د ریستورانت په برخه کې د دندې موندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ
سره د Refugee Food Marseille سره

د ریستورانت په برخه کې د دندې موندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ

سره 
د Refugee Food Marseille سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)21 juil. 2022

دا څه شی دی؟

د مهاجرو د خوړو د ملاتړ پروګرام د مهاجرت د اسنادو څخه د ګټه اخیستونکو لپاره د انفرادي تعقیب پروګرام دی چې غواړي په مارسی (Marseille) کې د ریستورانت یا اشپزی په برخه کې کار ومومي.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

1 کال

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

13 - Bouches-du-Rhône

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

1 کال

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

13 - Bouches-du-Rhône

ولې دا په زړه پورې ده؟

خپله مسلکي پروژه جوړه کړئ

موږ د هر ګټه اخیستونکي سره د دوی د مسلکي تجربې، اړتیاو او مسلکي غوښتنو او همدارنګه د کارموندنې په وړاندې د خنډونو په اړه معلومات تبادله کوو. لومړی ګام دا دی چې د هر ګټه اخیستونکي اړتیاوې او اهداف و ارزول شي او د هغې مطابق ورته لارښوونه وشي.

د مسلکي اویا ژبې روزنې وړاندیزونو سره نښلول

د هغو کسانو لپاره چې نه غواړي او یا هم نه شي کولای په مستقیمه توګه دندې ته لاس رسی ومومي، موږ کولی شو له هغوی سره د روزنې په موندلو کې مرسته وکړو:

  • د ژبې روزنه : مونږ له انجمنونو یا روزنیزو سازمانونوسره تماس نیسو چې په مارسی کې د فرانسوي ژبې (FLE) کورسونو وړاندیز کوي.
  • د پخلي یا اشپزی په برخه کې حرفوي زده کړه : موږ کولی شو هغه خلک چې په مارسی یا د بوش دو رون (Bouches du Rhône) سیمه کې د عامه کارموندنې خدماتو حرفوي زده کړې ته لاسرسی غواړي معرفي کړو، همدارنګه نورو مناسبو روزنو ته هم لارښوونه کوو.

اضافي ورکشاپونه (CV، د کار قانون، او نور)

موږ د دې برنامې په چوکاټ کې مختلف ماډلونه، ورکشاپونه چې زموږ ملاتړتقویه کوي او په بیلابیلو موضوعاتو کي وي تنظیم کوو، لکه د CV لیکل، د ځان ګمارونکي حالت یا شخصي شرکت یا کاروبار رامینځته کول، دوامداره او موسمي خواړه، د کار قانون، د کاري مرکو تمرین کول، لومړنۍ مرستې او داسي نور.

انفرادي ملاتړ

د برنامې هر ګټه اخیستونکی به وکولای شي چې په کال کې هره میاشت د 2 ساعتونو لپاره انفرادي مرستې ته لاسرسی ولري (په ټولیز ډول 12 ناستي). موخه دا ده چې له دوی سره د کارموندنې په وړاندې د ټولو ټولنیزو خنډونو په اړه خبرې وکړي، په ځانګړې توګه د استوګنې یا اوسیدني ته لاسرسی او ساتنه، همدارنګه ټولنیزو حقونو ته لاسرسی، روغتیا ته لاسرسی، اداري اجراآتو، د ماشوم پاملرنه یا ساتنه کې مرسته، خوځښت ...

ستاسو د کار لټون کې مرسته ترلاسه کړئ

ګټه اخیستونکي د CDI،CDD یا د کاراو زده کړي (الترنناس) قراردادونو، په دودیزو دندو کې، د ادغام پروژو یا SIAE کې استخدام کیدی شي. د دندې مندني تمرین (job dating) کیدای شي د دودیزو ریستورانتونو یا ډله ایزو ریستورانتونو ګمارونکو سره تنظیم شي، همدارنګه د PMSMP دورې (په مسلکي چاپیریال کې د مدغم کیدو دورې وړاندیز، په ځانګړې توګه د اقتصادي فعالیتونو له لارې د ادغام لپاره جوړښتونو کې).Le Refugee Food به د کار وړاندیزونو ته د لاسرسي اسانه کولو په موخه د رستورانتونو او خواړو ګروپونو شبکه هم متحرک کړي.

یادونه: د کډوالو خواړه به د دې وړتیا هم ولري چې مختلف جوړښتونو سره اړیکه ونیسي لکه د متشبثینو انکیوبټرونو سره، یا په مستقیم ډول په مارسی کې د دریم ځایونو او خواړو تاسیساتو سره چې د متشبث یا اشپز په لټه کې دي.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د نورو معلوماتو لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ!

  • زموږ په ویب پاڼه کې نور معلومات ومومئ:
  • www.refugee-food.org
  • موږ سره مستقیم اړیکه ونیسئ: iris@refugee-food.org
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
2 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Refugee Food

Refugee Food