د هستوګنې او دندې موندلو لپاره مرسته ترلاسه کړئ
سره د Insair 38 - ADOMA سره
دا څه شی دی؟
انسیر 38 (Insair 38) د قانوني اسنادو لرونکو مهاجرینو سره د انفرادي ټولنیز ملاتړ وړاندیز کولو سر بیره د کور او دندې ته لاسرسي کې مرسته کوي.
د CDC استوګنځي ګروپ (ADOMA) دا برنامه د هغو مهاجرو لپاره ده چې د پناه غوښتنې پرمهال د اوسیدني ځای نه درلود او نه یې هم کومه مشخصه د ټولنیز ملاتړ مرجع او د مرستي ځانګړي همکاري ترلاسه کړي وي.
نوټ: ترڅو له دغې برنامي څخه ګټه پورته کړئ، تاسو باید په Grenoble سيمه کې د اوسید ادرس ولری او یو استوګنځي ته د لاس رسي اړتيا ولری.
دا د چا لپاره دی؟
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
38 - Isère
12 میاشتې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
38 - Isère
12 میاشتې
ولې دا په زړه پورې ده؟
د ټولنیزې همکاری مرجع یا مشاور لرل
دا برنامه به تاسو ته اجازه درکړي چې یو ټولنیز مشاور ولرئ څوک چې به ستاسو په اداري پروسیژرونو او کړنو، خپلو حقونو ته لاس رسي، د کار مندني مرکز کې نوم لیکنه یا راجسټریشن کې او ورته لاروچاروکې ستاسو ملاتړ کوي.
روغتیا ته لاسرسي کې ملاتړ ترلاسه کړئ
دا برنامه د حقونو خلاصیدو یا لاس رسي او پاملرنې او صحي خدماتو ته د لاسرسي امکانات برابروي.
د دندې موندلو لپاره
د دې برنامي لخوا وړاندیز شوي هر اړخیز ملاتړ به تاسو ته اجازه درکړي چې مسلکي روزنه یا دنده ومومئ.
د دوامداره هستوګنې موندل
د دې برنامې هدف دا دی چې ستاسو لپاره د اوسیدني ځای پیدا کړي او یا تاسو د هستوګني یو کور ته لاس رسی پیدا کړی.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
اړیکه
د نورو معلوماتو او ملاتړ ته د لاسرسي لپاره لاندې ادرس ته یوبریښنالیک واستوئ:
Contratrefugies@grenoblealpesmetropole.fr
نوټ
د دې برنامې لپاره ځایونه خورا محدود دي