خپلو تجربو ته وده ورکول او دنده موندل
سره د Programme Socle سره

خپلو تجربو ته وده ورکول او دنده موندل

سره 
د Programme Socle سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 26 juil. 2022

دا څه شی دی؟

د کارموندنې د ټولنې SOCLE پروګرام (AERé) مهاجرینو ته د دوی اړتیاوو ته په کتو سره ، د کار موندلو یا روزنې لپاره د 12 میاشتو لپاره مالتړ وړاندې کوي.

یادونه: د ګډون لپاره د ځانګړې کچې مطالعې یا فرانسوي کچې ته اړتیا نشته.

  • شخصي ملاتړ: تاسو به د مسلکي ادغام د مسؤول نه مشورې ترلاسه کړئ چې ستاسو اړتیاو سره سمون لري.
  • تاسو کولای شئ چې په 8 ډله ایز ورکشاپونو کې چې د بشرمنابعو مسلکي کسانو لخوا رهبر کیږي برخه واخلئ ، ترڅو تاسو په فرانسه کې د کارې نړۍ لپاره چمتو کړئ.
  • اکسیون امپلوا رفیوجي د شرکتونو سره ناستې هم تنظیم وي ترڅو مهاجرینو سره د دندو موندلو او شرکتونو سره تبادله کې مرسته وکړي ...

دا د چا لپاره دی؟

مهم!

تاسو خپل د استوګنې جواز ته اړتیا لرئ

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 56 کاله
موده

12 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

مهم!

تاسو خپل د استوګنې جواز ته اړتیا لرئ

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 56 کاله
موده

12 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ولې دا په زړه پورې ده؟

شخصي ملاتړ ولرئ

د بریالي مسلکي ادغام لپاره د مسلکي ادغام مسؤول له لارې شخصي ملاتړ او د ملاقات وختونه ترلاسه کړئ.

په ورکشاپونو کې ګډون وکړئ

موږ د کار موندلو لپاره ورکشاپونه وړاندیز کوو، د بیلګې په توګه:

  • په فرانسه کې کار کول
  • بیا پیلول
  • یو پوښ لیک لیکل
  • د کار وړاندیز ته ځواب ویل
  • ستاسو د دندې مرکه کې بریالي کیدل
  • د استخدام وروسته مشوره ترلاسه کول

مالومات ترلاسه کړئ

په کار نړۍ کې د شامیلدو او کار مندنې په موخه ستاسو د اړتیاو مطابق د اتحادیو اړوند معلومات او لارښوونه ترلاسه کړئ.

د شرکتونو سره لیدنه وکړئ

موږ په کار ګمارلو او دندې مندلو د اسانتیا په موخه د شرکتونو سره ناستې تنظیم کوو: ډله ایز معلومات ، "د دندې نیټه" او داسې نور.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د بریښنالیک له لارې ځان راجستر یا ثبت کول

  • د نوم لیکنې لپاره لاندې بریښنالیک ته خپل معلومات ولیږئ: contact@actionemploirefugies.com
  • د راجستریشن یا نوم لیکنې په بریښنالیک ولیکې چې تاسو په پاریس یا بوردو کې ژوند کوئ او لاندې معلومات ورکړئ: تخلص، نوم، د زیږون نیټه، د تلیفون شمیره، هغه ښار چې تاسو اوسیږئ پکې
  • له تاسو سره به د اتحادې لخوا اړیکه ونیول شي ترڅو راشي او د "لومړي تماس ناستې" کې ګډون وکړئ او ستاسو د اړتیاو سره سم د ملاتړ څخه ګټه پورته کړئ.

یادونه: تاسو باید په برنامه کې د برخه اخیستو لپاره د کډوال حالت، اسناد ، فرعي محافظت، اسناد یا د بې وطن شخص حیثیت ولرئ.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
8دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
AERé

Action Emploi Réfugiés