د یوې ټاکل شوي شغل او کسب لپاره تخنیکي روزنه ترسره کړئ
سره د Programme Accélération vers l'Emploi et la Carrière سره

د یوې ټاکل شوي شغل او کسب لپاره تخنیکي روزنه ترسره کړئ

سره 
د Programme Accélération vers l'Emploi et la Carrière سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 26 juil. 2022

دا څه شی دی؟

"د کار او مسلک په لور ګړندۍ" پروګرام (AVEC) د 6 څخه تر 9 میاشتو پورې په نښه شوي مسلک کې تخنیکي روزنه تنظیموي، د 10 څخه تر 15 کسانو ګروپونو سره.

په پروګرام کې شامل مطالب:

  • په فرانسه کې د کار نړۍ او د فعالیت سکتور په اړه ډله ایز ورکشاپونه،
  • فرانسوي کورسونه د هدف شوي مسلک سره تطابق شوي او د الیانس فرانسیي (l’Alliance française) لخوا تنظیم شوي دي،
  • په شرکتونو کې د مسلکیانو لیده کاته او انټرنشپونو یا ستاجونو ترسره کول،
  • د مسلکي ادغام د مسوول لخوا ټولنیز - مسلکي ملاتړ
  • رواني ملاتړ که اړتیا وي، د مسلکي ارواپوه لخوا چمتو وړاندکیږي...

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 56 کاله
موده

12 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 56 کاله
موده

12 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ولې دا په زړه پورې ده؟

فرانسوي کورسونه

دلته فرانسوي کورسونه شتون لري چې د الائنس فرانسیس (l’Alliance française) لخوا غوره شوي او تنظیم شوي چې د مسلک سره تطابق لري.

ټولیز ورکشاپونه

د تخنیکي روزنې په جریان کې، خلک په فرانسه کې د کار نړۍ او د فعالیت سکتور په اړه د اتحادیې په ډله ایزو ورکشاپونو کې برخه اخلي.

په شرکتونو کې شاملیدل

اکسن امپولا ریفوجيي (Action Emploi Réfugiés) په شرکتونو کې د مسلکي کسانو د غوڼدو او لیدنو کتنو او انټرنشپونو له لارې کار کوي ترڅو په ډیر ګړندي ډول تاسو ته دنده ومومي.

ټولنیز ملاتړ

په ورته وخت کې، ګډونکونکي د مسلکي انسجام مامور سره یو ځای د دوی مسلکي پروژو په جوړولو کې مرسته کوي، د دوی په اداري یا ټولنیز طرزالعملونو کې مرسته کوي او د خپلواکۍ په لور ورته لارښوونه کوي.

که اړتیا وي په رواني ستونزو کې مرسته او تعقیب

هغه خلک چې وغواړي کولی شي رواني ملاتړ هم ترلاسه کړي، چې د مسلکي ارواپوه لخوا چمتو کیږي، د دندې د ترلاسه کولو په دوره کې.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

موږ ته بریښنالیک واستوئ!

  • د لاندې بریښنالیک له لارې نوم لیکنه او ثبت نام وکړئ: contact@actionemploirefugies.com
  • د راجسټریشن یا نوم لیکنې په بریښنالیک کې، په ګوته کړئ چې ایا تاسو غواړئ موږ سره په پاریس یا بورډو کې ووینئ او لاندې معلومات ورکړئ: نوم، تخلص، د زیږون نیټه، د تلیفون شمیره، ښار (د استوګنې ځای یا رسمي پته)
  • اتحادیه به له تاسو سره تماس ونیسئ ترڅو راشي او د "لومړي تماس ناستې" کې ګډون وکړئ او ستاسو د اړتیاو سره سم ملاتړ ترلاسه کړئ.
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
3 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
7دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
AERé

Action Emploi Réfugiés