یوه کډوال ته هرکلی او ځای ورکول
سره د "d'hébergement citoyen" پروګرامونو سره

یوه کډوال ته هرکلی او ځای ورکول

سره 
د "d'hébergement citoyen" پروګرامونو سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)8 avr. 2022

دا څه شی دی؟

تاسو یو فرانسوي تبعه یاست چې غواړئ دیو کډوال سره رضاکارانه کار وکړئ او تاسو غواړئ چې د اتباعو د استوګنې په پروسه کې برخه واخلئ: د یوې شخصي خونې چمتو کول، د استوګنې یو ځای یا ګډ استوګنځی، دا ټول د یوې اتحادیې سره په تړاوکې ترسره کیدای شي؟ دولت غواړي چې له تاسو سره د دې ژمنې په سرته رسولو کې مرسته وکړي.

راشئ او د لاندې لست شوي سازمانونو څخه یو سره ښکیل شئ، چې په مجموع کي د استوګنې او کور ته د لاسرسي لپاره د بین الوزارتي پلاوي (Dihal) لخوا ملاتړ کیږي.تاسو یوه کډوال ته د اوسیدني ځای برابروی، تر هغه وخته چې د هغه لپاره د استوګنې یو دوامداره حل ولټول شي.

په خپل کور کې د یوه مهاجر کس هرکلۍ کول نه یوازي دا چې تاسوهغه ته د استوګنې وړاندیز کوی، بلکي په فرانسوي ټولنه کې د هغه ادغام ته د ودې ورکولو زمینه هم برابروی، کوم چې هغه ته ددې فرصت ورکوي چې په ټولنه کې د ادغام په پروژې تمرکز وکړي او له دې لارې په منظمه توګه فرانسوي تمرین کړي.

د اتباعو د استوګنې او ګډ استوګني پروګرامونه د هر هغه چا لپاره دي چې غواړي د مهاجرینو سره ښکیل شي او مرسته وکړي او د اوسیدني یو شخصي ځای ولري (لکه کوټه، هستوګنه، ګډ استوګنځای، او نور). د هرکلي شوي کس سره د ځای شریکولو او ګډ ژوند کولو لپاره اړینه ده چې د ګډ ژوند کول په بریالیتوب سره ترسره شي او د هر یوه راحت ډاډمن شي.

يادونه: د یو اتباع کوربه په توګه، تاسو به د ټولنیز کارکونکي په ځای دنده نه ترسره کوئ، له سپانسر شوي مهاجر کس سره ټولنیزې اړیکي رامینځته کول، امتیازي اړیکو ته پراختیا ورکول او د هغه د ادغام په برخه کې د مرستندوی رول لوبل. یوه ټولنه یا اسوسیشن به د نږدې یو کال مودې لپاره د هر کلي شوي کس ملاتړ او مرسته کوي.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

ولې دا په زړه پورې ده؟

کډوالو ته اجازه ورکړئ چې د خپل ژوند په پروژه کې په بشپړه توګه ښکیل شي

په لنډمهاله توګه ستاسو په کور کې ځای پر ځای شوی، کډوال به نور د دې ستونزې په اړه اندیښنه ونلري او د دې وړتیا ولري چې د خپلې شخصي پروژې په جوړولو او پلي کولو کې بشپړ تمرکز وکړي.

د ژبې زده کړې ته وده ورکول او د فرانسوي کلتور په اړه معلومات ترلاسه کول

ستاسو شرکت، او همدارنګه ستاسو په ملاتړ او ملګرتیا په فرانسوي ژبه خبرې کونکو افرادو سره لیده کاته به هغه ته ددې فرصت برابر کړی چې په فرانسوې ژبه کې په اسانۍ سره پرمختګ وکړي، د لا ډاډمنتیا او خپلواکۍ او د فرانسوي ټولني او کلتور په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره هم یو فرصت دی.

دوستانه شیبې شریکې کړئ او له نویو خلکو سره له لیدو کتو څخه ګټه پورته کړئ

د اتباعو د استوګنې په پروګرام کې ګډون کول به تاسوته د نوي خلکو سره د لیدو کتو فرصت برابر کړي چې ستاسو د روزمره ټولنیزې حلقې او شبکي څخه به توپیر ولري. تاسو به د هرکلي شوي کس سره یو ځای د شریکولو او تبادلې ځانګړي شیبې تجربه کړئ او فرصت به ولرئ چې د نويو کلتورونو (لکه دودونه، تاریخ، خواړه، میوزیک، او نور) په اړه ومومئ او زده کړئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

تاسو ته نږدې له یوه جوړښت یا مرکز سره اړیکه ونیسئ

لاندې متحرکي نقشې ته په تګ سره یوه ټولنه/اسوسیشن په نښه کړئ چې تاسو ته نږدې وي.

د خپلې خوښې برنامې باندې کلیک کړئ ، تاسو به د اړوند سازمان سره د تماس نیولو اړیکي او ورسره د همکاری کولو لپاره توضیحات ترلاسه کړئ!

د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د پروګرام ویب پاڼه هم وګورئ: https://cohabitations-solidaires.fr/

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1268 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
18دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Responsable

Ministère de l'Intérieur
Ministère de l'Intérieur

Partenaires

Délégation interministérielle à l'hébergement et à l'accès au logement (Dihal)
Délégation interministérielle à l'hébergement et à l'accès au logement (Dihal)
Délégation interministérielle à l'accueil et à l'intégration des réfugiés (Diair)
Délégation interministérielle à l'accueil et à l'intégration des réfugiés (Diair)

Responsable

Ministère de l'Intérieur

Ministère de l'Intérieur

Partenaires

Délégation interministérielle à l'hébergement et à l'accès au logement (Dihal)

Délégation interministérielle à l'hébergement et à l'accès au logement (Dihal)

Délégation interministérielle à l'accueil et à l'intégration des réfugiés (Diair)

Délégation interministérielle à l'accueil et à l'intégration des réfugiés (Diair)