د انټرنیټ له لارې د اداري طرزالعملونو ترسره کولو کې ملاتړ او مرسته ترلاسه کول (کمپیوټر، ګرځنده تلیفون، ټابلیټ)
سره د Unis-Cité et la Maison Bleue سره
دا څه شی دی؟
په څو ژبو ورکشاپونه چې په لاندې مواردو کې مرسته کوي:
- د انټرنټ څخه د ښې استفادې او ګټې اخیستنې لپاره موبايل، ټابلېټ، کمپيوټر په ښه توګه کارول، اپليکېشنونه ډاونلوډ کول، خبرې کول، اسناد ترلاسه کول او لیږل...
- په انټرنیټ کې د ورځني ژوند اداري طرزالعملونه او کړنې ترسره کول :
- د دندې لټون، سي وي CV او یو پوښښ لیک لیکل،
- د ټرانسپورټ کارت غوښتنه کول، د SNCF حساب جوړول، ټکټونه اخیستل،
- د بهرني ډیپلوم پیژندلو غوښتنه کول، د راجستریشن او نوم لیکنې دوسیه بشپړه کول،
- د فرانسوي زده کړې لپاره غوښتنلیکونه ډاونلوډ کول، د ژباړې سایټونه ښه کارول،
- د جرمي یا جنايي سابقي سند غوښتنه کول، د قانوني خدماتو لټون کول،
- د دکتولب Doctolib حساب جوړول او د ملاقات وخت اخیستل، د AMELI حساب جوړول او د کارت ویتال یا بیمې کار غوښتنه کول،
- یو ایمیل ادرس جوړول، بریښنالیکونه لیکل، او ترلاسه کول ...
یادونه: ورکشاپونه د هرچا لپاره خلاص دي، هره پنجشنبه د مارچ میاشتي له 02 څخه تر 08 جون 2023 پورې، د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 5 بجو پورې.
یادونه: د کمپیوټر یا ټکنالوژۍ د زده کړې ورکشاپ په استثنایي ډول په لاندې نیټو شتون نه لري: 16 مارچ، 6 اپریل، 20 اپریل او 18 می 2023
دا د چا لپاره دی؟
په اونۍ کې 3 ساعته
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
35 - Ille-et-Vilaine
په اونۍ کې 3 ساعته
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
35 - Ille-et-Vilaine
ولې دا په زړه پورې ده؟
د انټرنیټ څخه په استفادې کې خپلواک کیدل
تاسو د خپل اداري طرزالعملونو ترسره کولو لپاره د کمپیوټر او ګرځنده تلیفون کارول زده کړئ او خپل ژوند په خپلواک ډول تنظیم کړئ.
په خپله ژبه توضیحات او مالومات ترلاسه کړئ
که تاسو تنظیم کونکو ته دمخه خبر ورکړئ، نو ممکن د یو ژباړونکي لخوا مرسته درسره وشي چې ستاسو په ژبه خبرې کوي (د ژباړونکي شتون پورې اړه لري).
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
اړیکه ونیسئ یا مستقیم سایټ او محل ته راشئ
د بریښنالیک پته: Coopr.rennes35@gmail.com
د تلیفون شمیره: 0299337525
پته:
123 Boulevard de Verdun Rennes 35000