د سپورت په برخه کې د کار کولو لپاره روزنه
سره د Programme FIER سره

د سپورت په برخه کې د کار کولو لپاره روزنه

سره 
د Programme FIER سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)17 juin 2022

دا څه شی دی؟

د FIER پروګرام هدف د زده کونکو سره مرسته کول دي چې د سپورت یو بنسټ سره د یوځای کیدو لپاره یو څو اړخیز پروفایل رامینځته کړي.

پروګرام دوه برخې لري:

  • په اوله مرحله کې د ژبې، ډیجیټل او مسلکي مهارتونو د زده کړې 12 اونۍ روزنه
  • 6 میاشتې بیا د کار او زده کړې (الترنناس) له لارې د سپورت یو بنسټ کې مدغم کیدل ترڅو د اداري او استقبال کارمندانو مسلکي دیپلوم لپاره چمتو شئ (د سپورت او ښووني سکتور سره په موافقت کې)

یادونه: برنامه بشپړ وخت ده (په اونۍ کې 35 ساعته) او زده کونکو سره مالي کومک یا معاش ورکول کیږي.

دا د چا لپاره دی؟

ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 29 کاله
موده

3 میاشتې + 7 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

69 - Rhône

ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 29 کاله
موده

3 میاشتې + 7 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

69 - Rhône

ولې دا په زړه پورې ده؟

ژبني، ډیجیټل او مسلکي مهارتونه زده کول

د FIER برنامه تاسو ته وړاندیز کوي (د سپتمبر له 5 څخه تر نومبر 30 پورې) :

- د لارښوني او ټریننګ ورکولو کورسونو اساسات

- د مسلکي موخو لپاره فرانسوي کورسونه

- د ډیجیټل ټکڼالوژۍ برخه کې کورسونه (د کمپیوټر اساسات، د ورډ پروګرام کارول، ایکسل، او نور)

- مسلکي نړۍ ته د ننوتلو لپاره د چمتو کولو کورسونه

- ستاسو په اداري پروسیجرونو کې د خپلواکۍ لپاره کورسونه او د فرانسې ټولنیز سیسټم سره آشنا کیدل

یو څو اړخیز پروفایل رامینځته کړئ او د سپورت یو مرکز کې مدغم یا شامل شئ

برنامه تاسو ته وړاندیز کوي چې دا روزنه د اولمپیک لیونیس (فوټبال کلب) په مرکز کې ترسره کړئ.

د سپورت په بنسټ کې د 4 ورځو شمولیت هم وړاندیز کیږي.

د اداري او ریسپشن د کارکونکي ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره چمتوالی

د دې روزنې په پای کې، دا به ممکنه وي چې د کار او زده کړې (الترنناس) له لارې د اداري او ریسپشن کارمند مسلکي ډیپلوم چمتو کولو ته دوام ورکړي (د دسمبر 5، 2022 څخه تر 30 جون، 2023 پورې)

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

شرایط

د غوښتن لیک ورکولو وړتیا لپاره، تاسو باید د نړیوال خوندیتوب یا په فرانسه کې قانوني اسناد ولرئ، لکه (د کډوالۍ وضعیت، د فرعي خوندیتوب، او نور) ګټه اخیستونکي اوسئ یا فرانسې ته نوی راغلی یاست (په منظم او قانوني شرایطو کې بهرنی وګړې چې له 5 کلونو مودې څخه په فرانسې کې ژوند کوي).

د غوښتنلیک فورمه ډکه کړئ

د دې لینک په کلیک کولو سره د لاسرسي وړ فورمه ډکه کړئ: https://airtable.com/shrAqfU2xreZVtTSM

د معلوماتو راټولولو غونډې ته لاړ شئ

د معلوماتو غونډې هره اونۍ په لیون کې د جولای تر پای پورې پلان شوي.

د هرې پوښتنې لپاره، تاسو کولی شئ موږ سره اړیکه ونیسئ!

په 0782775864 شمیرې یا lyon@kabubu.fr کې د ماتیو پروویان (Mathieu Provian) سره اړیکه ونیسئ

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
13دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Responsable

Kabubu
Kabubu

Partenaires

OL Formation
OL Formation
Formapi
Formapi

Responsable

Kabubu

Kabubu

Partenaires

OL Formation

OL Formation

Formapi

Formapi