د وړتیا وړ روزنه ترسره کړئ او د استوګنې ځای ولرئ
سره د HOPE سره
دا څه شی دی؟
هوپ HOPE (د دندې په لور لارښونه، زده کړه، ځای) د کډوالو لپاره په کارګمارني او خپلواکۍ یو پروګرام دی.
دا پرو ګرام 2 برخي لري:
- د POEC FLE روزنه : په ساختماني/خدمتونو/صنعت کې د سوداګرۍ لپاره د مسلکي او ژبې چمتو کولو سره (400 ساعته، د 70 ساعتونو ستاج په یو شرکت کې ترسره کولو).
- د POEC په پای کې د مسلکي ژبې وړتیا ډیپلوم 0(DCL) پاس کول.
- د دندې روزنه : د مسلکي قرارداد سره، د لنډمهاله مسلکي پراختیا قرارداد (CDPI) یا د کار او زده کړي (الترنناس) پروګرام (په مرکز کې 450 ساعته / په شرکت کې 450 ساعته).
د CCP ترسره کول (د مسلکي مهارتونو سند) یا د یوه مسلکي سرلیک ترسره کول.
یادونه: دا پروګرام همدارنګه لاندې خدمات هم وړاندیز کوي:
- د شخصي ستونزو د حل لپاره اداري او ټولنیز ملاتړ (روغتیا، خوځښت، د روزنې په پای کې کور)
- د مسلکي او ټولنیز ادغام او مرستي په موخه ملاتړ
دا د چا لپاره دی؟
د استوګنې اسناد (تتخ دی سیجور)
له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
د استوګنې اسناد (تتخ دی سیجور)
له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
ولې دا په زړه پورې ده؟
خپلې فرانسوي ژبې کچه ښه کړئ
تاسو به د فرانسوي درسونو سره مسلکي فرانسوي هم زده کړئ. بیا تاسو کولی شئ د DCL د ژبې ډیپلوم (د ژبې مهارتونو ډیپلوما) ترسره کړئ.
د روزنې په جریان کې د استوګنې ځای ولرئ
د پروګرام د مودې پر مهال ګډون کوونکي د AFPA په مرکز کې ځای پر ځای کیږي. د برنامې په پای کې، برخه اخیستونکي کولی شي د ټولنیز لارښود د مرستې او هلوځلو له لارې په یو ټولنیز کور کې د استوګني ځای ومومي.
وړ روزنه ترسره کړئ
د روزنې وروسته، تاسو کولی شئ یو یا څو CCP (د مسلکي مهارتونو سند) یا مسلکي سرلیک ترسره کړئ.
یو کار پیدا کړئ
دا روزنه د هغو مسلکونو لپاره روزنه چمتو کوي چې د ګمارني فرصتونه پکې ډیر وي. هغه شرکتونه چې د HOPE برنامه کې سهیم او همکار دي، ډیری وختونه د روزنې په پای کې د دندې وړاندیزونه وړاندې کوي.
د روزنې پرمهال معاش یا عاید ولرئ
د POEC برنامې په جریان کې ستاج ترسره کونکو ته به په میاشت کې د € 500 او €685 یورو ترمنځ تادیه یا معاش ورکول کیږي.
د دویمې برخې (مسلکي قرارداد یا الترنناس یا CDPI) په جریان کې، ګډون کوونکی به په میاشت کې د 905 یورو او 1300 یورو ترمنځ معاش ترلاسه کوي.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
موږ سره اړیکه ونیسئ!
که تاسو د پروګرام سره علاقه لرئ او غواړئ پدې پرګروام کې ګډون وکړئ،نو تاسو کولی شئ له مونږ سره په لاندې پته اړیکه ونیسئ:
کارولین دانیت Caroline DANET، د څیړنې رییسه - د کډوالو لپاره د ملاتړ پروګرامونه - سیمه ایز ریاست Nlle Aquitaine
Direction Régionale Nlle Aquitaine
- بریښنالیک: Caroline.danet@afpa.fr
- تلیفون: 06.03.54.39.31