مهم معلومات
د .....................سره Habitat et Humanisme Urgence

په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
د ترافیکي قوانینو د زده کړې لپاره فرانسوي زده کول
دا څه دي ؟
د لویې لارې کوډ یا د ترافیکي قوانینو کوډ چمتو کولو لپاره د 100 ساعتونو فرانسوي کورسونو روزنه.
د روزنې هدف:
- دترافیکي قوانینو لغتونه پیژندل
- د امتحان پوښتنو منطق درک کول
- د ازموینې اخیستلو شرایطو او د ازموینې لپاره د پیسو ورکولو لپاره د مالي مرستې په اړه مالومات موندل.
نیټې: د 2023 کال د نومبر له 27 مې نیټې څخه د دسمبر میاشتې 16 نیټې پورې.
په هره اونۍ کې درسي پروګرام: 25 ساعته (3.5 ورځې)
ځای: سانت دینس Saint-Denis (93)
روزنه وړیا او بې معاشه ده.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
دا روزنه د ازموینې لپاره چمتو کولو ټول معلومات ورکوي: لغتونه، طریقه، د وخت مدیریت، تادیه.
د ځانګړو لغتونو سربیره، روزنه د فرانسوي ژبې په ښه پوهیدو، لوستلو او خبرې کولو کې مرسته کوي.
د هغو زده کونکو لپاره د موټر چلولو جواز تمویل یا مالي مرسته چې د فرانسوي زبې (FLE) روزنه یې بشپړه کړې وي.
څنګه یې وکړو ؟
د پوښتنې کولو یا نوم لیکني لپاره، تاسو کولی شئ یو بریښنالیک واستوئ:
refugees.thrasos@habitat-humanisme.org.
د ژبې د کچې ارزونه به د روزنې لپاره د نوم لیکنې د اعتبار لپاره تنظیم شي.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
15 مرسته کونکي فعالیت کوي