د ورځني ژوند لپاره فرانسوي زده کړئ
سره د Je De Mots سره
دا څه شی دی؟
دا د هغو خلکو لپاره روزنه ده چې غواړي فرانسوي زده کړي یا د خپلې ژبې کچه ښه کړي، په ورځني ژوند کې د خبرو اترو لپاره.
یادونه: درسونه د پنجشنبې څخه تر جمعې پورې، په سهار او ماسپښین کې ترسره کیږي (د ازموینې وروسته ستاسو د کچې پورې اړه لري).
دا د چا لپاره دی؟
کډوال او نوي راغلي
3 میاشتې (لږترلږه) تر 12 میاشتو (= 1 کال)
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
59 - Nord
کډوال او نوي راغلي
3 میاشتې (لږترلږه) تر 12 میاشتو (= 1 کال)
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
59 - Nord
ولې دا په زړه پورې ده؟
په فرانسوي ژبه لیکل او خبرې کول زده کړئ
د دې لپاره چې په خپل ورځني ژوند کې ډیر خپلواک شئ او پوه شئ چې چیرته لاړ شئ ستاسو په هڅو کې ستاسو سره مرسته وکړي.
د مدني ادغام په ورکشاپونو کې ګډون وکړئ
- په فرانسه کې د ژوند قواعد، مقرارات، کوډونه، د ژوند عادتونه په ښه توګه زده کول او عملي کول.
- د فرانسوي ادارې سیستم اړوند پیژندل او پوهیدل (د ښاروالۍ، مالیاتو، پریفکتور، ښوونځي او نور)
د نورو خلکو سره لیدنه وکړئ
دا ستاسو لپاره یو فرصت هم دی چې له نورو خلکو سره ووینئ، مختلف تلفظونه واورئ ، یو بل سره مرسته وکړئ ...
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د نوم لیکني شرایط
• د EU یا اورپایي تابعیت ونلري او په فرانسه کې اوسیږئ یا د 5 کلونو څخه کم د استوګنې جواز ترلاسه کړی وي
• یوه شخصي پروژه ولرئ چې د روزنې له موخو سره مطابقت ولري
• موجود اوسئ او د روزنې په ورځو کې د حاضریدو ژمنه وکړئ ( لږترلږه 3 میاشتې )
د راجستر یا نوم لیکني لپاره
• مخکینۍ نوم لیکنه : د اړیکو فورمه باید ستاسو د ټولنیز کارمند سره یو ځای ډکه کړئ که چیرې تاسو یو مرسته کونکی شخص لرئ. یا په خپله ډکه کړئ: تخلص، نوم، تلیفون، ایمیل. که تاسو نشئ کولی فرومه خانه پورې کړئ، لاندې بریښنالیک یو لیک واستوئ: fle.lille@groupe-sos.org
• د ستاسو د کچې په موخه ازموینه او د کورسونو د معرفي کولو لپاره مرکه .
• وړاندیز شوی مهالویش او زموږ د وړاندیز له منلو وروسته د کورس پیل .
که اړتیا وي موږ سره اړیکه ونیسئ
تاسو کولی شئ د (Je De Mots ) پروژې همغږي کونکي ماري ډومونټ (Marie DUMONT) سره اړیکه ونیسئ:
• تلیفون: 06.07.66.38.44
• بریښنالیک: fle.lille@groupe-sos.org
پته: La Manufacture, 3 rue du Docteur Huart 59260 HELLEMMES-LILLE
په ګډه کار کول
موږ ستاسو د ټولنیز مرسته کونکي (که تاسو یې لرئ) سره خبرې کوو ترڅو تاسو سره ستاسو د پرمختګ په ښودلو کې مرسته وکړي یا ستاسو اړتیاوي او ستونزې په نښه کړي که چیرې تاسو په خپله نشئ کولای په دې اړه تشریح او مالومات ورکړئ.