یو کډوال سپانسر یا مرسته ورسره وکړئ
سره د "Rencontres et Loisirs" پروګرامونو سره
دا څه شی دی؟
تاسو دټولنې د یوه وګړې په صفت غواړی چې په داوطلبانه ډول د یو کډوال د ادغام پروسه کې او په ټولنه کې شمولیت اسانولو لپاره کار وکړئ؟ دولت او د کورنیو چارو وزارت هیله لري چې تاسو سره مرسته وکړي ترڅو دا ژمنتیا په واقعیت بدل کړي.
د "کتنې او تفریح" “Rencontres et Loisirs” سپانسرشپ یا کفالت پروګرام یو داسي فرصت دی چې یود کډوال سره یوځای له نږدې مرسته او همکارې وکړی، د هغه ادغام ته وده ورکړي او د هغه په ځان اعتماد پیدا کولو کې له هغه سره مرسته او ملاتړ وکړی. دا پروګرام تاسو ددې فرصت هم درکوې چې له نوموړی سره د فرانسوي ژبې زده کړه کې او همدارنګه له خلکو سره د کتنو غوڼدو او تفریحي فعالیتونو تنظیم کولو سره د فرانسوي ټولنې په اړه زده کړه کې مرسته ورسره وکړئ لکه (میوزیم ، سینما ، تاریخي ځایونه، لوستل، لوبي، فعالیتونه ، او نور. .).
د اتباعو سپانسرشپ برنامه د هر هغه چا لپاره ده چې غواړي د کډوالو سره ښکیل شې او مرسته وکړې که هغه ځوانان ، زده کونکي ، متخصصین ، لویان ، او داسي نور. یوازینی اړین معیار د راتلونکي سپانسر یا مرسته کونکې شخص لپاره داده چې باید په دوامداره او منظم ډول خپل وخت دسپانسر شوي کس د ملاتړ او غونډو ته ورکړي.
په هرصورت، تاسو به په هیڅ ډول د یو ټولنیز کارمند په ډول دنده ونه لرئ،هدف دادی چې تاسو له نوموړی کس سره ټولنیزې اړیکې رامینځته کړی او د سپانسر شوي کس سره د ښو او نږدې اړیکو رامینځته کولو ته دوه ورکړی.
یادونه: ایا تاسو غواړئ د مهاجرو ګټې لپاره خپل مهارتونه وکاروئ؟ د سپانسرشپ نورې برنامي لکه (دنده، تعلیم...) به ډیر ژر شتون ولري!
دا د چا لپاره دی؟
ټوله فرانسه
ټوله فرانسه
ولې دا په زړه پورې ده؟
د یو کډوال د ادغام او ټولنه کې د شمولیت په پروسه کې مرسته کول
تاسو به منظم فعالیتونه تنظیم کړئ ترڅو په فرانسوي ټولنه کې د دوی ادغام اسانه کړي. ستاسو ملاتړ او همدارنګه ستاسو له لارې د نورو فرانسوي ژبو کسانو سره لیده کاته هغه ته اجازه ورکوي د لا ډیرې خپلواکۍ لپاره خپلې فرانسوي ژبې ته وده ورکړي.
له نویوکسانو سره د ملاقاتونو څخه زده کړه
د کډوال سپانسر کول به تاسو ته اجازه درکړي چې له نوي خلکو سره ووینئ چې ستاسو د معمول ټولنیز حلقې څخه توپیر لري.
د نوي کلتورونو به اړه زده کړه او معلومات ترلاسه کړئ
په یوه ماموریت یا فعالیت کې د برخه اخیستو سربیره چې د کډوالو سره به په کلکه مرسته وکړي، تاسو به وکولی شئ د نوي کلتورونو په اړه زده کړئ او معلومات ترلاسه کړئ، لکه (دودونه، تاریخ، خواړه، میوزیک، اوداسي نور) او یا هم د مثال په توګه، بله ژبه زده کړئ.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
تاسو ته نږدې له یوه مرکز سره اړیکه ونیسئ
لاندې متحرکې نقشې ته په تګ سره تاسو ته نږدې موقعیت ولټوئ او د سپانسرشپ او مرستي کول یو پروګرام په نښه کړئ چې تاسو سره مناسب وي.
د خپلې خوښې برنامي باندې کلیک وکړئ، تاسو به د اړونده اداري معلومات ترلاسه کړئ او ښکیل کیدو لپاره له هغوی سره تماس ونیسئ!