له خلکوسره د مرستې په برخه کې د کارکوني په اړه معلومات ترلاسه کړئ
سره د Maison du Bas Belleville سره
دا څه شی دی؟
د دې روزنې له اهدافو څخه په فرانسوي ژبه او ریاضياتو کې پرمختګ، له افرادو سره د مرستي کولو برخه کې معلومات موندل، د دندې موندلو یا مسلکې روزنې ته د چمتووالي لپاره د مسلکي پروژې جوړول دي!
د روزنې په جریان کې ترسره کیدونکي موضوعات او زده کړي په دې ډول دي: فرانسوي مسلکي ژبه، ریاضي، د مسلکي تخنیکونو او لیکنو پوهه، د مسلکي پروژې جوړول، د مسلکي سکټور اړوند ځانګړې پوهه (لکه د ناروغو، معلولو، او سپنګیرو کسانو اړتیاوي، اوداسي نور)، ټولنیز او کلتوري مسایل (لکه سیکولریزم، جندر، ...).
موخې:
دندې ته لاسرسی (افرادو سره د مرستي په سیکتور کي)
حرفوي زده کړو ته لاسرسی (افرادو سره د مرستی په سکتور کې)
د فرانسوي ژبې ډیپلومې (DELF) لپاره چمتووالۍ
(لومړنۍ مرستي ) PSC1 چمتو کول
دا د چا لپاره دی؟
د بانک ګڼوڼ
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
4 میاشتې
6 مياشتې
د بانک ګڼوڼ
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
4 میاشتې
6 مياشتې
ولې دا په زړه پورې ده؟
په اونۍ کې 13 ساعته زده کړي
- د فرانسوې ژبې کورسونه د مسلکي تخنیکونو او لیکنود زده کړې لپاره؛
- تاسو به DELF ډیپلوم ترسره کړئ، دا په فرانسوي ژبه کې ستاسو د کچې دمعلومولو لپاره یوه ازموینه؛
- د ریاضی په برخه کې زده کړي ؛
د افرادو سره د مرستي په برخه کې کسبونو په اړه ځان خبر کړئ
تاسو به د کار ځایونه څخه لیدني او ورکشاپونه به ترسره کړئ.
هغه مسلکونه چې تاسو به یې ومومئ:
- د ټولنیز ژوند اړوند وسایل؛
- کورکي مرسته؛
- د ماشوم پاملرنې کې مرستندوی؛
د لومړنۍ مرستې کړنې زده کړئ
تاسو به د اولې کچې د ټولنیزو مخنیوي او حفاظتي ازموینه (PSC1) ترسره کړئ، ترڅو تاسو هغه کړني او معلومات ترلاسه کړئ چې د خلکو په ژوغورنه کې ترې کار اخیستل کیږي، لکه د زړه د دریدو په وخت کې باید څه ترسره کړئ، او په څه ډول په ښه توګه غبرګون وښئ.
د افرادو سره د کارکوول په سکتور کې دنده ترلاسه کړئ
- تاسو به په اړونده موضوعاتو کې ځانګړي زده کړي او روزنه ومومئ، لکه د د ناروغو، معلولو او سپنګیرو کسانو اړتیاوي، د حفظ صحت، او خواړو په اړه...
- تاسو به په ټولنیزو - کلتوري موضوعاتو کې زده کړې ترسره کړی، لکه سیکولریزم، جندر ...
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د نوم لیکنې لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ ...
راتلونکي دوره: د 2022 کال د می میاشت څخه د اکتوبر تر میاشتي (د دوبي رخصتۍ سره)
انوشکا کوموشیان Anouchka Comushian ، د ژبي زده کړو همغږي کوونکې
linguistics.belleville@groupe-sos.org
06 42 59 45 17