فرانسوي زده کړئ او د انجینرۍ په برخه کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړئ
سره د École des Ponts ParisTech د کډوالو زده کونکي پروګرام سره
دا څه شی دی؟
په École des Ponts ParisTech کې د زده کونکو د کډوالۍ پروګرام به تاسو ته اجازه درکړي چې د فرانسي د لوړو زده کړو پوهنتون کې د خپلو زده کړو د بیا پیلولو په هدف د B2 درجې پورې فرانسوي زده کړئ.
دا برنامه د ساینس په برخه کې زده کونکو ملاتړ ، روزنې او لارښود کې تخصص لري (د ملکي انجینرۍ ، میخانیکي انجینرۍ ، ریاضیاتو ، کمپیوټر ساینس ، اقتصاد ، ټرانسپورټ ، انرژي او نور) چې دمخه یې لږترلږه دوه کلنې زده کړې بشپړې کړي وي.
دا د چا لپاره دی؟
2 سمسترونه (1 تعلیمي کال)
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
77 - Seine-et-Marne
2 سمسترونه (1 تعلیمي کال)
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
77 - Seine-et-Marne
ولې دا په زړه پورې ده؟
د B2 کچې پورې فرانسوي زده کړئ
برنامه لاندې مطالب وړاندیز کوي:
- د پیل کونکو لپاره فرانسوي درسونه (لږترلږه A2)
- د فونټیک یا صوتیاتو کورسونه او د خبرو اترو ورکشاپونه په ټول کال کې ستاسو ژبه تمرین او ښه کړئ.
انګلیسي زده کړئ
تاسو به د ښوونځي له ښوونکو سره د انګلیسي ژبې زده کړه ترسره کړئ.
د ساینس او کمپیوټر برخه کې زده کړې ترسره کړئ
د ساینس او کمپیوټر کورسونه هره اونۍ د ښې زده کړې یا نویو زده کړو لپاره ورکول کیږي. دا به بیا تاسو ته اجازه درکړي چې په فرانسه کې د لوړو زده کړو کې شامل شئ.
د انجینرۍ په برخه کې د نورو زده کونکو سره د ښوونځي کورسونه تعقیب کړئ.
تاسو به د ښوونځي د بیلابیلو څانګو ځینې کورسونو کې مدغم شئ چې په لاندې ډول دي:
- د ښار چاپیریال ټرانسپورټ
- میخانیکي او وسایلو انجینري
- ملکي او ساختماني انجینري
- صنعتي انجینري
- ریاضي او کمپیوټر انجینري
- اقتصاد او مالي مدیریت
شخصي اکادمیک او مسلکي ملاتړ ترلاسه کړئ
هره اونۍ به تاسو د لارښوونې ورکشاپونو کې برخه واخلئ ترڅو ستاسو د زده کړې بیا پیلولو لپاره خپل پلان جوړ کړئ، تاسو سره ستاسو د CV او پوښښ لیکونو په لیکلو کې مرسته وکړئ او د لوړو زده کړو کورسونو لپاره غوښتنه وکړئ.
تاسو به د یو زده کونکي سره هم ملګری شئ ترڅو په ښوونځي کې ښونیز کال په جریان کې له تاسو مرسرته کوي او همدارنګه د ښوونځي پخوانی زده کونکی به تاسو سره د زده کړو ته د بیرته راستنیدو او ستاسو مسلکي ادغام په اړه مشوره درکړي .
د مسلک ورکشاپونه هم د ټول کال په اوږدو کې تنظیم شوي ترڅو تاسو سره د انټرنشپ یا ستاج یا کار او زدکړو (الترنناس) برنامې موندلو کې مرسته وکړي او تاسو د کار مرکې لپاره وروزي.
د ښوونځي د ټولو خدماتو څخه ګټه واخلئ (د زده کونکي کارت، کتابتون، رستورانت، او نور)
تاسو به دا فرصت هم ولرئ چې د École des Ponts ParisTech سکټورونو څخه د څیړونکو او مسلکیانو لخوا په کنفرانسونو کې برخه واخلئ، په پاریس او د هغې په سیمه کې کلتوري نندارتونونو کې برخه واخلئ او په سپورت او کلتوري پیښو کې د نورو زده کونکو سره لیدنه وکړئ.
د ښوونځي لاندې ټول خدمات به تاسو ته د لاسرسي وړ وي:
- د زده کونکي کارت
- کتابتون، جیم
- د خواړو لپاره د زده کونکو سر د مرستي کیدو سره د رستورانت خدمات
- کمپیوټر، وائی فای، فوټوکاپی
- د ژبې ډیپلومونه (TCF د فرانسوي لپاره، TOEIC د انګلیسي لپاره)
- د ښوونځي طبی خدمات او ارواپوه
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د داخلیدو معیارونه
په پروګرام کې د شاملیدو لپاره معیارونه :
- د 18 او 35 کلونو ترمنځ وي
- د پناه غوښتونکی یا د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکی اوسئ (د کډوال حالت، فرعي محافظت، لنډمهاله ساتنه، د کورنۍ بیا یوځای کیدل)
- لږترلږه دوه کاله د ښوونځي د تدریس سره په مطابقت کې لوړې زده کړې ولرئ (سول انجینري، میخانیکي انجینري، ریاضي، کمپیوټر ساینس، اقتصاد، ټرانسپورټ، انرژي، او نور)
- د مطالعې د بیا پیلولو پلان ولرئ
څنګه درخواست یا نوم لیکنه وکړئ؟
د École des Ponts ParisTech Refugee Student Program لپاره د درخواست یا ثبت نام لپاره، مهرباني وکړئ زموږ د غوښتنلیک فورمه په لاندې لینک کلیک کولو سره ډکه کړئ:
د زده کونکو د مهاجرت پروګرام غوښتنلیک فورمه
یادونه: غوښتنلیکونه د می له 2 څخه تر جولای 31، 2022 پورې خلاص دي.
نور معلومات زموږ په ویب پاڼه کې
تاسو به زموږ په ویب پاڼه کې ټول معلومات ومومئ.
موږ سره اړیکه ونیسئ
د اړیکو بریښنالیک پته: per@enpc.fr