روزنه ومومئ ...
تاسو به د فرانسوي ژبي کورسونو (FLE)، روزنې، کارموندنې یا ادغام برنامو ته ستاسو د اړتیاو سره سم لارښونه ترلاسه کړئ.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د ملاقات له لارې مرکه
د راجستر او نوم لیکنې لپاره، تاسو باید لاندې ایمیل ته یو بریښنالیک واستوئ:
refugies.permanenceemploi@habitat-humanisme.org
زموږ د مسلکي ادغام مشاور به تاسو سره اړیکه ونیسي ترڅو لومړنۍ مرکه تنظیم کړي.