Panneau de gestion des cookies

مهم معلومات

د .....................سره د "Insertion professionnelle" پروګرامونو سره

Ministère de l'Intérieur
د.........لخوا وړاندیز شويMinistère de l'Intérieur

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

یو مهاجرکس سپانسر کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

دا څه دي ؟

ایا تاسو یو تبعه یاست چې د مهاجرو ادغام کې د اسانتیاو برابره ولو لپاره رضاکارانه کار کول غواړئ؟ د دولت او کورنیو چارو وزارت غواړي چې د دې ژمنې په سرته رسولو کې له تاسو سره مرسته وکړي.

د "مسلکي ادغام" سپانسرشپ یا کفالت هغه فرصت دی چې د کډوال سره دخیل شي، د هغه مسلکي اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او د کار په نړۍ کې د هغه ادغام کیدو ته وده ورکړئ. د هغه وړتیا لوړولو سربیره، تاسو به د خپلو هغو مهارتونو په کارولو سره چې د خپل مسلک له لارې مو ترلاسه کړي، په فرانسوي ټولنه کې د هغه ادغام ته وده ورکړئ.

د اتباعو سپانسرشپ پروګرامونه د هر چا لپاره دي که هغه ځوانان، زده کونکي، مسلکیان، لویان، او نور دي اوغواړي چې د مهاجرینو سره ښکیل شي او مرسته وکړي. یوازینی اړین معیار د راتلونکي سپانسر کونکي شخص لپاره داده چې سپانسر شوي شخص سره باید په منظم ډول لیدو کتو او ملاتړ ته خپل وخت ورکړي.ی

یادونه: په هرصورت، تاسو به د ټولنیز کارکونکي په ځای دنده نه ترسره کوی، بلکي هدف دا دی چې تاسو د خپلو مهارتونو او تجربو څخه په استفادي د کډوال شخص سره د هغه د مسلکي پروژې په جوړولو او پلي کولو کې مرسته وکړئ او په نتیجه کې د هغه سره د باور اړیکه رامینځته کړئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د کډوال سره مرسته کول به دهغه د وړتیا په اړه پوهیدل او دهغه لپاره د یو مناسب کار موندل به د هغه په ځان باور، پرمختګ او په ټولنه کې ادغام ته وده ورکړي.

دخیل کیدل پدې معنی هم ده چې تاسو هغه مهارتونه چې د خپل مسلک په اوږدوکې مو ترلاسه کړي دي معنی ورکړئ. تاسوبه د خپل برخورد او عمل له لارې وکولی شئ چې د نوموړی کس په ژوند مثبته او ځانګړي اغیزه ولرئ.

له تاسو سره خبرې کول او تاسو سره په منظمه توګه لیدنې کتني به هغه ته اجازه ورکړي چې خپله شفاهي ژبه تمرین کړي او له دې لارې په فرانسوې ژبه کې د لا ډیر باور او خپلواکۍ څښتن شي. تاسو به هغه ته دا فرصت هم ورکړئ چې په مسلکي نړۍ کې د ښه ادغام لپاره د شرکت د کوډونو او کړنو په اړه خپله پوهه ژوره کړي.

د مهاجر سپانسر کول به تاسو ته اجازه درکړي چې د نوي خلکو سره لیدنه وکړئ، چې ستاسو د روزمره ټولنیزې حلقې یا شبکې څخه به توپیر ولري. په یوه ماموریت یا فعالیت کې د ګډون سربیره چې د سپانسر شوي کس سره به په کلکه مرسته وکړي، تاسو به هم وکولی شئ نوي کلتورونه ( لکه تاریخ، میوزیک، خواړه، دودونه او داسي نورو) په اړه ومومئ یا دا چې آن بله ژبه زده کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

لاندې متحرکي نقشې ته په تګ سره تاسو ته نږدې موقعیت لرونکی د سپانسرشپ پروګرام چې تاسو ته خورا مناسب وي په نښه کړئ.

د خپلې خوښې برنامي باندې کلیک کړئ ، تاسو به د اړوند سازمان سره د تماس نیولو او دخیل کیدو لپاره توضیحات ترلاسه کړئ!

اړوند موضوعات

د پاڼې سر
په همکاري د
Délégation interministérielle à l'accueil et à l'intégration des réfugiés (Diair)
Délégation interministérielle à l'accueil et à l'intégration des réfugiés (Diair)
Direction générale des étrangers en France (DGEF)
Direction générale des étrangers en France (DGEF)

16 مرسته کونکي فعالیت کوي

marianne georgesmarianne georgesاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
issamissamد صفحي پورته برخه
youyouد صفحي پورته برخه
abrhamabrhamد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
andevitaandevitaد صفحي پورته برخه
drewdrewد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
tetianahtetianahد صفحي پورته برخه
sarah téffènesarah téffèneد صفحي پورته برخه
kerriankerrianد صفحي پورته برخه