کار او کور ته لاسرسی
سره د ACCELAIR 46 سره
دا څه شی دی؟
د ACCELAIR 46 برنامه د هر هغه چا لپاره ده چې د کډوالۍ حیثیت یې ترلاسه کړی وي یا څوک چې د فرعي محافظت څخه ګټه پورته کوي. دا کافي ده چې نړیوال محافظت یا د مهاجرت اسناد مو په لوټ (Lot) سیمه کې د یو کال څخه لږ وخت نه کم وخت کې ترلاسه کړئ وي او هلته ژوند کوی (د OFPRA یا CNDA پریکړه لیک د ثبوت په ډول له ځان سره ولری).
دا برنامه یو عمومي، تخصصي، انفرادي او شخصي ملاتړ وړاندیز کوي. د عامه، خصوصي او سازماني شریکانو سره یوځای، ACCELAIR 46 ټولنیز-اداري ملاتړ (د حقونو خلاصول) وړاندیز کوي، په ځانګړې ډول کور ته لاسرسی او په څانګه کې دندې او روزنې ته لاسرسی.
دا د چا لپاره دی؟
په لوت (Lot) سیمه کې میشته اوسئ
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
46 - Lot
په لوت (Lot) سیمه کې میشته اوسئ
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
46 - Lot
ولې دا په زړه پورې ده؟
د متخصصینو یوه ډله چې د شریکو اړخونو او ژباړونکو سره یوځای کار کوي
د ACCELAIR 46 ټیم په ټولنیز ملاتړ، هستوګنې، کارموندنې او روزنې ته لاسرسي کې متخصصینو څخه جوړ شوی دی، د کډوالو عامه ملاتړ کې متخصص او کله ناکله د تفاهم اسانولو لپاره ژباړونکي هم استخدام وي.
د اکسلیر (ACCELAIR 46) بنسټیز او ادارې شریکانو سره کارکوې چې د کډوالو په پاملرنې کې تخصص لري او د قانون پوهانو ټول اړونده ادارې چې د دندې، روزنې، او هستوګنې په برخو کې مداخله او مرسته کوي.
کور ته د لاسرسي په برخه کې ملاتړ
اکسیلیر (ACCELAIR 46) کډوالو سره مرسته کوي چې خپل لومړي خپلواک استوګنځي ته لاسرسی ومومي:
- د هستوګنې موندلو کې ملاتړ: په فرانسه کې د هستوګنې واقعیتونو او ستونزو په اړه ځانګړی چمتووالی (انفرادي او ډله ایز) او د کرایه دار حقونو او دندو په اړه معلومات.
- نوي هستوګنه کې د میشته کیدو لپاره انفرادي ملاتړ.
- په کور کې د پاتې کیدو ملاتړ.
- په ورته وخت کې، د نورو لنډمهاله حلونو پیدا کول او عملي کول. (مثال: ټولنیز استوګنځی، ځوانانو استوګنځی، د کرایې منځګړیتوب، کرایه، د کور لنډمهاله تخصیص، ګډ استوګنځی، او داسي نور)
د مسلکي ادغام لپاره ملاتړ
- د دندې په لور ملاتړ: ارزونه، د مسلکي پروژې جوړول، د دندې لټون تخنیکونه، د مرکو چمتو کول، له کار ګمارونکو سره ناستې، او داسي نور.
- د ژبې زده کړې یا مسلکي روزنې په لور ملاتړ : د روزنې او رهنمای مسیر جوړول، د دندې له نوعیت او ځای سره سمه او مناسبه روزنه، د ځانګړي روزنې کورسونو رامینځته کولو لپاره ملاتړ چې د عامه قانون او حقونو لخوا نه دې حمایه شوي او داسې نور.
- د دندې ساتلو یا په دنده کې د پاتکیدو لپاره ملاتړ: د مثال په توګه د کار ګمارونکي یا روزنې سازمان سره د تړون یا روزنې پرمهال د کارکونکي شخص ملاتړ.
ټولنیز او اداري ملاتړ
- د حقونو پرانیستل او ساتنه؛
- د نړیوال محافظت پورې اړوند ځانګړي پروسیجرونه (اوفي OFII، افپرا OFPRA، پریفیکتور Prefecture، کاف CAF او نور).
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
راشئ او له مونږ سره ووینئ
زموږ پته:
partenaire CEIIS - Eco quartier de l'Hermiès - 9 impasse des rosiers - 46160 CAJARC
د ملاقات وخت لرل ضرورې دي
مرکزونه: Cahors, Figeac, Gourdon, Souillac
یا له موږ سره د بریښنالیک یا تلیفون له لارې اړیکه ونیسئ
د ACCELAIR 46 ملاتړ په اړه د هرډول معلوماتو لپاره (یوازې چهارشنبه) لاندې شمارې ته زنګ ووهئ: 0622794494 یا accelair46@forumrefugies.org ته بریښنالیک ولیکئ