په پنتن (Pantin) کې فرانسوي کورسونه ترسره کړئ
سره د ژبې مسلکي روزنه
په پنتن (Pantin) کې فرانسوي کورسونه ترسره کړئ
سره د ژبې مسلکي روزنه
وروستی او تازه معلومات (اپډیت) : 10 nov. 2022
دا څه شی دی؟
دا روزنه به تاسو ته اجازه درکړي چې ستاسو د فرانسوي ژبې کچې ته وده ورکړي او ستاسو سره د کار یا روزنې په لټون کې مرسته وکړي.
په پروګرام کې لاندې موضوعات شامل دي:
- په پنتن (Pantin) کې 135 ساعته فرانسوي کورسونه (په اونۍ کې 8 ساعته). کچه: A1.1، A1، A2، B1.
- د مسلکي مشاورینو سره انفرادي مرکې (له 2 څخه تر 6 ساعتونو پورې)،
- د کار موندني ورکشاپونه (24 ساعته)
- د شرکتونو څخه لیدنه (6 ساعته)
- د کمپیوټر زده کړې کورسونه (50 ساعته)...
دا د چا لپاره دی؟
هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده
6 مياشتې
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
93 - Seine-Saint-Denis
هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده
6 مياشتې
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
93 - Seine-Saint-Denis
ولې دا په زړه پورې ده؟
د فرانسوي ژبې کچه ښه کړئ
- د لیکلو او لوستلو لومړني مهارتونو ته وده ورکړئ (د A1.1، A1، A2 یا B1 په کچه)
- د DELF ازموینې لپاره چمتو کول
د دندې موندلو یا روزنې لپاره ملاتړ
- د دندې لټون لارې چاري او تخنیکونو کې خپل مهارتونو ته وده ورکړئ
- په ځان باور او مهارتونو ته وده ورکړئ (مخابرات، خلاقیت، او نور)
د ډیجیټل ټکنالوژۍ کارولو زده کړه
د کمپیوټر او تلیفون استعمال زده کول
کلتوري فعالیتونه او تفریحي فعالیتونه ترسره کول
- هنري او لاسي فعالیتونه: تیاتر، سینما یا نجاري د ژبې د کچې پورې اړه لري
- او کلتوري نندارتونونه: سینما، موزیمونه، تیاتر ...
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
لاندې بریښنالیک ته یو ایمیل واستوئ:
claire.toutlemonde@habitat-cite.org
کلیر توتلموند Claire Toutlemonde د روزنې همغږي کوونکی ده. هغه به وکولی شي تاسو د کورسونو په لیست کې ثبت کړي (د فبروري 2023 څخه تر 2023 جون).
په خپل بریښنالیک کې لاندې مالومات ذکر کړئ :
- ستاسو نوم او تخلص
- ستاسو د تلیفون شمیره او پته
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
9دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ