دندې او استوګنځای ته لاسرسی
سره د ACCELAIR 07 سره

دندې او استوګنځای ته لاسرسی

سره 
د ACCELAIR 07 سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)21 sept. 2021

دا څه شی دی؟

د ACCELAIR 07 برنامه د هر هغه چا لپاره ده چې د کډوالۍ حالت (په فرانسه کې د اوسیدو اسناد ولري) یې ترلاسه کړی یا څوک چې د فرعي محافظت څخه ګټه پورته کوي. دا کافي ده چې دا نړیوال محافظت د یو کال څخه لږ وخت لپاره په ارډیچ کې ترلاسه کړي او هلته ژوند وکړي (دافپرا OFPRA یاسیندیا CNDA پریکړه لیک د ثبوت په توګه له ځان سره لرل کافي دي).

برنامه هراړخیز ، تخصصي ، انفرادي او شخصي ملاتړ وړاندیز کوي. د عامه، خصوصي او اداری شریکانو سره په همکاری، ACCELAIR 07 ټولنیز-اداري ملاتړ (د حقونو خلاصول) او همدارنګه استونګنځای ته د لاس رسې او په څانګه کې د دندې یا روزنې ته د لاس رسې اړوند خدمات وړاندې کوي.

دا د چا لپاره دی؟

مهم!

په اردچ (Ardèche)کې میشته اوسئ

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

7 - Ardèche

مهم!

په اردچ (Ardèche)کې میشته اوسئ

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

7 - Ardèche

ولې دا په زړه پورې ده؟

د متخصصینو یوه ډله چې د شریکانو او ژباړونکو سره کار کوي

د ACCELAIR 07 ټیم د ټولنیز ملاتړ، استوګنې او کارموندنې یا روزنې ته د لاسرسي په برخه کې د مسلکي او متخصصینو کسانو څخه جوړ شوی، چې د مهاجرینو په مالاتړ کې تخصص لري او وخت نا وخته د خدماتو ترسره کولو اړوند ژباړونکي استخداموي ترڅو د اجراآتو په پوهاوي کې اسانتیاوي برابره کړي.

اکسلیر (ACCELAIR 07) له اداری سازمانونو سره، د مهاجرینو په پاملرنې کې تخصص لرونکو ادارو سره او د کارموندنې، روزنې او استوګنې په برخو کې د عام قانون ټول اړخونو سره په همکارۍ یوځای کار کوي.

استوګنځای ته د لاسرسي لپاره ملاتړ (کور ته لاس رسي او په کور دننه کې)

اکسلیر (ACCELAIR 07) د کډوالو سره مرسته کوي چې د دوی لومړي خپلواک استوګنځي ته لاسرسی ومومي:

  • د هستوګنې په موندلو کې ملاتړ: په فرانسه کې د کور د شرایطو په اړه ځانګړي چمتووالی (انفرادي او ډله ایز) او د کرایه کونکي د حقونو او دندو په اړه معلومات.
  • په نوي استوګنځي کې د اوسیدو لپاره انفرادي ملاتړ.
  • په کور کې د پاتې کیدو لپاره ملاتړ.

په ورته وخت کې، نور لنډمهاله د حل لارې چارې لټول کیږي او پلي کیږي. (مثال: ټولنیز استوګنځی، د ځوانانو استوګنځای، د کرایې اړوند منځګړیتوب، کرایه، د لنډمهاله کور تخصیص یا مالي مرسته، په استوګنځای کې ګډ ژوند، او داسي نور)

د مسلکي ادغام لپاره ملاتړ

  • د کارموندنې په برخه کې ملاتړ: ارزونه، د مسلکي پروژې جوړول، د کار موندنې تخنیکونه، د مرکو لپاره چمتووالی، د کار ګمارونکو سره ناستې او داسې نور.
  • د ژبپوهنې او یا مسلکي روزنې لپاره ملاتړ: د روزنې کورس جوړول او لارښوونه، د کاري ځای سره تطبیق شوي روزنه، د ځانګړو روزنیزو کورسونو جوړولو کې ملاتړ چې د عامه قانون لخوا پوښل او تمویل شوي ندي، او داسې نور.
  • د دندې په ساتلو کې ملاتړ: د مثال په توګه د ګمارونکي یا روزنې سازمان سره د تړون یا روزنې پرمهال د کارکونکي شخص ملاتړ.

ټولنیز- اداري ملاتړ

  • د حقوقو پرانیستل او ساتل؛
  • د نړیوال خوندیتوب یا کډوالۍ پورې اړوند ځانګړي اجراآت او ادارې چاري، لکه ( افپراOFPRA، اوفيOFII ، پریفکتورPrefecture ، کاف CAF او داسي نور).

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

په Privas، Tournon-sur-Rhône او Annonay کې کاري مرکزونه

د ACCELAIR 07 ملاتړ په اړه د هرډول معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ accelair07@forumrefugies.org ته بریښنالیک ولیکئ یا 0033614968172 شمیرې سره اړیکه ونیسئ.

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
2 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
13دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Forum réfugiés

Forum réfugiés