د دندې موندلو لپاره ملاتړترلاسه کړئ
سره د RISING/ VIAE38/ Insair 38 سره
دا څه شی دی؟
ایا تاسو د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکي یا مهاجر یاست لکه (کډوال، د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي او بي وطن کسان) یا د 6 میاشتو په اوږدو کې پناه غوښتونکي؟ تاسو کولی شئ د کارموندنې مشاور یا د شرکت د اړیکو مسؤول له ملاتړ څخه ګټه پورته کړئ.
برخه اخیستونکو ته د مختلفو فعالیتونو په اړه لارښونې کیدی شي، لکه:
- د ژبې روزنه او زده کړه ،
- د ډیجیټل ټکنالوجۍ په برخ کې روزنه ،
- د روزنې او مسلکي کیدو مسیر رامینځته کول ،
- د هغو خلکو لپاره روزنه چې غواړي د پوهنتون زده کړې بیا پیل کړي ،
- د ادغام او شمولیت پروژې او داسې نور.
دا د چا لپاره دی؟
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
38 - Isère
د اوفي OFII روزنیز پروګرام مو دمخه بشپړه کړی وي
6 - 24 میاشتې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
38 - Isère
د اوفي OFII روزنیز پروګرام مو دمخه بشپړه کړی وي
6 - 24 میاشتې
ولې دا په زړه پورې ده؟
هراړخیز، پیاوړی او ځانګړي ټولنیز-مسلکي ملاتړ ولرئ
تاسو کولی شئ په خپل مسلکي ادغام او شمولیت کې د شخصي ملاتړ څخه ګټه پورته کړئ.
د خلکو د پروفایل یا شالید ته په کتو د روزنې برابرول
روزنې ستاسو د اړتیاو سره سم تنظیم شوي.
خپل د فرانسوي کچې ښه کول
تاسو کولی شئ د خپلې فرانسوي ژبې کچه ښه کولو فرصت ترلاسه کړئ.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
مهم
د دې ملاتړ څخه ګټه پورته کولو لپاره تاسو باید د کډوالو د همکارو ادارو لخوا معرفي شئ، لکه (اوفي OFII ، څانګه، د کارمندني مرکز، ADATE ...)
د اړونده همکارو اداروپه اړه د نورو معلوماتو لپاره: د سیلین دی مانټوا (Céline Di Mantova) سره اړیکه ونیسئ ، د کډوالو استقبال او ادغام لپاره سیمه ایز همغږي کونکي او مسؤوله.
- تلیفون. : 0673921549
- بریښنالیک: celine.dimantova@grenoblealpesmetropole.fr
د کډوالۍ کمیسیون سره راجستر او نوم لیکنه کول
د کمیسیون سره راجسترکیدو لپاره، دلته کلیک کولو سره د نوم لیکني فورمه ډکه کړئ، او لاندې ادرس ته یې ولیږئ:
contratrefugies@grenoblealpesmetropole.fr