اداري پروسیجرونو کې مرسته ترلاسه کړئ
سره د le service AGIR سره

اداري پروسیجرونو کې مرسته ترلاسه کړئ

سره 
د le service AGIR سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)12 juil. 2022

دا څه شی دی؟

د مهاجرینو د ادغام لپاره د عمومي ملاتړ خدمات (AGIR) په اداري، ټولنیزو، ژبنیو او مسلکي چارو کې مرسته کوي.

موخه دا ده چې په فرانسوي ټولنه کې د کډوالو ادغام اسانتیاوې برابرې کړي.

تاسو کولی شئ په لاندې مطالبو کې مرسته ترلاسه کړئ:

  • ستاسو او ستاسو د ماشومانو لپاره اداري طرزالعملونه، چاري او ثبت نام ترسره کړئ
  • د استوګنې لټون
  • د فرانسوي زده کړې یا تجارت زده کولو لپاره روزنه ومومئ
  • یو کار یا ستاج ومومئ.

یادونه: ملاتړ د 6 میاشتو لپاره دی، دا ستاسو د اهدافو او ستاسو علاقمندې پورې اړه لري، دا مرسته او ملاتړ یو ځل نوی کیدای هم شي (په مجموع کې، ملاتړ زیات نه زیات یو کال مودې لپاره دی). دا د تړون په لاسلیک کولو سره رسمي کیږي.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
Réfugié
موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

88 - Vosges

هدف شوي کسان
Réfugié
موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

88 - Vosges

ولې دا په زړه پورې ده؟

په عمومي اداري پروسیجرونو او کړنو کې مرسته ترلاسه کړئ

د دوسیو ډکول، د لیکونو پوهیدل او ځواب ورکول، راجستر کول، د مختلفو ادارو سره اړیکه نیول (CAF، OFII، Prefecture، OFPRA، CNDA، د کور لپاره ټولنیز خاوندان، روغتیا بیمه، او داسي نور)

فرانسوي ژبه زده کړئ

په فرانسوي کې د یوې بهرنۍ ژبې په توګه د پرمختګ لپاره د روزنې مرکز یا انجمن، اسوسیشن ومومئ او نوم لیکنه پکي وکړئ.

ګړندی دنده یا روزنه ومومئ

  • د عامه کارموندنې او روزنې خدماتو سره همکاري (د کار مندنې مرکز Pole Emploi، محلي ماموریت، AFPA، GRETA، د کار ځایونه او د ادغام شرکتونه، او نور)
  • د Face Vosges سره همکاري (د FAIR پروګرام کارپوریټ سپانسرشپ)

د ماشومانو د زده کړې او فعالیتونو لپاره مرسته ترلاسه کړئ

  • په ښوونځیو کې نوم لیکنه، د فرانسوي ښوونځي سیسټم اړوند معلومات ترلاسه کول (OEPRE: د ماشومانو د بریالیتوب لپاره والدینو ته د لاس رسي ښوونځی)
  • د ښوونځي له ساعتونو بهر فعالیتونو کې د ماشومانو نوم لیکنه او ګډون،
  • د ماشومانو لپاره د پاملرنې او ساتني مختلف ډولونو د شتون په اړه د ملاتړ او توضیحات ( د وړو ماشومانو د ساتني مرکزونه، وړکتون، د ماشوم پالنه، MAM، او داسي نور)

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

1) مالومات ترلاسه کړئ چې تاسو د مرستي او ملاتړ حق لرئ

د AGIR خدمت څخه ګټه پورته کولو لپاره، تاسو باید:

  • د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکی وي (د کډوال حالت، د فرعي محافظت ګټه اخیستونکی، بې وطن افراد)
  • د پناه غوښتنې د غوښتنلیک په جریان کې د Fédération Médico-Social des Vosges او د هغې د ملګرو لخوا د استوګنې ځای درلود.

2) د ټولنیز کارمند څخه وغواړئ چې تاسو پروګرام ته راجع او معرفي کړي

هغه ټولنیز کارکونکی چې ستاسو سره همکاري او مرسته کوي تاسو ته به وړاندیز وکړي چې تاسو د AGIR خدماتو سره خپل مسیر او کارو ته دوام ورکړئ.

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
2 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
AGIR

AGIR