د کار لپاره فرانسوي زده کړئ
سره د Je De Mots-SOS Solidarités Lille سره

د کار لپاره فرانسوي زده کړئ

سره 
د Je De Mots-SOS Solidarités Lille سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)5 sept. 2022

دا څه شی دی؟

دا د هغو خلکو لپاره روزنه ده چې غواړي د خپلې ژبې کچه ښه کړي، په مسلکي چاپیریال کې ارتباطا په ښه توګه په مخ یوسي.

د دې ژبې زده کړې سربیره، موږ ستاسو په مسلکي ادغام کې ملاتړ وړاندیز هم کوو.

یادونه: درسونه د سه شنبې څخه تر چهارشنبه پورې، په سهار او ماسپښین کې ترسره کیږي (د ازموینې وروسته ستاسو د کچې سره سم).

دا د چا لپاره دی؟

مهم!

کډوال او نوي راغلي

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

3 میاشتې (لږترلږه) تر 12 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

59 - Nord

مهم!

کډوال او نوي راغلي

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

3 میاشتې (لږترلږه) تر 12 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

59 - Nord

ولې دا په زړه پورې ده؟

د کار سره په تړاو فرانسوي زده کړئ

خپل د شفاهي او لیکلي ژبې مهارتونو ته وده او پیاوړتیا ورکړئ ترڅو په خپل کار کې خپلواک شئ.

مسلکي لغتونه زده کړئ

د روزنې له لارې، تاسو کولی شئ مسلکي لغتونه زده کړئ.

په کار کې ځان پوه کړئ

تاسو به وکولی شئ په کار کې په اسانۍ سره اړیکه ونیسئ: خپل ځان د خپلو همکارانو، خپل رییس سره خبرې اترې وکړئ او ښه تفاهم ولرئ.

خپل مسلکي ادغام اسانه کړئ

تاسو به په خپل مسلکي مسلک کې د خپلواکۍ ترلاسه کولو کې ملاتړ او مرسته ترلاسه کړئ.

د کار یا حرفوي زده کړو لپاره ستاسو په لټون کې ډیر خپلواکي ولرئ

تاسو به وکولی شئ د CV لیکلو څرنګوالی زده کړئ ، یو پوښښ لیک ...

په شراکت یا ګډه کار کول

موږ ستاسو د ټولنیز همکار او مسلکي همکار سره اړیکه جوړوو، که چیرې تاسو یو همکار لرئ چې تاسو سره ستاسو د پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي یا ستاسو اړتیاوي او مشکلات پیژني که تاسو د دوی په بیانولو کې ستونزه لرئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د نوم لیکنې شرایط

  • مهاجر اوسئ، دکډوالۍ اسناد ، فرعي محافظت ولرئ یا نوی راغلی اوسئ (= له 5 کلونو څخه لږ په فرانسه کې اوسئ)
  • د ادغام یوه پروژه ولرئ چې د روزنې اهدافو سره مطابقت ولري
  • د دې وړتیا ولرئ چې په فرانسوي کې په لنډو، ساده جملو کې په شفاهي او لیکلي ډول خبرې وکړئ (د CEFR کچه A1 )
  • موجود اوسئ او وخت ولرئ او د روزنې په ورځو کې حاضریدو ته ژمن اوسئ (لږترلږه 3 میاشتې)

د راجستریشن یانوم لیکنې لپاره

  • مخکینۍ نوم لیکنه : د اړیکو فورمه باید ستاسو د ټولنیز کارمند سره یو ځای بشپړه شي که تاسو یو ه همکار لرئ. یا دا مالومات ورکړئ: تخلص، نوم، تلیفون، ایمیل. که چیرې تاسو نشی ډکولی، یو بریښنالیک واستوئ: fle.lille@groupe-sos.org
  • د ځای پرځای کولو ازموینې او د کورسونو د پریزنټشن لپاره مرکه.
  • وړاندیز شوی مهالویش او زموږ د وړاندیز له منلو وروسته د کورس پیل.

که اړتیا وي موږ سره اړیکه ونیسئ

تاسو کولی شئ د (je De Mots) پروژې همغږي کونکي، ماري ډومونټ (Marie DUMONT) سره اړیکه ونیسئ:

  • تلیفون: 06.07.66.38.44
  • بریښنالیک: fle.lille@groupe-sos.org

پته: La Manufacture, 3 rue du Docteur Huart 59260 HELLEMMES-LILLE

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
4 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Responsable

Groupe SOS Solidarités
Groupe SOS Solidarités

Partenaires

Fondation Vinci
FAS-Fédération des Acteurs de la Solidarité

Responsable

Groupe SOS Solidarités

Groupe SOS Solidarités

Partenaires

Fondation Vinci

FAS-Fédération des Acteurs de la Solidarité