په خپل مسلکي ادغام کې د یوې ښوونکي لخوا ملاتړ ترلاسه کړئ
سره د Refugee Women Mentorship Initiative سره

په خپل مسلکي ادغام کې د یوې ښوونکي لخوا ملاتړ ترلاسه کړئ

سره 
د Refugee Women Mentorship Initiative سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)17 mars 2022

دا څه شی دی؟

دا په اروپا کې د ښځینه کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره دملاتړ برنامه ده چې له دوی سره په مسلکي نړۍ کې د ادغام کیدو په برخه کې مرسته کوي.

دا برنامه جلاوطنه میرمنو ته ددې امکانات برابره وې چې د "مسلکي ښوونکو" (لکه ښځینه ښوونکي) څخه چې په پیژندل شويو شرکتونو او سکتورونو کې کار کوي انفرادي مشورې او ملاتړ ترلاسه کړي.

هرڅومره ژر چې په برنامه کې د یوې ګډونکونکي میرمنې لپاره ښوونکی وموندل شي، له 4 څخه تر 6 میاشتو پورې کاري دوره ترسره کیږي، چې لږترلږه 6 ناستې پکې ترسره کیږي (د ویډیو کنفرانس یا په حضوري ډول).

جلاوطنې میرمنې کولی شي مشورې ترلاسه کړي، د بیلګې په توګه، د فعالیت یو سکټور غوره کولو، د سوداګرۍ پیل کولو، د مسلکي شبکې پراختیا په برخه کې او داسې نور.

یاونه: شرکتونه مکلف ندي چې د دې برنامې په چوکاټ کې د کار فرصتونو وړاندې تاسو ته وکړي.

ټول جزیات په لاندې ویب پاڼه کې مندلای شئ:

https://place-network.org/refugee-women-mentorship-initiative/

دا د چا لپاره دی؟

موده

له 4 څخه تر 6 میاشتو پورې

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

موده

له 4 څخه تر 6 میاشتو پورې

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

ولې دا په زړه پورې ده؟

د لویو شرکتونو سره په اړیکه کې کیدل

د کډوالو ښځو د لارښوونې نوښت له لارې، مخکښو او مشهورو برانڈونو لکه Accenture، L'Oréal، Adecco Group، Pepsico، Pfizer، Randstad، Manpower او داسي نورو ژمنه کړې چې د دوی شبکې به د کډوالو میرمنو لپاره مسلکي مشورې او ملاتړ چمتو کوي.

انفرادي ملاتړ ولرئ

برنامې ته انتخاب شوې هره ښځینه کډواله یا پناه غوښتونکي په انفرادي ډول د یوه مسلکي کس لخوا مشورې او مرسته ترلاسه کوي. اړونده کس کولی شي د خپلې پروژې مطابق شخصي مشورې ترلاسه کړي.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

دلته د دې برنامې څخه د ګټې اخیستنې مرحلې ذکر شوي

  • لاندې پوښتنلیک بشپړ کړئ (په انګلیسي یا فرانسوي کې)
  • ورسته به ستاسو غوښتنلیک د برنامې مسؤل ټیمونو سره شریک شي
  • د برنامې مسوول کس به تاسو خپل ښوونکي یا روزونکي ته ور معرفي کړي او د لومړۍ غونډې لپاره به تاسو ته بلنه درکړي ترڅو تاسو یو له بل سره ښه وپیژنئ او ستاسو په اړه لاډیر معلومات ترلاسه کړي
  • له دې نه ورسته به تاسو وکولی شئ چې له خپل روزونکي سره د راتلونکي ناستي تنظیم کړئ.

یادونه: د دې سروې بشپړول په اتوماتيک ډول تضمین نه کوي چې تاسو به په برنامه کې دګډون لپاره غوره شئ. انتخاب د روزونکو د شتون او د ګډو مسلکي ګټو پراساس ترسره کیږي. که تاسو په برنامه کې د ګډونکونکي په توګه غوره شوی، نو ممکنه ده چې د سروې بشپړولو څخه څو میاشتې وروسته دیوه شرکت څخه ځواب ترلاسه کړئ.

د انتخاب پوښتنلیک په انګلیسي ژبه

که تاسو غواړئ په دې پروګرام کې برخه واخلئ، دلته په انګلیسي ژبه پوښتنلیک یا د سوالونو فرمه ډک کړئ

په فرانسوي کې د انتخاب پوښتنلیک

که تاسو غواړئ په دې پروګرام کې برخه واخلئ، دلته په فرانسوې ژبه پوښتنلیک بشپړ کړئ

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
8 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Responsable

PLACE
PLACE

Partenaires

Tent
Tent

Responsable

PLACE

PLACE

Partenaires

Tent

Tent